د څرخي پله زندانيان شکايت کوي، چې له هغو بنديانو سره ډېر په عذاب دي چې زندان کې جګړې کوي او حتی يو بل وژني. دوی ګواښ کړی، که حکومت د زندانيانو مافيايي شبکې سره خورې نه کړي، زر به زندان انفجار وکړي.
د روژې په ۲۷مه د څرخي پله زندان په درېيم بلاک کې د زندانيانو ترمنځ په خپلمنځي شخړه کې ديارلسو زندانيانو او دوو پوليسو ته ځانی زيان اوښتی و.
د زندانونو رياست مسوولين وايي، ډېری وخت د زندان د ساتونکو او مسوولينو ژوند په خطر کې لوېدلی او له زندان بهر د مافيايي کړيو له لوري ورته ګواښونه متوجه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د زندانونو رياست ډېری وخت تر هغې وروسته په څرخي پله زندان کې تلاشۍ او څارنې ته پاملرنه کوي، چې زندانیان سره وډبوي او یا امنیتي کسانو ته هم پکې مرګ ژوبله واوړي، مګر د مخنیوي په توګه پخواني تدابیر کمزوري او د نشت برابر برېښي.
د روژې په ۲۷مه د څرخي پله زندان په درېيم بلاک کې د زندانيانو ترمنځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوه، چې د يو شمېر زندانيانو په وينا په دې شخړه کې درې زندانيان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
له څرخي پله زندان څخه يوه بندي محور ته په تليفون وويل، دغه ډول پېښې معمولي دي او دا ډول شخړې ډېری وخت د جنايي زندانيانو او يا هم د نشه يي توکو د زنداني کاروبايانو ترمنځ پېښېږي، چې ان کله ناکله خو پکې د زندان ساتونکوته هم مرګ ژوبله اوړي.
د څرخي پله يوه زنداني محمد کريم محور ته وويل، کله چې داسې شخړې رامنځته شي، نو بيا پوليس مداخله کوي، چې هغوی بيا ګناهګار او بېګناه ټول د مرګ تر کومي وهي :((د دريو کلونو په اوږدو کې مې داسې ډېر وخت ليدلي، چې پوليسو په زندانيانو برقي ډنډې ماتې کړې دي.))
د کريم په خبره په زندان کې د داسې شخړو انګېزه، د زنداني زورواکو له لوري حکومت ته د زور ښودل دي.
د څرخي پله زندانيان ادعا کوي، چې د پوليسو يو شمېر مشران هم له ځينو خطرناکو بنديانو سره لاس لري، نو له دې امله هم ډېری وخت داسې کړکېچونه رامنځته کېږي :((که پوليس ورسره لاس ونه لري، نو زنداني نشي کولای جارحه وسايل او نشه يي توکي په دومره اسانۍ زندان ته داخل کړي او هلته پرې خپله بدماشي وچلوي.))
په څرخي پله زندان کې د زندانيانو جرمونه توپير کوي. په دې زندان کې داسې کسان هم شته چې په ۵۰ ډالره رشوت بنديان شوي، خو اوس یې په ۵۰۰۰ ډالره يې مدافع وکيلان نيولي دي.
د زندانونو رياست هم مني، چې په روژې مياشت کې په زندان کې نښته شوې، خو وايي، کوم زنداني پکې وژل شوی ندی، بلکې ټپيان يې لرل.
د زندانونو رييس جنرال اميرمحمد جمشيدي محور ته وويل، پدې خپلمنځي شخړه کې دوه پوليس هم خورا سخت ټپيان شول، چې د څو ورځو لپاره په روغتون کې بستر وو. دی وايي، دا ډول پېښې د مجرمينو له لوري هله رامنځته کېږي، چې کله په خبرو کې جوړ رانشي : ((ډېری وخت د زندان د ساتونکو او مسوولينو ژوند په ګواښ کې لوېدلی دی او په بېرون کې د مېشتو مافيايي کړيو له لوري ورته ګواښونه شوي او يا ترور شوي دي.))
دوی دا ردوي، چې پوليس دې له يو شمېر مافيايي زندانيانو سره لاس ولري، خو وايي، د وسايلو د نشتوالي له امله زندان ته جارحه وسايل او نشه يي توکي تر ډېره د ښځو له لوري داخلېږي، چې مخنیوی یې مشکل کار دی.
د څرخي پله زندان په ۱۲ بلاکونو کې دا مهال ۷۰۰۰ بندیان د بېلا بېلو جرمونو له امله ساتل کېږي.