د کانونو د څار يوه باخبره سرچينه وايي، د کانونو پخواني وزير وحيدالله شهراني تر استعفا مخکې ځینې متوسط کانونه د پارلمان وکيلانو او د ځينو زورواکانو کمپنيو ته ور قرارداد کړل. د شهراني شبکې او وکيلانو د قراردادونو ترلاسه کولو لپاره په وزيرانو شورا کې هم لابي کړی و.
د افغانستان په ۲۰۰۰ کاني ساحو کې ناقانونه سپړنې کېږي، چې زياتې برخې يې په مرکزی ولايتونو او سمنګانو کې دي. په اوسط ډول هره ورځ تر ۲۰۰ ټېلر موټر معدني توکي په ناقانونه توګه پاکستان او نورو هېوادونو ته وړل کېږي.
د ډبرو سکرو، مرمر ډبرو، قیمتي کاڼو، کرومايټ، فلورايډ، سرب، جست او نورو معدني توکو د کانونو سپړنه په نا قانونه توګه روانه ده، چې په قاچاقي توګه هره ورځ تر ۲۰۰ ټېلر موټرو پورې، چې ۱۰۰ لارۍ د ډبرو زغال تشکيلوي بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ايستل کېږي.
پر طبيعي سرچينو د څار شبکې مسوولينو محور ته ويلي، يوازې د کابل په خوا وشا سيمو کې په ۷۱۰ نقطو کې په غير قانوني توګه قیمتي او نيمه قیمتي ډبرې ايستل کېږي او همدا ډول په سمنګانو کې په ۳۸۶ نقطو کې د ډبرو سکاره اېستل کېږي، چې ګټه يې ټوله د زور واکانو جيبونو ته ځي :((د ورځې تر شپږو میلیونو ډالرو پورې د افغانستان کانونه د زورواکانو، سيمه ييزو قوماندانانو، سيمه ييزو پوليسو او ان د افغانستان د ملي شورا د يو شمېر غړو له لوري چور کېږي. ۲۰۰۰ ټنه کرومایت هره ورځ له افغانستانه په ناقانونه توګه ایستل کېږي. ۵۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره هره ورځ د افغانستان له پولو وځي او په ځینو برخو کې د حکومت مخالف وسله وال هم له دغه پيسو ګټه اخلي.))
نږدې شپږ مياشتې د مخه د کانونو وزارت د هغو۱۴۰۰ شرکتونه او اشخاصو نوملړ خپور کړ، چې په ناقانونه توګه کيندنې کوي.
پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړي جاويد نوراني محور ته وويل، دا مهال د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې په نږدې ۲۰۰۰ نقطو کې ناقانونه سپړنې کېږي. ښاغلی نوراني زياتوي، دغه کانونه د بمونو په وسيله الوځول کېږي او د اړتيا وړ څه ترې په ناوړه توګه ايستل کېږي.
تردې مهاله د ۲۴۰ کانونو قراردادونه شوي، چې درې هغه يې لوی دي او بايد په دې کې هغه ډول پانګونه شوې وای، لکه له وړاندې چې قرار داد کوونکو کمپنيو ژمنه کړې وه: ((ټاکل شوې وه، چې د مس عينک په کان کې درې ميليارد ډالره پانګونه شوې وای، خو تر دې مهاله ايله ۲۰۰ ميليونه ډالر پانګونه پکې شوې ده.
په شمال کې د تېلو په برخه کې چينايانو د يو ميليارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه معلومه نده. همدا ډول هنديانو د حاجيګک د اوسپنې په کان کې د يوولس ميليارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه، چې تر اوسه يې نده کړې.))
د کانونو د څار يوه باخبره سرچينه وايي، د کانونو پخواني وزير وحيدالله شهراني تر استعفا مخکې ځینې متوسط کانونه د پارلمان وکيلانو او د ځينو زورواکانو کمپنيو ته ور قرارداد کړل. دی زياتوي، د شهراني شبکې او وکيلانو د قراردادونو تر لاسه کولو لپاره په وزيرانو شورا کې هم لابي کړی و.
د کانونو د برخې متخصصين وايي، اوس يوازينۍ حل لاره چې د کانونو بحران کنترولولای شي د کانونو په قانون غور او تصويب دی، چې فعلي شرايط يې رامنځته کړي دي.
د کانونو وزارت ویاند رفیع صدیقي محور ته وویل :((د کانونو کوم قراردادونه چې ورکول کېږي، د جزیاتو په اړه یې د یو شمېر وزارتونو او لویو ادارو کمېسیون په ګډه پرېکړه کوي.))
دی زیاتوي، چې تردې مهاله هېڅ کوم داسې قرارداد نشته، چې ستونزه دې پکې وي.
پدې اړه د کانونو پخواني وزیر وحید الله شهراني له څه ویلو ډډه وکړه، خو پدې اړه یې د وزارت دریځ د تایید وړ وباله.
محور ته د خپلسریو قراردادونو او درغلیو په اړه اسناد رسېدلي، چې د مرکو په بنسټ به یې پرلپسې خپاره کړي.