د کانونو وزارت سرچينې وايي، دغه وزارت د سمنګانو ولایت د ډبرو سکرو په ۳۹۴ نقطو کې د ناقانونه کیندنو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
په دره صوف کاني حوزه کې د شباشک او دهنه تور پر کانونو سربېره په لسګونه نورو نقطو کې هم کاني مافیا غدۍ ګډه کړې او د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ لارۍ د ډبرو سکاره پاکستان ته لېږدوي.
ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې په سمنګان ولايت کې د ډبرو سکرو په کانونو تالان ګډ دی او سیمه ییز زوراکي یې بهر ته قاچاق کوي.
د کانونو وزارت يوې سرچينې محور ته وویل، يوازې د سمنګان ولايت له ۳۹۴ نقطو څخه په ناقانونه او غير مسلکي ډول د کانونو ايستل همدا اوس هم جریان لري.
سرچينې زياته کړه، په دغو کيندنو د امنيتي ارګانونو تر څنګ ماليې وزارت او پخپله د کانونو وزارت هم خبر دی، خو یوه سیمه ییزه زورواکې ډله کار کوي چې دغه کاني انرژي له هېواده بهر ته قاچاق کړي.
په غیر مسلکي ډول ددغو کانونو د کیندنو له امله ډېر وخت کان کیندونکو ته مرګ ژوبله هم اوړي او غیر فني استخراج کانونه له خاورو سره برابروي.
د کانونو د برخې ماهرينو په افغانستان کې د ډبرو سکرو زېرمې په پنځو لويو برخو وېشلې دي، چې د پلخمري، سيغان، اشپشته، دره صوف، نارينچال، د نمک اب او سبزک هرات حوزې یادېږي. دغه حوزې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ډبرو سکرو يوولس کانونه پخپله لمن کې رانغاړي، خو اوس د دغو حوزو په تړاو راپورونه دي، چې په کابو ۴۵۰ نقطو کې يې کيندنې روانې دي، چې ۸۰ سلنه يې ناقانونه او غیر مسلکي دي.
په افغانستان کې له ١٣٧١ لمريز کال وړاندې د جيولوجي تر سره شوې سروې په ډاګه کړې وه، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو زېرمې ١٢٤ ميليون ټنو ته رسېږي.
ځايي چارواکي او اوسېدونکي هم مني، چې له سمنګان ولايت نه د ډبرو سکرو انتقالاتو زور اخستی دی. دوی وايي، هره ورځ له دغه ولايت څخه د ۱۰۰ او ۱۵۰ لاريو پورې ډبرو سکاره اېستل کېږي، چې په هره لارۍ کې تر ۵۰ ټنو پورې ډبرو سکاره ځایږي.
د مشرانو جرګې غړې عزيزه مصلح وايي، دغه سکاره د کابل ده سبز سيمې ته راوړل کېږي او له هغه ځايه بيا پاکستان ته لېږدول کېږي: ((ټولې لارۍ له تورخم ګمرک نه تېريږي، خو د دولت خزانې ته يې يوه افغانۍ هم نه ورځي، ټولې پیسې یې زورواکي پخپلو منځو کې تقسیموي.))
د ځايي خلکو او چارواکو تر ټولو لويه اندېښنه هم داده، چې دغه کانونه په غير فني ډول ايستل کېږي، له ماشومانو پکې کار اخيستل کيږي او که په راتلونکي کې مسلکي کار پکې پيلېږي، نو ټول کانونه زيانمن شوي او يا هم سوځېدلي دي.
د قیمت الله په نوم د کان یو کارګر محور ته وویل، پوهېږي چې غیر قانوني استخراج کېږي، خو د غریبۍ له وجې د ورځې په ۵۰۰ افغانۍ کار کوي او ډېری ورسره ماشومان دي: ((په کانونو کې نامسلکي سپړنې کېږي، اوس هغه صوفونه په پرېوتو دي، چې غير معياري او مسلکي کار پکې تر سره شوی دی، نو له همدې امله يې په دې وروستيو کې په کانونو کې د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې ګراف هم لوړ شوی دی.))
د کانونو وزارت وياند رفيع صديقي هم مني چې ځینې کانونه په غیر قانوني او غیر مسلکي ډول سپړل کېږي. د ښاغلي صدیقي په وینا، په سمنګان ولايت کې ۲۷۷ نقطو کې کيندنې دوام لري، خو په یو کم شمېر کې یې غیر قانوني دي.
دی زياتوي، کانونو وزارت د غیر قانوني او غیر مسلکي کیندنو د مخینوي لپاره کوم اجرائيوي ځواک نلري، خو ښاغلی صديقي ډاډ ورکوي، چې د وزارت له لوري په دې برخه کې يو کمېسيون ټاکل شوی، چې مخه يې ونيسي او څېړنې وکړي.
ښاغلي صديقي له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې د زورواکو او هغو کسانو د نيولو او محاکمې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، چې په ناقانونه توګه د هېواد طبيعي شتمنۍ لوټي.