له تور لېست څخه د یو شمېر افغان طالبانو د نومونو اېستل، پر پاکستان فشار او د سولې په خبرو کې د القاعدې، داعش او افغان طالبانو ترمنځ توپیر هغه مسایل وو، چې ولسمشر غني د سولې په اړه پرې له خپل امریکایي سیال بارک اوباما سره بحث درلود.

امریکا ته د ولسمشر غني په سفر سره درې کلن ځنډېدلې دیپلوماتیکي اړیکي له سره ورغول شوې او دغه هېواد له افغان پوځ سره په مرستې سربېره د اصلاحاتو لپاره  ۸۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه کړې.

((ولسمشر غني باید سر له ننه د خپل بهرني او کورني سیاست اساسي خطوط روښانه کړي. په دویم ګام کې دې په نظام کې اصلاحاتو ته تګلاره جوړه او عملي شي. که امریکا پدې اړه تضمین ترلاسه نه کړي مرستې ځنډېدلی شي.)) محمد اصف بکتاش

معلومات ښیي، چې ولسمشر غني له خپل امریکایي سیال بارک اوباما سره د سولې په اړه په لاندې موضوعاتو بحثونه کړي دي:

ـ که افغان لوری له طالبانو سره توافق ته رسېږي، نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لېست څخه به د یو شمېر افغان طالبانو نومونه اېستل کېږي.

ـ د سولې په پروسه کې باید د افغان طالبانو، داعش او القاعدې ترمنځ توپیر وشي.

ـ د افغان سولې په اړه پر پاکستان د صادقانه هلو ځلو فشار.

ولسمشر غني وویل، چې د سولې لپاره به یو ځانګړی میکانېزم جوړېږي او دا د سولې عالي شورا د اوسني میکانېزم ردېدل ښیي.

د ځانګړي میکانېزم رامنځته کول ځکه مهم بلل کېږي، چې په تخنیکي لحاظ د ډیالوګ لپاره زمینه مساعدېږي. ولسمشر غني په سوله کې یو قدم وړاندې ږدي او وایي، له یو شمېر طالبانو باید بښنه وغوښتل شي. ښایي د ولسمشر اشاره هغو طالب مشرانو ته وي، چې د طالبانو د سقوط پر مهال یې له کندهار څخه پخواني ولسمشر کرزي ته لیک واستوه او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ، چې ستا مشري منو او په وړاندې دې له مخالفت څخه لاس اخلو، خو د ژوند د تضمین په شرط.

خو ډېر ژر د پخواني ولسمشر کرزي د ژمنو خلاف امریکا په دغو طالبانو حملې وکړې او په کورنیو یې ورته فشار راوړ، دوی له حالاتو د تېښتې لپاره له کورنیو سره کوټې ته واوښتل او له موقع په استفادې پاکستان برمته کړل او بېرته یې د نظام پرضد ودرول.

خو پدې ټوله موضوع نه حل کېږي او که داسې وشي، نو ولس به فکر وکړي، چې په تېرو دیارلسو کالو کې د نظام په وړاندې د طالب جګړه برحقه وه، ځکه باید دغه چارې ته هم یو مشخص چوکاټ رامنځته شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني په خبرو یو انتقاد دا دی، چې ولسمشر پخپله وایي، زموږ مشکل له طالب سره نه، بلکې له پاکستان سره دی. دا خبرې له طالبانو د بښنې غوښتل ردوي.

د سیاسي چارو شنونکی فاروق میړنی وایي، ولسمشر غني درک کړې، چې امریکا په سیمه کې د دوامداره ماموریت لپاره افغانستان ته اړتیا لري او نوموړي یې هم په بدل کې د اوږدمهاله مرستو ژمنې ترلاسه کړې: ((سر له همدې ننه باید ولسمشر غني په نظام کې د تخنیکي او سیاسي اصلاحاتو لپاره لاس په کار شي. په یو نوي فکر او طرز د دغې پروسې پیلول د دوه اړخیزه اړیکو د دوام تضمین رامنځته کولای شي.))

د سیاسي چارو شنونکی محمد اصف بکتاش وایي، له ولسمشر کرزي سره د امریکا او ناټو د اړیکو خرابېدو لوی دلایل فساد او امنیتي تړون و، چې ولسمشر غني تړون وار له مخه لاسلیک کړی، خو د فساد د له منځه وړو لپاره هم جدي اقداماتو ته اړتیا شته: ((په نظام کې د قدرت او ثروت د مافیا شته والی جدي ننګونه ده. که ولسمشر په نظام کې اصلاحات را نه ولي، مرستې ځنډېدلی شي.))

په ورته وخت کې د نظامي چارو شنونکی فقیر محمد فقیر وایي، د ولسمشر له لوري د وسله والو ډلو جلاوالی ددې لپاره مشخص شو، چې یوه ډله هم د بل په نوم امتیازات نشي ترلاسه کولای: ((ولسمشر غني پخپلې بیانیې کې هغه څه وویل، چې امریکا یې اړتیا احساسوله.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *