معلومات ښیي، چې ایران له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې داعش ضد فعالیتونو لپاره افغان ځوانان روزي، هر کس ته د شپږ میاشتني روزنیز پروګرام پرمهال ۲۵۰ میلیونه تومن ورکوي.

په پاکستان کې بیا له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره د افغان کډوالو کمپونه لومړني روزنځایونه دي. داعش پلوه ځوانان په دریو مرحلو کې نظامي زده کړې ترلاسه کوي.

سرچینې وایي، د فراه د خاک سفید ولسوالۍ په غره ییزه سیمه کې همدا اوس ۸۰۰ کسان روزل کېږي، دوی ته په عصري ډول نظامي تاکتیکونه ښودل کېږي، پرمختللې وسلې او تور بېرغونه لري.

محور معلومات ترلاسه کړي چې ایران له افغانستان سره په سرحدي سیمو زایدان، زابل او د مشهد په لویه لار افغان ځوانان داعش ضد فعالیتونو لپاره روزي او بیا یې افغانستان ته را استوي.

له ایران څخه راغلي یو افغان کډوال د نوم نه ښودو په شرط محور ته وویل، په سرحدي سیمو کې دغه ځوانان د سپاه پاسداران ډلې لخوا روزل کېږي او که څوک افغانستان ته تر را اوښتو وروسته پښیمانه شي، نو د سر خیر یې نشته: ((په افغانستان کې هم د دغو ډلو بړیڅي شته او پښیمانه شوي کسان د خپلو رازونو د خوندي کولو لپاره وژني. زه خپله ډېر وېرېږم، ټولې هغه نښې مې بدلې کړې چې له سپاه پاسداران سره پرې ثبت وم.))

سرچینه وړاندې وایي، د روزونکو شرط دادی چې پدې شپږ میاشتني ټرېننګ کورس کې له پنځلسو تر دېرش کلنو ځوانان نیول کېږي او هر کس ته د شپږ میاشتني کورس په وخت ۲۵۰ میلیونه تومن ورکول کېږي. پاتې مصارف، وسله، د اوسېدو او سفر خرڅه تر دې پیسو بېلې دي.

د نظامي چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وایي، په سیمه او افغانستان کې روانه جګړه پروژوي ده، چې له یوه ګروپه بل ته لېږدول کېږي، نو پاکستان او ایران وړاندې طالب پلوه کسان روزل، خو نن یې داعش پلوه او داعش ضد روزي: ((د دغو روزنیزو مراکزو تړل د افغانستان د وس خبره نده، بهرنیان هم اقدام نه کوي، ځکه روانه جګړه ټوله بهرنۍ پروژه ده. همدا اوس د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې ۸۰۰ کسانو لپاره د غرونو په منځ کې روزنیز مرکز جوړ دی، منظم تمرینونه کوي، خو په مقابل کې یې اقدام نه کول د اندېښنې خبره ده.))

بلخوا بیا په پاکستان کې د افغان کمپونو یو شمېر مېشت ځوانان پدې لټه کې دي چې څه ډول له داعش سره یو ځای شي او پیسې ترلاسه کړي.

د داعش لپاره د خدایي لښکرو په جوړولو کار روان دی او د افغان کډوالو کمپونه یې لومړني روزنځایونه دي. دوی ته په دریو مرحلو کې نظامي زده کړې ورکول کېږي. لومړی په کمپونو کې په عادي سطحه، په دویمه مرحله کې پخوانۍ جهادي مُهري د نظامي زده کړو زمینه سازي کوي او په دریمه مرحله کې چاڼ شوي باوري کسان په قبایلو کې پوځي روزنځایونو ته وړل کېږي.

د نظامي چارو شنونکی جنرال رحمت الله رؤفي له محور سره په مرکه کې وویل؛ له دې حالت څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د افغان کډوالو بېرته راګرځول او په کور دننه ورته کاري زمینه مساعدول دي: ((په دواړو هېوادونو د فشار لپاره دې د بشري حقونو له نړیوالو ادارو مرسته وغوښتل شي او افغان ځوانانو ته دې کاري زمینه مساعده شي، له دې پرته له استخباراتي جګړې د افغان ځوانانو د راګرځولو بله لاره نشته.))

One thought on “محور ورځپاڼه: په پاکستان کې داعشیان او ایران کې داعش مخالف جنگیالي روزل کېږي”
  1. د ملی وحدت حکومت اصلی دنده ده چی د خپلو مهاجرو هیوادوالو د راستندیو لپاره منظم پلان جوړ کړی ترڅو په عزت او پت سره بیرته خپل هیواد ته راستانه شی. تر ټولو لومړی باید یو تجربه کاره ، وطندوسته او هیواد ته متعهد افغان د دغه مهم وزارت په راس کی توظیف کړل شی . بیا د مهاجرینو راستنولو ته د ملګرو ملتو په همکاری سره دقیق پلانونه تیار شی ،هغوی ته کورونه جوړ او مځکی د کرنی او مالداری د روزنی لپاره ورکړل شی. د هغوی اولادونه یواځی په رسمی ښوونځیو کی تر روزنی لاندی د وطندوستی په روحیه کی وروزل شی . کوم هیوادوال چی له ګاونډیو هیوادو لکه ایران او پاکستان نه بیرته راستنیږی دهغوی ټول حرکات او فعالیتونه تر نظر لاندی ونیول شی که کوم یو یی د پردیو په خدمت کی وی او خپل هیواد ورانوی او خلک وژنی ، تر سختی پوښتنی او جزا لاندی راوستل شی. که د چا اولاد په پاکستان او ایران کی د کار یا تحصیل په نوم پاته کیږی ، د افغانستان دولت ته باید مکمل معلومات ورکړی . پدی صورت کی به مونږ له داعشیانو ، وطنفروشانو ، طالبانو او یتیمانو له غمه خلاص شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *