په ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې ولایتي شوراګانو ته ۷۰ سلنه کاندیدان د ملی شورا او ولایتي شوراګانو د وکیلانو او دولتي لوړ پوړو چارواکو وروڼه ـ وریرونه دي.
د ځواک دا فاميلي مافیا غواړي، له ولایته تر شوراګانو او مقننه قوې د څو کورنيو د حاکمیت جال رامنځ ته کړي.
د دغو کاندیدانو په اړه ویل شوي، چې زیاتره یې د ساختماني او لوژستيکي شرکتونو مالکان دي، چې د بري لپاره بې حده لګښت کوي او بدل یې له نوي حکومت څخه په باج اخلي.
مدني ټولنې او په ټاکنو د څار بنسټونه خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې ځينې مشخصې کورنۍ هڅې کوي، چې ټول واکونه خپل کړي.
دوی وايي، د افغانستان د راتلونکو ولايتي شوراګانو لپاره تر ۷۰ سلنه پورې د ولسي او مشرانو جرګې يو شمېر استازو، د ولايتي شوراګانو پخوانيو غړيو او دولتي لوړ پوړو چارواکو وروڼه او وريرونه درولي دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون وايي، د ۱۳۹۳ کال د ولايتي شوراګانو لپاره په ګروپي ډول سره کسان درول شوي دي. دا زياتوي، يو شمېر زورواکي غواړي، په دې ډول سره خپلو مافيايي کړيو ته ځانونه ورنېږدې کړي او دوی د خپلو حلقو د غښتلتيا لپاره سره بسيج شوي دي، چې د ناکامۍ چانسونه يې هم کم شي: ((له يوې کورنۍ نه يو کس په ولسي جرګه کې دی، بل د مشرانو جرګې غړی دی او دريم کس يې بيا ولايتي شوراته درولی دی، چې دوی غواړي خپل کورني واکونه وغځوي او ټولې ولايتي چارې په خپله ولکه کې واخلي، ان تردې چې په کابينه کې يې نفوس کولو ته يې زړه ښه کړی دی.))
آغلې يون وايي، دا وېره تر مرکز په ولايتونو کې زياته ده او دا زورواکي د پيسو او زور له لارې ځانونه بريالي کوي: ((که بريالي شي، نو د ولايتي چارواکو په ټاکلو کې به دوی پوره لاس ولري او د ځانونو لپاره به هورې خپلې ځانګړې پاچاهۍ جوړې کړي.))
د مدني ټولنو غړي وايي، په ډېری ولايتونو کې له يوه کوره دوه او درې کسان ولايتي شورا ته درېدلي دي، چې له نيته يې جوتېږي، يو کس به يې مشرانو جرګې ته لار پيدا کوي او بل يې د ولايتي شورا مشري خپلوي.
دوی زياتوي، د ولايتي شوراګانو د يو شمېر نوماندانو کمپاينونه هم نامشروع دي، دوی تر ټاکلې اندازه زيات لګښتونه کوي او د نورو پر وړاندې له زوره کار اخلي.
په ټاکنو د څار بنسټونه وايي، هر افغان چې د ټاکنو کمېسيون شرايط پوره کړي ولايتي شورا ته ځان نومولی شي. دوی زياتوي، هڅې بايد وشي، چې مافيا واک ته ونه رسېږي، ځکه چې دا بيا د راتلونکي حکومت لپاره تر ګردو خطرناک پرېوځي.
په ټاکنو د څار د بنسټ (فيفا) وياند محمد فهيم نعيمي وايي، د ولايتي شوراګانو نوماندان نامشروع کمپاينونه او ډېر لګښتونه کوي. د ښاغلي نعيمي په خبره، د يوې نيمې اونۍ په تېرېدو سره يې په هر ولايت کې لسګونه شکايتون ثبت شوي دي، چې په دې کې ډېری د ښځينه نوماندانو پر وړاندې د خنډونو جوړول، زيات لګښت کول، له دولتي امکاناتو ګټه اوچتول، د دولتي چارواکو له لوري د مشخص نوماند په ګټه کمپاين يې جدي هغه بلل کېږي.
نعيمي وايي، لاهم په ډېری ولايتونو کې د شکايتونو کمېسيون خپل دفترونه نه دي پرانستي، چې که د ټاکنو او شکايتونو کمېسيونونه ورته لاسرسی ونه کړي، نو ولايتي شوراګانې به د مافيا په ولکه کې ولوېږي.
د مدني ټولنو غړي او شنونکي وايي، د ولايتي شوراګانو هغه نوماندان چې تر ټاکلې اندازې (۵۰۰ زره افغانيو) زيات لګښت وکړي، اړ دي چې؛ تر بريالي توب وروسته به يې له نامشروع لارې پوره کوي: ((دغه کاندیدان، چې زیاتره یې د ساختماني او لوژستيکي شرکتونو مالکان دي د بري لپاره بې حده لګښت کوي او بدل یې له نوي حکومت څخه په باج اخلي.))
دا د هر افغان مسلمان حق دی چې د کاندیداتوری ټول شرایط یې پوره کړي وي کاندید کیدای شي پدې شرایطو کې داسې څه نشته چې د ملي شورا او یا کوم بل دولتی لوړپوړی ورور یا د تره زوری نه شي کاندید کیدای!
کوم مصرف چې کاندیدان کوي هغه خو عام خلکو دود کړی ویل کیږي چې هله پلانی کاندید پیسې وکوي او پلانی پیسې نه وکوي کوم چې پیسې وکوي د هغه ملاتړی ډیر دي او کوم چې پیسې نه ورکوي د هغه مالاتړی نشته او د کامیابیدو فکر هم ورسره نه وي!!
خو له دې کار سره جدي مخالف یو چې دوی د دولت ټوله ساحه تر برید لاندې نیسې او هڅه کوي چې د دولت ټول واک صلاحیتونه د ځینو کسانو په ټوله کورنی پوري تړیلي وی او له واک ناوړه استفاده کوي!!!