د مدني ټولنو فعالین ګواښ کوي، چې که ولسي جرګه د ولسي استازو په نوم ناوړه معامله ګریو ته لا دوام ورکړي، دوی به یې پر ضد را پاڅي او د جرګې د انحلال غوښتنه به وکړي.
دوی د ولسي جرګې زیات شمېر غړي ملامتوي چې؛ د قوم، سیمې، جنګي ډلو او مافیایي تمایلاتو پر بنسټ یې چلند کړی، نه یې حکومت اصلاحاتو ته اړ اېستلی او نه یې خپله د مقننې قوې رول ادا کړی دی.
د اداري هیئت ټاکنې، د ولسمشر لومړي مرستیال ته رایه، د نوي حکومت کابینې ته اعتماد رایې او د ۱۱ تقنيني سندونو تصویب به د ولسي جرګې د څلورم تقنيني کال لویې ننګونې وي.
د ولسي جرګې د اداري هیئت په توګه د لومړۍ مرستیالۍ لپاره د میرویس یاسیني، حاجي ظاهر قدیر، د دویمې مرستیالۍ لپاره صالح محمد سلجوقي، نعمت الله غفاري، د لومړي منشي چوکۍ لپاره عبدالقادر قلاتوال، سید اکرام او د دویم منشي چوکۍ لپاره د عرفان الله عرفان نومونه په ډاګه شوي دي.
د څلورم تقنیني کال له پیل سره چې نن (د شنبې په ورځ) پرانستل کېږي ولسي جرګه سږ له نویو او جدي ننګونو سره مخ ده او په ورته وخت کې د حکومت پر اعمالو د ولسي جرګې د تېر کال کمزوري نظارت، د قوم، سمت، حزب، جنګي ډلو او له ولسي ادرسه معامله ګریو د مدني ټولنې غړي غوسه کړي او اخطار ورکوي چې؛ که سږ هم ولسي جرګه خپل مسیر سم نه کړي، نو د ولسي رایو پوښتنې ته به راپورته شي.
د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز مسوول حیات الله حیات محور سره په خبرو کې په مقننه قوې تور پورې کړ، چې تېر تقنیني کال یې د حکومت پر اعمالو نظارت کمزوری و او ان په ځینو مسایلو کې د حکومت د کارونو خنډ وګرځېدل: ((سږ د افغانستان په تاریخ کې مهم کال دی، ټاکنې کېږي، بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، د امنیتي تړون پرسر چنې روانې دي، لومړی مرستیال ټاکل کېږي، نوې کابینه ټاکل کېږي او ځینې جنجالي قوانین به بیا د تصویب لپاره جرګې ته راوړل کېږي؛ چې که، د ولسي جرګې نظارت د تېر کال په شان کمزوری او ان په صفر کچه وي، نو موږ به غلي پاتې نشو، کنفرانسونه به راوبولو، اعلامیې به خپرې کړو، لاریونونه او ان د ولسي جرګې د انحلال غږ به پورته کړو.))
د ولسي جرګې غړې مسعوده کرُخي هم مني چې؛ تېر کال د حکومت پر کړنو د ولسي جرګې څار ډېر کمزوری و او په یو شمېر مسایلو کې ولسي جرګې د حکومت په مقابل کې د قانون خلاف جنجالي دریځ درلود: ((ولسي جرګه به سږ هم د تېر کال په شان له ګڼو جنجالونو سره مخ وي، د اداري هیئت د ټاکلو لپاره همدا اوس پارلماني ګروپونه او حزبونه د قوم او سمت په نوم چنې وهي. راتلونکې ټاکنې هم د وکیلانو د وېشلو باعث شوې دې او دا ټول د ولسي جرګې داخلي کارونه ناهمغږي کوي.))
د یو شمېر وکیلانو په وینا، د ولسي جرګې د تېر کال موقف ته د دوو نورو قوو (اجرائیه او قضائیه) ترمنځ د جنجال رامنځته کوونکي نوم ورکول کېږي او همدغه څه د ولسي جرګې په اړه ولسي ذهن بدل کړی دی.
د مدني ټولنو غړی او د سیاسي چارو شنونکی محسن هادي وایي، د ولسي جرګې ډېری غړي له ولسي ادرسه معامله ګري کوي: ((دوی د حکومت پر اعمالو د څار په نوم ددې پر ځای چې د ولس ستونزې راکمې کړي، زیاتوي یې او که حالت همداسې دوام وکړي، موږ به د دوی پرضد له خپلو ټولو مدني حقونو استفاده وکړو.))
د ولسي جرګې غړی نواب منګل د دغو جنجالونو په رامنځته کېدو کې حکومت هم ګرم بولي او په وینا یې قضایه قوې مقننه قوې ته سرخوږی رامنځته کړی دی: ((موږ قوانین تصویب کړل، خو په قضایه او اجرائیه قوو کې ناهمغږي او بې غوري ددې باعث شول چې؛ ولسي جرګه ناکامه وبلل شي.))
تېر کال کې د ولسي جرګې د دویم مرستیال صالح محمد سلجوقي د معلوماتو په اساس، ولسي جرګې تېر کال ۱۹ سندونه تصویب کړي او ټاکل شوې سږ ۱۱ نیمګړي سندونه یو ځل بیا د تصویب لپاره عمومي تالار ته راوړل شي: ((په حکومت زموږ نظارت کمزوری و، خو ټول عوامل یې په ولسي جرګه کې نه ول او پدې حالت کې ځینې بیروني عوامل هم شامل دي.))
ښاغلي سلجوقي ومنله چې؛ د ولسي جرګې د دویم مرستیال چوکۍ ته نوماند دی او خپله غوښتنه به نن په رسمي ډول د ولسي جرګې په تالار کې مطرح کړي.
دا ولسی جر ګه یا د اولس وینی او زوی خو ړو نکی جر ګه ۹۸ فیصده غله ډا کوان او د ملت د سر سودا کوونکی دی ددوی نه د خیر تکمه نده پکار
When Karzai accepted briefcases full of dollars from Iran he broke the laws, and that is why other government officials and MP’s were encouraged to do the same things.