د ولسي جرګې د غړو له لوري ورکړل شوي معلومات په ډاګه کوي، چې په هرات ولايت کې په تېرو شپږو مياشتو کې ۳۰۰ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي. په دې کې داسې ورځې هم دي، چې د وژل شويو کسانو تعداد پکې نهو کسانو ته رسيږي.

د هرات ولايت په ناامنيو کې تر طالبانو زيات بهرني استخبارات او اقتصادي مافيا ښکېل ده، چې دواړه کړۍ دغه وژنې د طالب او غله په نامه کوي.

په هرات ولايت کې مرموزو وژنو تښتوونو او نورو ناامنيو د دغه ولايت خلک اندېښمن کړي او ادعا کوي، چې په دغو پېښو کې تر طالبانو زيات ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ، ځايي زورواکي او سياسي معاملګر ښکېل دي. دوی وايي د ناامنيو رامنځته کولو يو ستر لامل سياسي او اقتصادي اړخ دی، چې په لوی لاس دغه ولايت د اور لمبو ته ور ټېلوهل کېږي.

تر اوسه پورې په هرات کې د مرموزو وژنو او ترور کره شمېرې نه دي په ډاګه شوې، خو په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعودې کروخي محور ته وويل، چې يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې په ياد ولايت کې ۳۰۰ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي. دې زياته کړه، دغه کچه کله ناکله دومره اوچت شوی، چې په ۴۸ ساعتونو کې نهه کسان هم په مرموز ډول وژل شوي دي.

اغلې کروخي زياوي، ډېری کسان د پخوانيو بديو د پاللو په ټس کې وژل شوي، په ځينو پېښو کې بهرنۍ استخباراتي کړۍ ښکېلې دي. د دې په وينا ناموسي وژنې هغه عامل دی، چې د مرموزو وژنو لويه برخه تشکيلوي: ((هڅه شوې، چې سوداګر او يا يې هم د کورنيو يې غړي وتښتول شي او ترور شي، تر څو له هرات څخه پانګوال خپلې پانګې وباسي. په دغه ډول پېښو کې د ايران استخباراتي کړۍ لاس لري. نه پرېږدي، چې هرات امن شي، پانګونه پکې وشي.))

ځايي خلک او د مدني ټولنو غړي وايي، په سوداګريزو مارکېټونو بريدونه شوي او بانفوذ کسان، ځايي شتمن، سوداګر او دولتي کسان په نښه شوي او تښتول شوي دي. سرچيې وايي، د هر برمته شوي د ازادولو په بدل کې له لس لکه افغانيو نيولې تر ۱۲۰ زرو ډالرو پورې اخستل شوي او که څوک د دې پيسو له ورکړې انکار وکړي، نو وژل کېږي او اندامونه يې کورنۍ ته را استول کېږي.

په هرات کې د مدني ټولنو غړي په دغه موده کې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسان په مرموز ډول وژل کېدو خبرې کوي. دوی وايي، دغه معلومات يې له ولسواليو او لرې پرتو سيمو څخه د مدني ټولنو د غړو او ژورنالېستانو په مټ راټول کړي دي: ((د هرات د مسوولينو له قوله په تېرو نهو مياشتو کې له ښځو سره د زور زياتيو ۳۰۰ دوسيې څارنوالۍ ته استول شوې دي.))

د هرات پوليس وايي، په تېرو پنځو مياشتو كې يې په دې ولايت كې د ترور ۲۱ پېښې ثبت کړې، چې د ۱۳ پېښو عاملين نيول شوي دي. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي، په دغه ولايت كې د  ترور د ډېرو پېښو اصلي لامل شخصي او كورنۍ دښمنۍ دي. د امنيتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ر وان كال له پيله تر اوسه پورې ۵۸۰ تنه د چاق او بې بندو بارۍ په تور نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

هرات ولايت ته د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د وضعيت د څېړنې په موخه استول شوی پلاوی هم وايي، چې ترور، برمته کول او د هرات امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي په ياد ولايت کې له جدي امنيتي ننګونو څخه دي.

د پلاوي مشر حميدالله فاروقي وايي، هرات ولايت له ګڼو ګواښونو او د څارګرو دستګاوو له احتمالي لاسوهنې سره مخ دى: ((هرات له بېلابېلو کورنيو ګواښونو سره مخ دى، په ځايي حکومت کې زياتې ستونزې شته او د ګاونډيو څارګرو دستګاوو د لاسوهنې شونتيا هم شته.))

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی او د پلاوي غړی محمدرضا خوشک وايي، د روان کال د مرموزو وژنو او ترورونو په اړه د امنيتي مسوولینو تر منځ همغږي نه وه، مختلفو ادارو مختلف امار وړاندې کول: ((دوی د دغو وژنو لويه برخه جنايي هغه بلله.))

د هرات والي فضل الله واحدي له محور سره په خبرو کې وويل، په دغه ولايت کې د وژنو ډېری عوامل شخصي بدۍ، قاچاق او سوداګري ده. دی وايي، په تېرو نهو مياشتو کې په هغه اندازه ترور او وژنې نه دي شوې، لکه د ولسي جرګې غړي يې چې وايي. د ده د معلوماتو له مخې، په روان کال کې يوازې لس کسان تښتول شوي دي، خو ښاغلی واحدي په دې برخه کې د ځايي مشرانو او مدني ټولنو مرسته وغوښته، چې د مجرمينو په رسوا کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: په هرات کې په ۶ مياشتو کې۳۰۰ کسان په مرموز ډول وژل شوي”
  1. ما به تمام مردم هرات وافغانستان یک پیسنهاد داریم بیشنهاد من همین که بدست من اختیار بدهد من انشاءالله %۹۰ امن میارم اګر شما موافق استی؟

    برادرها وخواهرها افغانستان مطبوعات وحکومت خداوند کور کرده نه حق میبینه نه هم میشنوه
    درزمان حکومت طالبان نه پولیس ونه اردو ونه نظم عامه ونه ضد تروریزم واستغفارات بوده ومداخلات بیرونی زیات بوده اماچرا ازطرف شب دروازه های خانه ها باز بود ه وکسی جرات نداشت که یک چیز دوزدی کند این یک سوال است؟
    منتظر جواب

  2. De taand drano chalawunko,
    Tase pa khpalo lekano ke ida aw takeed deir karawai. Kha ba na wee che de uda pa zai waee ya wawael aw de takeed pa zai tengar walekai.
    Khep charei
    De Pkhto lewal
    Tagfsir Khan

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *