د ولسمشرۍ د نوماندانو ځينې کمپاینرانو شکایت کړی، چې د خپلو سیالانو له خوا په پټه ګواښل کېږي او آن د نا امنۍ ځينې پېښې هم له داخلي کشمکش څخه سرچينه اخلي.

سرچينې وايي، داسې ډېرې بېلګې شته، چې انتخاباتي رقیبانو ترمنځ ځينې یې نامشروع او حتی خونړیو توطیو ته لاس غځوي.

یوې امنيتي سرچينې د دا ډول ادعاوو د تایيد په هکله په هرات کې د ډاکتر عبدالله د دوو کمپاینرانو وژل او په ننګرهار کې په یو پخواني سناتور بربنډ شوي اسناد کره ثبوتونه ګڼي.

په داسې حال کې چې ټاکنو ته درې ورځې پاتې دي، کاندیدان په سترو غونډو کې د ګډون پرمهال د خپل امنیت په اړه ډېر په وېره کې دي. دغه وېره یوازې ترهګريز بریدونه ندي، چې د طالبانو له خوا تنظمېږي. په تازه مرکو کې محور ته د ځينو کاندیدانو کمپاینرانو ویلي، چې له خپلو سیاسي حریفانو وېره لري او حريفان یې د سیالۍ خورا نامشروع هڅې کوي.

په ولایتونو کې ځينو کمپاينرانو ويلي، چې د ترور تر کچې د ګواښونو راپورونه یې ترلاسه کړي او چې هر څومره ټاکنو ته ورلنډېږي ګواښ جدي کېږي.

د ټاکنو څارونکي وايي، ټاکنې مافيايي کړيو او جنګسالارانو ته په لاس ورغلې او هغوی هڅه کوي، چې نور وګواښي او ځانونه بريا ته نېږدې کړي.

د ولسي جرګې د غړي کمال ناصر اصولي په وينا، هغه نوماندان تر ګواښ لاندې دي، چې د بريا چانس يې زيات دی. دی زياتوي، دا ډول نامشروع سيالۍ افغانستان د بحران په لور بيايي او د ټاکنو تر پايلو وروسته به بيا هم دوی هڅې وکړي، چې پايلې ونه مني او لانجې رامنځته کړي: ((په افغانستان کې خلک خپلې خوښې ته نه دي پرېښودل شوي او هر وخت ورباندې زورواکو او پخوانيو جنګسالارانو غوښتنې تحميل کړې، ځکه چې دلته هر څه د دوی په انحصار کې پاتې شويدي.))

دغه اندېښنې وروسته له هغه را پورته کېږي،چې یوې امنيتي سرچينې د دا ډول ادعاوو د تایيد په هکله په هرات کې د ډاکتر عبدالله د دوو کمپاینرانو وژل او په ننګرهار کې په یو پخواني سناتور بربنډ شوي اسناد کره کړل.

په وروستیو کې د ننګرهار د پولیسو د مشر په امضا داسې یو مکتوب رسنیو موندلی، چې پکې د یو سناتور له خوا د یو کاندید د وژلو د هڅې په اړه معلومات شريکوي او له مرکزه لارښوونه غواړي، که څه هم یاده موضوع ګونګه پاتې ده، خو یاد شوی سناتور د استاد سیاف نېږدې سړی دی. بل لور ته په هرات کې میاشت وړاندې د ډاکتر عبدالله عبدالله دوه کمپاینران په یو ماښام و وژل شول، چې اوس په ډاګه شوې، هغه وژنه کاملاً سیاسي وه او د طالبانو لاس پکې نشته.

راپورونه وايي، اوس مهال په پراخ شمېر کې ځانمرګي بريدګر اخستل کېږي او دا بريدګر مختلفې کړۍ اخلي او خپلو اهدافو ته پرې ځانونه رسوي.

د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي د کمپاین يو غړی لال پاچا ازمون وايي، تر وسله والو طالبانو اخوا نورې کړۍ هم شته، چې سياسي نفوذ نلري او هڅه کوي ډاکتر اشرف غني احمدزی له منځه يوسي.

دی وايي، په ننګرهار کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ترور هڅه وشوه، په هرات او کابل کې يې د غونډې د ګډوډولو هڅې وشوې، چې دا خپله د نورو هغو ډلو ټپلو له لوري ترسره کېږي، چې په ډيموکراسۍ او سالم رقابت باور نلري.

د ولسمشرۍ د يو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاين وياند فضل الرحمن اوريا وايي، د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې د دوی د مبارزو نهه کمپاينران وژل شوي او لس نور ټپيان شوي، چې د يو شمېر پړه يې وسله والو طالبانو منلې، خو ځينې بيا داسې دي، چې د ولايتونو په ښارونو کې ترور شوي دي. دی  د دغو ځينو پېښو پړه پر خپلو سياسي مخالفينو اچوي، چې په وینا یې، زموږ له بریا وېرېدونکي کسان یې ترسره کوي.

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، په ټوله کې په افغانستان کې کمپايني مبارزې ناسمې تعبيرېږي، ددې پر ځای چې نوماندان خلکو ته خپلې برنامې او پلانونه تشریح کړي، يو بل ښکنځي او ان هڅه کوي، چې په فزيکي ډول يې له دې بهيره حذف کړي، چې دې چارې ته سياسي بداخلاقي ويلای شو.

د ښاغلي لېوال په خبره، هغه نوماندان چې د ځان ناکامي ويني، دوی د خپل رقيب د له منځه وړلو پلانونه طرحه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *