پاکستاني رسنۍ، حکومت او دولتي بنسټونه په یو مخ داسې تبلیغات کوي، چې د پېښور په پوځي ښوونځي برید د افغانستان کار دی او د خپل پوځ لخوا د کونړ په څېر بریدونو ته د زور ورکولو لپاره توجیه لټوي.

د پېښور په پوځي ښوونځي برید د پاکستاني استخباراتو یوه ډرامه وه، چې له نړۍ څخه د ترورېزم د قرباني په توګه امتیازات واخلي او له بلې خوا د ډیورنډ په کرښه د خندق اېستلو لویه پروژه د دغه برید په غوغا کې له سترګو پټه کړي.

سره له دې چې پاکستان بیا، بیا افغانستان ته د ترهګرۍ په لمنځه وړلو کې د همکارۍ ژمنې ورکوي، خو په افغانستان کې یې د ملا فضل الله په لټون پسې د خپلو پوځیانو د را استولو خبره توده کړې ده.

پداسې حال کې چې د افغان سولې په اړه پر پاکستان د نړیوالو فشارونه مخ په زیاتېدو دي، پاکستان د پېښور په ډراماتیکي پېښې له نړیوالو د ترورېزم د یو قرباني هېواد په نوم د سولې په بهیر کې هم د ډېرو امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې دی.

پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو تر برید وروسته پاکستان سمدستي د پوځ مشر راحیل شریف کابل ته راواستوه. نوموړي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټ شوي مشر ملا فضل الله طرح کړی دی.

ملا فضل الله د پاکستان له امنیتي ادارو سره نږدې اړیکي لري او د پاکستاني طالبانو په مشرۍ یې له افغان طالبانو سره په ګډه د افغان حکومت ضد ډېرو عملیاتو کې برخه اخستې ده.

له بل لوري پاکستاني مقاماتو ويلي، چې له ولسمشر غني سره توافق ته رسيدلي چې په افغانستان کې د ملا فضل الله په موندلو کې ورسره مرسته کوي. البته چې افغان لوري کې له راحیل سره د مذاکراتو جزيات پټ ساتل شوي او دې ګونګتيا انديښنې زياتې کړې دي.

شنونکي وایي، اسلام آباد پدې کار سره غواړي په کور دننه د پاکستاني پوځ په اړه عامه ذهنیت بدل کړي، خپلو کمزورو ته دلایل ومومي، له ترورېزم سره په مبارزه کې د مدني ټولنو فشار راکم کړي او همدا شان له نړیوالو د تروېزم د قربانیانو په نوم لا زیات امتیازات ترلاسه کړي.

پر دې سربېره پاکستان غواړي سمدستي د پوځي ښوونځي په غوغا کې په ډیورنډ کرښه د خندق کېندل له خلکو هېر کړي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال له محور سره په مرکه کې وویل، په کور دننه، نړیواله سطحه او سولې بهیر کې د امتیازاتو اخستو لپاره د پېښور برید د پاکستاني پوځ او استخباراتو یو مانور وو.

ښاغلی لېوال وایي، خو افغان حکومت باید د دا شان ادعاوو په مقابل کې د حقیقت څرګندولو پراخ تبلیغاتي مراکز درلودای، چې متاسفانه په افغان حکومت کې د رواني جګړې رهبري ډېره کمزورې ده: ((افغان حکومت باید د دا شان ادعاوو په مقابل کې د تبلیغاتو داسې ارګانونه درلودای چې سمدستي یې د یو مشخص افغاني او رسمي موقف څرګندولو لپاره لابینګ کړی وای. د پاکستان خلکو او نړیوالو ته یې حقیقت څرګند کړی وای.))

د سیاسي چارو شنونکی کبیر رنجبر وایي، نړیوال او پاکستان پدې ښه پوهېږي چې افغان حکومت اوس په هغه حالت کې ندی چې د پاکستان زېږنده تروریستانو سره دې مرسته وکړای شي، خو پاکستان پخپلې دې ډرامې سره ډېر پلانونه لري چې افغان حکومت یې په مقابل کې باید محتاطانه اقدام وکړي: ((افغانستان د خپلو ادعاوو لپاره سلګونه اسناد او شواهد دوی ته وړاندې کړي، خو پاکستان د ترورېزم په ضد رښتینی اقدام نه کوي. دوی ان د خپلو اهدافو لپاره د ښوونځیو له ماشومانو هم استفاده کوي.))

همدا اوس افغان پوځ په دانګام کې له پاکستاني طالبانو او پوځیانو سره په جګړه بوخت دی، پاکستان په دا شان ادعاوو غواړي د کونړ په څېر بریدونو ته توجیه پیدا کړي.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: په ډیورنډ خندق، د پوځي ښوونځي په غوغا کې هېرېدونکی دی”
  1. په پردۍ خاوره کې د خندقونو کیندل پنجابیانو ته هېڅ ګټه نه کوي . ځکه غصب هر وخت د هر ښکرور له خوا کېدای شي . خو حقوق او حقدار دواړه پرخپل ځای لا شته .دافغان خاوره هېڅکله هم د انګرېزانو . امریکایانو جرمنیانو او د هغوی د لاسپوڅو په خوله او ملاتړ د پاکستان نه شي کېدای . هسې خوشې په خوشې دې بې اوماچه ځان نه خولې کوي . او نه دې د افغانانو پر عامه ذهنیت باندې رباب وهي . که نه نو پانجاب به یو ځل بیا د لوی هندوستان یوه برخه جوړه شي . او افغانستان به خپل (۵۰۰۰) کلن اصالت هماغسې د تېر په څېر ژوندی او خوندي وساتي . انشاءالله العزیز . ولې پاکستان به د تل له پاره بیا نه وي .

  2. واقعاء چی پاکستان غواری په داسی کارونو لکه دپیخور په پوزی خونزی بریدونو نری والو ته دا سابته کری چی دوی د ترویزم سره جنگیگی نو پدی سره دیرو امتیازات تر لاسه کولو تر سنگ دیورند دکرخی خندق کیندل د خلکو حیر کری پداسی حال کی چی دطالیبانو ترسنگ دپاکستان پوج په کونر دانگام کی جنگیژی
    مننه
    واحدالله غروال په هندوستان کی دانجینری دوهم تولگی محصل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *