د کندهار چارواکي وايي، په ياد ولايت کې په تېرو لسو مياشتو کې ۱۱۱ کسان په مرموز ډول وژل شوي، چې د دغو پېښو ۸۰ سلنه په ښار او ۲۰ سلنه بيا په ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازي وايي، له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا په دغه ولايت کې ۱۵۰۰ کسان چې ډېری يې قومي مشران او مخور دي، په نښه شوي دي. دوی د کندهار چارواکي او ځينې بانډونه تورنوي، چې په وژنو کې مستقيم او غير مستقيم ښکېل دي.
په تېرو لسو مياشتو کې په کندهار کې ۵۸ جنايي او ۵۳ سياسي وژنې شوې دي. په دغو وژنو کې له بېغږه توپنچو او داسې جنګي وسلو نه استفاده شوې، چې امنيتي مسوولين يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د کندهار امنيه قومندانۍ مسوولين وايي، په ياد ولايت کې په تېرو لسو مياشتو کې ۵۸ جنايي وژنې شوې، چې په تړاو يې۴۰ کسان نيول شوي دي. همدا راز په دغه ولايت کې ۵۳ سياسي وژنې شوې، چې په تړاو يې ۲۲ تورن کسان نيول شوي دي. د دغو پېښو ۸۰ سلنه په ښار او ۲۰ سلنه په ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي بيا د مرموزو وژنو او تورور کچه تر دې لوړه ښيي او وايي، په تېرو لسو مياشتو کې تر دې زياتې وژنې شوې دي.
د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي، په دغو وژنو کې د کندهار امنيتي مسوولين په ځانګړې توګه امنيه قومندان او نور پوليس چارواکي ښکېل دي.
دی وايي، امنيه قومندان د خلکو د وېرولو په خاطر ډېری کسان د طالب په نوم له محکمې پرته تر تېغ تېر کړي دي. د ښاغلي پښتون په وينا، ددې لپاره چې وښيي له طالبانو سره په مبارزه کې جدي دی، نو په داسې کړنو لاس پورې کوي: ((څو ورځې وړاندې يې د کندهار په ډنډ کې اته کسان ونيول، ټول يې ځای پر ځای ووژل او مړي يې د هغوی د کورونو مخته وغورځول. له دې مخکې يې هم له محکمې پرته وژنې کړي او مړي يې د ډنډ ولسوالۍ په ريګو کې غورځولي دي. د اوس لپاره د جګ نري غره په سيمه کې د وژل کېدونکو کسانو جسدونه غورځول کېږي او فکر کېږي، چې هورې يې ډلييز قبر جوړ کړی دی.))
د ولسي جرګې غړي وايي، هېڅوک د کندهار امنيه قومندان او امنيتي مسوولينو پر وړاندې غږ نشي پورته کولای، ان رسنۍ او خبريالان يې وېرولي دي.
د ښاغلي پښتون په وينا، له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا په دغه ولايت کې ۱۵۰۰ کسان چې ډېری يې قومي مشران او مخور دي، په نښه شوي دي. دی د کندهار چارواکي او ځينې بانډونه تورنوي، چې په دغو وژنو کې مستقيم او غير مستقيم ښکېل دي.
د کندهار والي توريالی ويسا د مرموزو وژنو او ترور انګېزې مختلفې ګڼي او وايي، ډېری دا ډول پېښې د خپلمنځي شخړو، د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو، د ځمکو د غاصبينو ترمنځ پېښيږي. ښاغلی ويسا وايي، ددې وژنو ډېره کمه برخه سياسي انګېزې لري.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي امير محمد محور ته وويل، د کندهار په رېګ سيمه کې له کوم ځنډ پرته هره ورځ تر دريو او يا هم زيات جسدونه مندل کېږي، چې په مرموز ډول وژل شوي وي. دی وایي په دې کې کله ناکله د ښځو جسدونه هم موندل شوي دي.
خو د کندهار امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانی په امنيتي مسوولينو لګېدلي تورونه ردوي او وايي، دوی هم ددغو وژنو د مخنيوي لپاره خپلې ټولې هڅې کوي. ښاغلی درانی وايي، مرموزې وژنې مختلفې انګېزې لري، چې په تړاو يې زيات کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.