پوهنه وزارت وايي، د ښوونځيو د اداري شورا ګانو په مرسته یې په تېرو پېنځو کلونو کې هغه ۷۰۰ ښوونځي پرانستي، چې د نا امنۍ له کبله تړل شوي وو.
فاروق وردګ د ښوونځيو اداري شوراګانو ملي کنفرانس ته ويلي، د لومړيتوب په توګه د پوهنې په چارو کې د خلکو ونډې، عامه پوهاوي او ولسي همکارۍ ته په اهمیت ورکولو توانېدلی، چې د معارف لس کلن پلانونه جوړ کړي او د یوې بلې لسیزې نړیوال مالي ملاتړ ورته ومومي.
د ښوونځيو اداري شوراګانو ملي کنفرانس ګډونوال د خپلو تجربو شریکولو په ترڅ کې غواړي هر ښوونځي ته ولسي ملاتړ شورا جوړه شي او دا شورا ګانې د انتخاباتو په وسیله تجدید شي.
له معارف څخه د ملاتړ ولسي شورا ګانو استازي په هغو ستونزو او ننګونو بحث کوي، چې د افغان معارف بهیر ټکنی کوي. دغه شورا ګانې چې د زده کوونکو له کورنیو استازو، قومي مخورو، ښوونکو او علماوو څخه جوړې شوې په افغانستان کې د معارف په ملاتړ کې په لوړه کچه مؤثره پروژه ارزول شوې ده.
د پوهنې وزیر فاروق وردګ دغه کنفرانس ته د وینا پرمهال په ډاګه کړه، چې د تعلیم نړیوال مشارکت (GPE) د پوهنې د انکشاف لپاره د شوراګانو همدې تشکيلاتو وهڅاوه چې له افغان معارف څخه یوه لسیزه خپل ملاتړ تضمین کړي.
ښاغلي فاروق وردګ ټینګار وکړ، له پخواني معارف سره د اوسني هغه توپير دادی، چې عامه پوهاوی، د خلکو مستقیمه ونډه او د معارف نظام په بهیر کې ولسي تصامیم یې لومړيتوب ګرځولی دی :((په داسې حال کې چې د معارف له انکشاف سره موازي جنګ روان دی، هغه لویه لاسته راوړنه نشو هېرولای، چې د ښوونځیو د ولسي حمایت په مرسته د سولې بنسټیزه کولو لپاره هلې ځلې کوي. کله چې د ښوونځي یو وسله وال مخالف د محلي شوراګانو په مرسته د ښوونځي په اهمیت پوهېږي او د نړولو پر ځای یې ساتنه کې ونډه اخلي همدا سولې ته د خلکو راستنول دي.))
په افغانستان کې پنځه کاله وړاندې ۱۱۰۰ ښوونځي د نا امنۍ او جګړې له امله تړل شوي وو، چې د معارف د ملاتړو شوراګانو په مرسته تردې مهاله ۷۰۰ یې بېرته پرانستل شوي او ۴۰۰ یې لاهم تړلي دي. وسله وال مخالفین د دغو ښوونځيو په بندولو کې مستقیماً ښکیل دي، داسې بېلګې هم شته چې ښوونځي یې سوځولي، په بمونو یې الوځولي او حتی ساتونکي یې وژلي دي. فاروق وردګ د شوراګانو استازو ته وویل، وسله وال مخالفین د ښوونځيو پر وړاندې د مخالفت هېڅ دلیل نلري، هغوی که له بهرنیانو یا افغان ځواکونو سره جګړه پلمه کوي، دا مقابله یې ولې د نازولو ماشومانو د خدای پېژندنې، انسان پېژندنې او نړۍ پېژندنې په مخ کې خنډ شي.
د پوهنې کیفیت لوړولو ملي پروګرام (ایکويپ) تردې مهاله د هېواد په کچه ۱۴۰۰۰ د پوهنې د ملاتړ شوراګانې جوړې کړې او په پام کې ده چې راتلونکی کال ۷۰۰ ورته نورې شوراګانې هم ایجاد شي. پوهنې لوړاوي ملي پروګرام په لومړۍ دوره کې ۱۴،۲ میلون ډالر او په دویمه دوره کې ۲۳،۴ میلون ډالر د ښوونځیو په رغونه او ایجاد لګولي او ځینو نورو خیریه ټولنو ۱۰ میلون ډالر له دې لارې مرسته کړې ده.
د پوهنې وزیر وايي، د معارف راتلونکې یوې لسیزې بشپړه تګلاره، پلانونه او ستراتيژي یې جوړه کړې او له ټولو برنامو سره د نړیوالې ټولنې د یوې لسیزې مرستې اطمېنان یې ترلاسه کړی دی. ده له شوراګانو وغوښتل چې د خلکو له ذهنونو د ۲۰۱۴ کال د بحران اندېښنه وتروړي او د معارف د روان کاروان په هکله یې کاملاً مطمين کړي.
د ښوونځيو د ملاتړ شوراګانو ملي کنفرانس دوه ورځې دوام کوي او پرېکړې به یې د ایکويپ ادارې کلنۍ تګلارې ته مسیر ورکړي.