د پاکستاني پوځ له لوري په افغان خاوره د راکېټي او تازه پيل شويو هوايي بريدونو پر وړاندې امریکا نه یوازې بې تفاوته نده، بلکې شک کېږي، چې په افغانستان د فشارونو د دوام لپاره دخیله ده.

داسې نښانې وجود لري، چې له وزیرستانونو څخه طالبان راکوچول کېږي او بیا په همدې پلمه ورپسې راکټونه راتوغول کېږي او دادی چې اوس الوتکې بمبارۍ کوي.

د ځايي چارواکو په وينا د روانې غبرګولي مياشتې له پيله پاکستاني پوځ ۹۵۰ توغندي په

کونړ راويشتلي او پرون سهار يې بيا هوايي بريد پيل کړی، چې پکې پنځه کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان شوي دي.

د ستراتيژيک تړون له مخې، امريکا به په افغانستان د هرډول تېري پرمهال د ياد هېواد ترڅنګ دريږي او د دفاع په برخه کې به ګام پورته کوي، خو له امریکا سره شوی ستراتیژیک تړون لا نه دی عملي شوی، نو د امنیتي تړون تضمین به څه وي. که عملي کېږي، نو لومړی بايد ستراتيژيک هغه ته پام شوی وای او امریکا د پاکستان له لوري د ويشتل کېدونکو توغنديو او هوايي بريدونو په تړاو د افغانستان پرخوا جدي درېدلې وای.

پرون سهار پاکستاني پوځ د کونړ ولايت دانګام ولسوالۍ په ګوريګا سيمه د دوو الوتکو په مرسته هوايي بريد پيل کړ، چې د ځايي چارواکو په خبره په بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ والي جلاله خان محور ته وويل، د غبرګولي مياشتې له پيله د پاکستاني پوځ راکېټي بريدونو زور اخستی او تر ۹۵۰ زيات توغندي يې په افغان خاوره راويشتلي دي، چې پکې يوتن وژل شوی او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

ځايي خبريالان وايي، ددې بريدونو له امله تر ۱۵۰ زياتې کورنۍ له سيمې کډه کولو ته اړ شوې دي.

سرچينې وايي، تېرکال چې له پولې پورې غاړې څخه راکټونه راتلل، نو په مرکز کې هم څو راکټونه په قضا، کلتور او کرهڼه ریاستونو ولګېدل، وروسته څېړنو ثابته کړه، چې دا راکټونه د پاکستان په درز غوبل کې له کوم بل لوري هم ویشتل شوي دي، شاید اشاره کومې پوځي اډې ته وه.

شنونکي وايي، د پاکستاني پوځ له لوري په افغان خاوره د راکېټي او تازه پيل شويو هوايي بريدونو په برخه کې امریکا نه یوازې بې تفاوته نده، بلکې شک کېږي، چې په افغانستان د فشارونو د دوام لپاره دخیله ده.

د دوی په باور دې موضوع ته هېڅ راز انتظار نه دی پکار، اړتيا ده، چې افغان امنيتي ځواکونه په مستقيمه توګه د عمل ميدان ته دننه شي، ځکه چې دا د افغانستان په حريم مستقیم تېری دی.

خو پوښتنه داده، چې ايا دا هلې ځلې د ډیورنډ لپاره کېږي، چې افغان لوری هم بلمثل عمل وکړي، که افغان لوری داسې عمل کوي، نو ګويا چې اسلام اباد خو نه ولي او مجبور خپله خاوره پښتونخوا وولي او د کرښې بلې غاړې ته پښتانه سټ کړي.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، بريد د ولس له لوري نه بلکې، د د پوځي قطعاتو له لوري کېږي او افغان لوري ته هم پکار ده، چې دغه ډول عمل د پوځ پر وړاندې تر سره کړي او نور يې ځواب ووايي.

دی وايي، افغان حکومت ته پکار ده، چې په دې برخه کې له خپلو ټول امکاناتو کار واخلي، نه دا چې  یوازې ملګرو ملتونو ته په شکایت اکتفا وکړي، ځکه چې ملګرو ملتونو په دې برخه کې هېڅ رول نه دی لوبولی:((نه به افغان لوری، خپل غږ ورسولای شي او نه به ملګري ملتونه په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.))

داسې نښانې وجود لري، چې له وزیرستانونو طالب اورپکي راکوچول کېږي او بیا په همدې پلمه ورپسې راکټونه راتوغول کېږي او دا دی، اوس الوتکې بمبارۍ کوي.

شنونکي وايي، ددې پرځای چې د دې بريدونو مخه ونيول شي او د اواري لار ورته پيدا شي، امريکا او ناټو دې مسئلې ته د شک په سترګه کوري او د عمل ډګر ته نه داخلېږي.

ځايي خبريال سيد عبدالله نظامي وايي، د پاکستاني استخباراتو ای اس ای او د امريکا استخباراتو سي ای اې، داسې تړون کړی، چې پاکستان به د امريکا ګټې خوندي کوي او امريکا به پاکستان ته زمينه سازي کوي او د هغوی په چارو کې به مداخله نه کوي، چې د افغانستان خاورې ته د ننه شي او يا هم بريدونه وکړي.

د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ بيا په دې باور ده، چې دا مسئله دې لومړی ملګرو ملتونو ته وړاندې شي، ځکه چې هغوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولی شي.

اغلې بارکزۍ وايي، که افغان حکومت له سياسي لارې ستونزه اواره نشي کړای، نو بيا دې د پاکستان په څېر بلمثل عمل تر سره کړي، د پاکستان مهمو برخو ته دې استخبارات د ننه کړي او فشار دې راوړي، چې پاکستان وويريږي.

د تېرې اونۍ په وروستيو کې افغان ولسمشر د پاکستاني پوځ د راکېټي بريدونو مسئله د ياد هېواد له لومړي وزير نوازشريف سره هم ياده کړه، چې هغوی يې د مخنوي ژمنه وکړه، خو دا دی، له دې ژمنې سره سمدلاسه پاکستاني پوځ افغان خاورې ته خپل هوايي ځواک د ننه کړی او د کونړ په دانګام ولسوالۍ يې هوايي بريد پيل کړی دی.

بلخوا د افغانستان ولسي جرګې د امنيتي سکتور مسوولين خپلې استجوابيه غونډې ته وربللي وو او د پولو او کرښو د ساتنې په برخه کې يې ترې پوښتنې وکړې.

د ملي دفاع وزير وويل، چې دوی په هر حالت کې د پاکستان ځواب ويلای شي، خو هڅه ک،ي، چې مسئله له ديپلوماتيکو لارو اواره شي: (( په دې برخه کې افغان حکومت خپل ټول توان پکار اچولی او له پاکستاني چارواکو سره يې جدي خبرې کړې دي.))

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال بيا وايي، چې دوی د سرحدونو د ساتنې لپاره هوايي ځواک او همدا ډول پراخه تجهيزاتوته اړتيا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *