پوهنې وزارت چارواکي وايي، په هرات ښار کې يې خپل هغه لوی جايداد بېرته ترلاسه کړی، چې په ناقانونه ډول ودان شوی او تصاحب شوی وو.
د پوهنې وزير فاروق وردګ هرات ولايت ته د يو سفر پرمهال هلته د ۲۴۴،۸ ميليون افغانيو په ارزښت ۱۶ عمراني پروژې پرانستې، چې ( ۱۲) يې يوازې ښوونځي دي.
په هرات کې لا هم ۴۱۰ ښوونځي ودانۍ نلري او د مسلکي ښوونکو کمښت ددې ولايت د پوهنې پر وړاندې لويه ربړه ده.
د هرات والي فضل الله واحدي د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ ته د هغه لوی تالار کلۍ سپارلې دي، چې د پوهنې د ولايتي چارواکو په خبره د پوهنې په جايداد د اسماعيل خان د واکمنۍ پرمهال په ناقانونه توګه اباد شوی و او دغه اداره يې په خپلولو کې پاتې راغلې وه.
د پوهنې وزير هرات ته د ۱۶ پروژو د پرانستې لپاره تللی وو، په هغه غونډه کې چې هرات ښار کې رابلل شوې وه، ډاکتر فاروق وردګ اعلان وکړ، چې په هرات ښار کې يې د معارف د عمراني چارو د ابادۍ په سلسله کې يادو ۱۶ پروژو ته چې اکثره يې ښوونځي دي، دوه سوه څلور څلويښت عشاريه اته ميليون ډالر ځانګړي کړي دي. ددغو پروژو پېنځه يې د استفادې لپاره چمتو شوې او د يوولسو نورو يې عمراني چارې تازه پيل شوې. د دغو پروژو ډېره برخه يې د امريکا متحده ايالتونه تميلوي.
دا مهال په هرات کې ۸۸۴۴۸۴ زده کوونکي په ۹۶۷ ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، خو ځايي چارواکي وايي، چې د ښوونځيو د ودانۍ او مسلکي ښوونکو له شديد کمي سره لاس او ګرېوان دي.
د پوهنې وزير په هرات کې له ملي سوداګرو او شتمنو وغوښتل چې د افغانستان د معارف نظام ته لاس ورکړي او د ښوونځيو په ابادۍ کې مرسته وکړي. په دغه غونډه کې ۱۵۰۰ هراتيانو ګډون درلود چې ګڼ شمېر يې تقدير هم شول. د چارواکو په خبره د دوی هر يوه يې ښوونځيو له ځمکې ورکولو نيولې تر ودانيو جوړولو او نغدي مرستو پورې د هرات د پوهنې له بهير سره مرستې ترسره کړې وې.
پوهنې وزارت وايي، چې د خپل پېنځه کلن پلان پر بنسټ په پام کې لري، چې تر ۱۳۹۳ کال پورې د څلورو برنامو په مرسته د هرات ولايت زده کوونکو تعداد ۹۴۸۲۷۷ کسانو ته لوړ کړي، څه باندې يو زر ښوونکي استخدام کړي او ۳۴ نوي ښوونځي تاسيس کړي.
هرات ولايت په تېر کال کې د دولسمو ټولګيو ۱۲۳۸۰ فارغان درلودل، چې د هېواد په کچه تر کابل وروسته لوی شمېر وو.
هرات ولايت کې استفادې ته په چمتو شوو او پرانستل شوو پروژو کې د هرات د ښوونکو روزنې تدريسي ودانۍ، د هرات تخنيکي انستيتيوت او د هرات د حوض کرباس ليسې د ودانيو ابادي شامله وه. همدا راز د شينډنډ د ښوونکو روزنې کمپلکس، د سوداګرۍ خونو د نخبګان ليسه، په انجيل کې د اسحاق اباد ښوونځی، د حضرت علي کرم الله وجهه ليسه، ابو ليث لېسه، خواجه شهاب الدين ښوونځی، خاتم نبين ښوونځی، په غوريانو کې دوپشته ښوونځی، په شينډنډ کې د امام صاحب ښوونځی، په کهسان کې قدوس اباد ښوونځی او په زنده جان ولسوالۍ کې د سيد قلندر مدرسه هغه ابادۍ دي، چې د رغونې کار يې تازه پيل شوو.
ځايي خلک وايي، هرات کې له نا امنۍ سره سره تړلي ښوونځي نلري او له دې کبله د دولت او نړيوالو مرستندويه ټولنو ډېره توجه غواړي. ځايي خلک وايي، دوی ته دې تخنيکي انستيتوتونه جوړ شي، چې ځوانان يې حرفې زده کړي او د ايران له خونړۍ مزدورۍ بېغمه شي.