ځايي خلک وايي، پاکستانيان د غوربند په چيلان دره کې د وسله والو طالبانو په مرسته له يوې نېمې مياشتې را پدېخوا په يوه غره کې کيندنې کوي.
دغه کان کېندونکې ۲۰ کسيزه ډله په تخنيکي وسايلو سربېره يو انجينري ټيم هم لري او د خلکو له سترګو آلونيا، د کيندنو په وسيله را اېستل کېدونکي توکي له نامعلومې لارې له سيمې وباسي.
کان کېندونکو د ځايي خلکو په مرسته له چيلان درې څخه تر هغه غره پورې چې؛ اوس پکې په کان کېندنه بوخت دي، د سکواټورونو په وسيله لوی سړک غځولی دی.
ځايي خلک ادعا کوي، چې ناپېژانده بهرنيان د پروان ولايت د غوربند د سياګرد ولسوالۍ په چيلان وړه دره کې د وسله والو طالبانو په مرسته له يوې نېمې مياشتې را پدېخوا په يوه غره کې کيندنې کوي.
دوی وايي، په وسايلو او مسلکي کسانو سمباله دغه کان کېندونکې شل کسيزه ډله په ښکاره طالبان، خو په اصل کې پاکستانيان دي، چې د سيمې له خلکو سره په ژبه نه پوهېږي.
د عصمت الله په نوم د چيلان درې يوه اوسېدونکي محور ته وويل؛ له يوې نيمې دوو مياشتو را پدېخوا دغه شل کسيزه ډله په دغه سيمه کې فعاليت کوي: ((دوی د درې د خلکو په مرسته چې د يوې اونۍ لپاره يې ورسره کار وکړ، له چيلان څخه تر غره پورې سړک تېر کړ، سکواټورونه او نور وسايل يې ورته له چاريکار بازار څخه وړي وو.))
ياده دره دومره له سترګو پناه ده، چې لا پکې راډيو او ټليفون کار نه کوي او له سره په دغه سيمه کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه محسوس وو. وسله والو اورپکو به له ولس نه عشر او زکات ټولاوه او په پیسو به یې د ځانونو لپاره وسلې او مهمات اخستل، خو اوس ځايي خلک وايي، چې وسله والو اورپکو د ۱۳۹۲ کال عشر او زکات لانه دی ټول کړی، ان له سيمې څخه بیولو کليوالو کاریګرو ته د ورځې ۶۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورځنۍ مزدوري هم ورکوي.
د سيمې يو خبريال چې د نوم له اخستو ډډه کوي، محور ته وويل، په ياده سيمه کې د روسانو د وخت يو ټانګ ولاړ دی او دا سيمه د هغوی لپاره هم خورا ارزښتمنه وه. دی وايي، داسې فکر کېږي، چې شايد په دغه ځای کې د ليټيومو او يورانيمو کان وي: ((له دې غره چې کومې اوبه راوځي زنګ وهلې او د استفادې ندي.))
د ياد خبريال په خبره، د سيمې خلکو له دوی سره په دې اړه معلومات شريک کړي، خو وايي، چې د نا امنيو له امله لا خپله سيمې ته ندی تللی. دی زياتوي، کان کېندونکې ډلې داسې وسايل له ځان سره راوړي، چې په ډبرو يې ږدي او د هغه په وسيله بيا يا کيندنه کوي او يا هم ډبرې په ماينونو الوځوي.
په ټوله کې ځايي خلک وايي، چې په ياده سيمه کې ډېر قیمتي کاڼي پيدا کېږي. د دوی په وينا له وړاندې په دغه دره کې پاکستاني او اوزبک جنګيالي دېره وو، چې تر جګړې ډېر يې په سيمه کې په معلوماتو راټولولو وخت تېراوه.
په سياګرد ولسوالۍ کې د پوليسو شمېر يوازې تر ولسوالۍ پورې محدود دی او کله چې چاڼيز عملياتو ترسره کېږي، نو وسله وال اورپکي او ورانکاره ډلې په غرونو او درو کې پټېږي.
د کانونو د برخې متخصص جاويد نوراني وايي، داسې زياتې کاني سيمې شته، چې بهرنيانو ورته لار پيدا کړې او په نښه کړې يې دي. دی وايي، يوازې دا نده، چې دوی دې د لويو کانونو په کشف پسې و وځي، بلکې د افغانستان شمالي سيمې ډېر قېمتي کاڼي لري، چې ان تر الماسو يې ارزښت لوړ دی.
د کانونو ماهرين وايي، د چيلان درې د کان شاوخوا علايمو نه په ډاګه کېږي، چې په دې ځای کې به سرب، يورانيم او ليټيوم وي. دوی په امنيتي چارواکو غږ کوي، چې ددې کيندنو مخنیوي ته ور ودانګي او مخنیوی یې وکړي.
د پروان والي عبدالبصير سالنګی وايي، په دې اړه ورته معلومات نشته، خو وايي، يوازې په کوه ساپي کې د کرومايټو يو کان شته، چې د کانونو وزارت له لوري يې له يوې کمپنۍ سره قرارداد شوی دی.