د ډاکتر غني پلويان په نوموړي انتقاد کوي، چې ګټلی میدان يې خپل حريف ته پرېښوده.
د ټاکنو په کمېسيون کې تر دې مهاله د غني اته لکه رايې تفتيش شوې، چې يوازې ۱۴ زره يې باطلې شوې. د څارونکو په باور په دې تناسب غني په مطلق اکثريت ګټونکی و او د واک د وېش هېڅ اړتيا نه پېښېده.
دغه ائتلاف چې لايې د تعميل برخليک ناڅرګند دی، په افغانستان کې يې انتخاباتو او ولسواکۍ ته دروند ګوزار ورکړی دی.
د غني پلويان او څارونکي وايي، بايلونکی کانديد تر ګټونکي په لوړ مقام کې شو او ګټلی میدان يې خپل حريف ته پرېښود. دوی وايي، بايلونکي کانديد په راتلونکي حکومت کې تر توقع ډېره ونډه ورخپله او تضمين کړه.
د ټاکنو په کمېسيون کې تر دې مهاله د ډاکتر اشرف غني اته لکه رايې تفتيش شوې، چې يوازې ۱۴ زره يې باطلې شوې. د څارونکو په باور په دې تناسب غني په مطلق اکثريت ګټونکی و او د واک د وېش هېڅ اړتيا نه پېښېده.
معلومات په ډاګه کوي، چې عبدالله عبدالله اجرائيوي پوست ته نه راځي او تر دوو کالو پورې به پخپل ځای اپوزيسيون پاتې شي، نوموړی به يوه باصلاحيته صدارت ته ځان جوړ کړي.
د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو له لوري لاسليک شوې موافقه په ډاګه کوي، چې تر دريو مياشتو پورې به د افغانستان امنيتي مسوولين په خپل ځای پاتې کېږي، خو د چارو شنونکي اندېښنه ښيي، چې په داسې حالاتو کې به بايلونکی کانديد ډېر نفود وکړي او بالاخره دا کسان به پخپلو ځایو پاتې شي.
د چارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، کله چې دوه کاله وروسته د قانون د تعديل او د اجرائيوي پوست، صدراعظمۍ څوکۍ ته د بدلولو په هدف، لويه جرګه را غوښتل کېږي، بايلونکي لوري به ډېر کار کړی وي.
دی زياتوي، په لومړي سر کې هم معامله په دې خرابه شوه، چې د اجرائيوي پوسټ او دفاع وزارت يې غوښتي و، اوس چې تر دريو مياشتو پورې د امنيتي پوستونو مسوولين په خپل ځای پاتې کېږي، نو اندېښنو ته یې ځواب ویل شوی دی.
د ښاغلي ځواک په وينا، د امنيتي پوستونو وېش د ولسمشر د واکونو وېش دی، خو د لاسليک شوې اعلاميې له مخې تعينات به د اپوزيسيون په خوښه کېږي، حال داچې اجرائيه قوه بايد له ولسمشر سره وي.
د ده په خبره د عبدالله عبدالله هڅه دا ده، چې هم د حکومت په اقتصادي او هم امنيتي برخو کې د رهبرۍ په کچه نفوذ وکړي: ((دوی په دې ډول سره غواړي، خپل تېر حاکميت ته دوام ورکړي، چې نه د تېر حساب ورسره وشي او نه يې مافيايي کړۍ خرابې شي، نو له دې امله د مهمو او کليدي پوستونو د ترلاسه کولو لپاره يې مزاحمتونه کول او د ټاکنو پروسه يې ننګوله.))
د سياسي چارو شنونکي فاروق بشر وايي، دواړه کاندیدان خپلې غوښتنې نشي همغږې کولای، نو دا به په راتلونکي حکومت کې د دواړو ترمنځ يو لوی سرخوږی وي. دی زياتوي، کله چې د حکومتي ادارو وېش او د کارونو د ترسره کولو خبره مطرح کېږي، د دواړو لوريو ترمنځ به پهلوانۍ او کشمکشونه اوج ته ورسيږي، ځکه چې د دوی د طرحو او فکرونو ترمنځ لوی واټن موجود دی.
ښاغلی بشر نيوکه کوي، دغه ائتلاف چې لا يې د تعميل برخليک ناڅرګند دی، په افغانستان کې يې انتخاباتو او ولسواکۍ ته دروند ګوزار ورکړی دی.
ګران هیواد د (۳۶) کلونو جنګونو په نتیجه کې تقریبا په هرڅه کې دبهرنیانو پر مرستو متکې دې. نو ویلای شو چې اولسواکې دغرب خصوصا دامریکا او دهغوی دنا زولو زامنو ( دعبدالله عبدالله اودده دبدمعاش ټیم ) دګټو قربا نې شوه. ددوی غمخور اوپلار جان کیرې بابا دشمالې ټلوالې په ګټه پریکړه وکړه.