محور ورځپاڼه

د بغلان ولايت په نهرين کې د ډبرو سکرو کان درځونه کړي او ۴۰۰ کان کيندونکو ته د خطر زنګ ورکوي. دا په ابخورک پسې بل کان دی، چې د فقيرو کارګرو ژوند ګواښي.

د ابخورک د ډبرو سکرو کان په اړه درې مياشتې وړاندې يوه پلاوي خبرداری ورکړی و، چې د دغه کان يوه برخه راغورځېدونکې ده. هغه مهال د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ ته دنده سپارل شوې وه، چې په کان کې د کار په اړه غور وکړي، خو هغوی بېغوري وکړه.

د ډبرو سکرو په کانونو کې د جنګسالارانو او مافيا ونډه ددې لامل ده، چې له قرارداد وروسته هیڅ مسلکي او احتياطي تدابير نه مراعتېږي او غير فني کيندنې دوام کوي.

تازه په ډاګه شوې، چې د سمنګان د ابخورک ډبرو سکرو کان د رالوېدو لامل‎ ميتان ګاز راټولېدل او د هغه چاودنه وه.

يوې سرچينې محور ته ويلي، چې په کان کې د ترينګلي احتمال په اړه درې مياشتې وړاندې د کانونو وزارت ته خبرداری ورکړل شوی وو. له دې سره د کان استول شوي پلاوي هم خطر تاييد کړی و، خو د نه اقدام له کبله د کانونو وزارت لاهم دغه مسئله پټه ساتلې ده.

ابخورک کان چې د شمال د ډبروسکرو تصدۍ په واک کې دی، د کانونو وزارت له لوري يې مسوولينو ته خبر ورکړل شوی وو، چې کارونه په څو کاري شيفتونو کې تنظیم کړي،  ګڼه ګوڼه کمه کړي، هجم کنټرول کړي او د احتمالي ګواښ مخه ونيسي.

د شمال د ډبرو سکرو تصدي له ۳۰ کلونو را پدېخوا دزورواکانو په ولکه کې ده، یوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، محور ته وويل، د سمنګانو د ابخورک ډبرو سکرو په کان کې د ولسمشر دويم مرستيال هم شريک دی. سرچینې زياته کړه، د شمال تصدۍ مسوولينو نه غوښتل، چې د کاريګرو شمېر دې په مختلفو وختونو کې راټیټ شي، دوی په زياتره کانونو کې غيرفني او بيړنۍ کېندنې کوي. په ابخورک کې ۳۰ کارګر مړه او تر ۲۰ زيات یې مرګوني ټپيان دي.

په ولسي جرګه کې د طبيعي زېرمو د کميسيون منشي ګل پاچا مجدي تاييدوي، چې په ابخورک کان کې کانونو وزارت په بيغورۍ خبر شوی، خو نيوکه کوي، چې د شمال کانونه ټول زورواکانو او مافيا انحصار کړي او بيړنی توليد پکې تر فني کيندنو اهميت لري.

په همدې حال کې د کانونو وزارت يوې سرچينې د بغلان په نارين کان کې د ابخورک په څيرناورين د پيښېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. سرچينه وايي، کان یوې برخې درځونه کړي، پلاوي تاييد کړي او د ۴۰۰ کان کيندونکو ژوند له ګواښ سره مخ دی، خو لا په دغه کان کې کيندنې نه ځنډول کيږي.

د کانونو د برخې ماهيرين د تخنيکي حل لارو په وړانديز کې په ډاګه کوي، چې لومړی بايد د ډبرو سکرو کان سمڅو ترمنځ واټن زيات شي: ((له بده مرغه کان کيندونکي له ډېرو ابتدايي وسايلو استفاده کوي، دوی د روزمزد کارګران دي، چې له کليو څخه کانونو ته ښکته شوي، خو مسلکي روزنه او احتمالي خطر او ژغورنې په اصولو نشي اټکلوالای.))

محور له یوې سرچينې راپور ترلاسه کړی، چې د شمال په شپږو ولايتونو کې د ډبرو سکرو کانونه د شمال تصدۍ په ولکه کې دي او له همدې کبله هر کال د شمال د ډبرو سکرو له تصدۍ څخه تر يوميليارد افغانیو پورې ورکيږي اوغالباً د مافيا او زور واکو جيبونو ته ځي.

د کانونو پخوانی وزير ابراهيم عادل وايي، په ټوله نړۍ کې د ډبرو سکرو په برخه کې دا ډول تخنيکي ستونزې شته، خو هورې تر يوې کچې د ژغورنې امکانات وي او په کان کې بوخت کسان بايد په بشپړه توګه مجهز وي‎، چې په خطرناکو حالاتو کې مقاومت وکړای شي.

بل خوا د کانونو وزارت وياند رفیع صديقي محور ته وويل، د سمنګان د ډبرو سکرو د کان په اړه پلټنې روانې دي او لاهم نه ده جوته شوې، چې دغه کان د کوم لامل له امله رالوېدلی دی. ښاغلي صديقي په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د افغانستان د کانونو وزارت په ۲۰۱۰ کال کې ویلي وو، چې افغانستان د يو ټریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري، خو د کان کیندلو زیاتره فعالیتونه یې لاهم ناقانونه او په نړیوال معیار برابر ندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *