په ننګرهار کې د موټرو ۴۰ سلنه داسې جعلي نمبر پلېټونه او اسناد کارېږي، چې د پېښور په خيبر بازار او چمن کې جوړ شوي دي.

د جعلي پلېټونو لرونکو موټرو کاروونکي غلاوې، سړي تښتونې او نورې ترهګريزې پېښې ترسره کوي او په ختیځو ولایتونو کې یې خلک سخت اندښمن کړي دي.

د موټرو یو جعلي پلېټ په شل زره کلدارې جوړېږي او ترافیک په اسانۍ له اصلي پلېټونو سره د هغو تفکیک نشي کولای.

په جلال آباد کې داسې ډلې او افراد کار کوي، چې د موټرو لپاره ساده او كمپيوټري جعلي شخصي او دولتي نمبر پلېټونه جوړوي او پدې ورځو کې یې رزوګار ښه ګرم روان دی.

ځايي خبريالان وايي، په ننګرهار کې د موټرو ۴۰ سلنه نمبر پلېټونه جعلي دي او دغه پېلټونه او اسناد د پېښور په خيبر بازار او چمن کې جوړېږي، او له هغه ځایه ننګرهار او نورو ولایتونو ته راوړل کېږي.

په جلال اباد کې موټر پلورونکي اسماعيل محور ته وويل، په پاکستان کې په جوړو شویو جعلي اسنادو او پلېټونو څوک نه پوهېږي. دی زياتوي؛ دا پلېټونه په هغو موټرو لګول کېږي، چې ګمرک شوي نه وي او يا هم د غلا مال وي :((په ننګرهار کې ډېری د نورو ولايتونو پلېټ شوي موټر ګرځي او د ياد ولايت جعلي پلېټ شوي موټر بيا خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، کندهار، هلمند، کندوز او ځینې نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي، پوليس او  ترافيک هم دغه پلېټونه په اسانۍ نشي تفکیک کولای.))

د موټرو کاروباريان وايي، د يوه موټر د جعلي اسنادو او پلېټونو بیه له ۲۰ زره پاکستانيو کلدارو نيولې تر ۲۵ زره کلدارو پورې تمامېږي.

دوی وايي، په ننګرهار کې دا توره سوداګري ښه ګرمه ده او ټوله ګټه وټه یې مافیا ته رسېږي :((له کلونو دا کار روان دی، څوک يې مخه نشي نيولای، ان اوس د شخصي موټرو تر څنګ د دولتي هغو لپاره هم جعلي پلېټونه جوړېږي، چې د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو د کورنۍ غړي پکې لاس لري.))

په ننګرهار کې د ترافيکو مدير سمونوال اسدالله يوسفزي محور ورځپاڼې ته وويل؛ اوس تر ډېره د دغه ډول پلېټونو مخه نيول شوې ده. د ښاغلي يوسفزي په خبره ددې ډول پلېټونو د را واردوونکو او نصبونکو موندل د کشفي او استخباراتي ادارو دنده ده، چې عاملين يې بايد ونيول شي.

نوموړی هم مني، چې په عادي ډول د دغو پېلټونو کشف او تفکیک مشکل کار دی: ((ترهغو چې يو پلېټ له موټر څخه را خلاص نشي پېژندل به يې عادي ترافيک ته خورا ستونزمن کار وي، نو پکار ده، چې په هر ولایت او ولسوالۍ کې کمپیوټري سیستم نصب شي، څو په اساس یې جعلي اسناد او پلېټونه له اصلي هغو بېل شي.))

د ترافيکو مديريت مسوولين مني، چې په ياد ولايت کې يو شمېر لوړ پوړي چارواکي له دولتي جعلي پلېټونو کار اخلي، خو دوی د چا نوم نه اخلي.

د ځایي خبریالانو په وینا د جعلي نمبر پلېټونو ترڅنګ د نشه یي توکو او قاچاق په کاروبار کې د برحاله محلي چارواکو خپلوان ښکیل دي او ان په ښکاره خپل کاروبار پرمخ وړي، خو څوک یې د مخالفت جرآت نشي کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *