د افغانستان اوسنی ولسمشر چې د کار دوره یې پای ته رسېدلې، ځان جوړوي، چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې قوي سیاسي اپوزیسیون جوړ کړي. حامد کرزی وايي، انتخاباتي سیالان چې د ملي یوالي په حکومت موافقه وکړي، بیا د اپوزسیون جوړول یې مانا نلري.
له نړۍ او په تېره له امریکا سره د اوږدو نانندریو له کبله حامد کرزی په سیاسي مروداتو کې څنډې ته ښکاري، خو پلویان یې وايي، هغه لګیا دی، چې د ارګ له یوې څنډې څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې داسې یو اپوزسیون رهبري کړي، چې تر حکومت زیات په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې کردار وننګوي.
کله چې د ولسمشر کال وړاندې بیانونو ته ورستانه شو، نو واضح موندلی شو، چې ولسمشر کرزی غواړي له دې وروسته د یو حکومت مشر پر ځای د یو قومي مشر او د یو ولسي جریان د یو اداره چي په حیث له نړیوالې ټولنې سره خپلې مقابلې ته دوام ورکړي. دده په خبره چې ځان په یو ولسي چوکاټ کې غښتلی ويني او له دې لارې به د امریکایانو نظامي او ديپلوماتیک فعالیتونه هر وخت ننګوي.
معلومات په ډاګه کوي، چې هغه خپل نږدې پلویان هڅولي، چې له حکومت څخه ووځي او د یو نوي جریان په اډانه کې سره راټول شي، خو دا جریان به یو حزب نه، بلکې د بېلابېلو ټولنو او اشخاصو اجتماع وي، چې یا د نړیوالو له کړنو ناراضه دي او یا غواړي له حکومت څخه د باندې د فشار د یوې بلې قوې په توګه په سیاسي صحنه کې وجود ولري.
د ولسمشر کرزي د حکومت ډیری غړي اوس یا په اصلاحاتو او همپالنې او یا هم تحول او تداوم ټيمونو کې فعالیت کوي، چې د نوي حکومت په تشکیلاتو کې ځان ته ځای ومومي، خولاهم د ښاغلي کرزي داسې پلویان شته، چې حکومتي دندې به پریږدي او د یو قوي اپوزیسیون په دننه کې به د ولسمشر کرزي تر لارښوونه لاندې فعالیت ته دوام ورکوي.
لوديځ څارونکي وايي، د افغانستان په اوسنیو شرايطو کې له ګڼو ستونزو سره، سره کرزی لاهم یوازینی کس دی، چې په خلکو کې پوره محبوبیت لري او د انتخاباتو وروستیو کشالو لدې کبله لا نوموړي ته د خلکو توجه ور واړوله چې تېر دوولس کلن حالات یې څرنګه سره پخلا کړي وو.
د حامد کرزي د نفوذ ستره حوزه ولایتي مخور او قومي مشران ګڼل شوي، چې په ټول افغانستان کې د یو جال په توګه خواره دي او په تېرو دوولسو کلونو کې په پستو خبرو او ښې راشې درشې سره د نوموړي له خوا په اعتماد کې ساتل شوي دي. بله کتله هغه ملایان او د طالبانو خواخوږي دي، چې جګړه بده، اما یو مجبوریت ګڼي، خو د سیاسي حل لارې موندلو تږي دي. کېدای شي کرزی د دویمه کټګوري متنفذینو په مرسته وکولای شي، په طالبانو کې هم نفوذ وکړي.
ولسمشر کرزي وړمه ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې وویل، کله چې د ملي یوالي حکومت تشکیل شي، بیا هغوی له اړخه د اپوزیسیون جوړېدل مانا نلري، د ولسمشر کرزي اشاره دې ته وه، چې د راتلونکي اپوزسیون جوړېدو حق یوازې له ده سره خوندي دی.
په جنجالي انتخاباتي شرايطو کې د ولسمشر کرزي بې تفاوتي او ارام حرکت په ډاګه کوي، چې هغه یو بل اقدام ته ځان جوړوي او دی به د افغانستان د پخوانیو مشرانو په توګه له سیاسي صحنې سره په اسانه خدای پاماني ونکړي بلکې ګڼل کېږي، چې پنځه کاله وروسته بل اقدام ته ځان جوړوي.
څېړونکي وايي، هغه د روسیې د مشر پوتین تجربه تکراروي او غواړي تر ۲۰۲۰ کاله چې په سیمه کې د نویو پېښو د رامنځ ته کېدو امکان دی، په ټول قوت سره فعال پاتې شي.
خلک خو به هر څه وایی، خو فکر نه کوم چه کرزی د دومره زورور محبوبیت ولری ،چه خلک د په ده باور وکړی او که خلک دا دلیل راوړی چه یره نو د کرزی په دوره که ارا می وه او یو ه پخلاینه وه ، خو زه په دی باوریم چه که بل هر ریس جمهور دومره اختیار شمال ټلواله ته ورکړی نو بیا خیر خیرت دی همدا اوس که اشرف غنی د کرزی په شان معامله وګړی او د خپل واک اتیا سلنه جمعیت ته ورکړی نو بیا هیځ مسله نشته- او دا هم باید په یاد ولرو چه دا اوسنی حالت د کرزی د حکومت محصول دی. مننه