د کليوالي پراختيا سرچينو خبرداری ورکړی، چې لاهم په افغانستان کې ۷۰ سلنه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

په نيمروز، اندخوی، ايبک، فراه، شبرغان او د فارياب په دريو ولسواليو کې ځايي اوسېدونکي يوه بوشکه د سېند او ويالې اوبه له ۶۰ تر ۱۰۰ افغانيو پېري، چې هغه هم صحي نه وي.

د افغانستان په يوشمېر وړو ښارونو کې د پاکو اوبو د کموالي په اړه افغان چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړې، چې دا ستونزه هواره کړي، خو په ټوليزه توګه دې ستونزې ته د پای ټکی ندی اېښودل شوی او ان دې چارې ګڼ شمېر خلک اړ کړي، چې خپلې مېنې پرېږدي او کډوالي ژوند ته مخه کړي.

په افغانستان کې د اوبو رسولو او کانالیزاسيون شرکت چې په هېواد کې د پاکو اوبو د رسولو مسووليت ور په غاړه دی، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکو اوبو ۳۰ پروژې بشپړې کړې دي. ددې شرکت مشر انجينر داد محمد بهير محور ته وويل، په ټول هېواد کې د پاکو اوبو رسولو ۱۳ شبکې فعالې وې، چې اوس يې شمېر ۴۳ ته لوړ شوی دی. دی زياتوي په دغو پروژو ټوليز ۲۲۰ ميليونه ډالره لګښت شوی، چې د نړيوالې ټولنې له لوري ورکړل شوې دي: ((په هغو سيمو کې چې وګړي يې پاکو اوبو ته لاسرسی نلري لومړيتوبونه ورکول کېږي، څو خلکو ته زر دا خدمات برابر شي.))

ښاغلی بهير زياتوي دا مهال په لويو ښارونو کې ۴۰ سلنه کسان پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د محور ورځپاڼې موندنې په ډاګه کوي، چې د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار او ګنګ ولسوالۍ اوسېدونکي هم دا مهال پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

ځايي خلک وايي، په ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه د استفادې نه دي او يا هم ډېرې ژورې دي، چې تر لاسه کول يې د ولسي خلکو له توان وتلی کار دی.

دوی نيوکه کوي، چې د هلمند سېند له زرنج ښار څخه تيرېږي او اوبه يې ايران ته ځي، خو مسوولين لا نه دي توانيدلي، چې له دې سيند څخه خلکو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې کړي.

د اوبو رسولو د شرکت مسوولين وايي، د سمنګان مرکز ايبک ښار، د شبرغان په اندخوی، فراه، بادغيس او د فارياب په دريو ولسواليو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د داد محمد بهير په وينا دا مهال په هغو ولايتونو او سيمو کې چې خلک يې د پاکو اوبو له جدي ګواښ سره مخ دي، د شل لېټره اوبو بيه له ۶۰ تر ۱۰۰ افغانيو پورې ده: ((د دغو سيمو اوسېدونکي له خورا لرې واټن له سېند او ويالې اوبه راوړي، خو هغه هم پاکې او صحي نه وي.))

په دغو سيمو کې يا د اوبو سطحه ډېره ټيټه ده او يا يې هم اوبه د استفادې وړ نه دي: ((په زرنج ښار کې اوبه د استفادې وړ نه دي، چې له ښار ۲۰ کيلو متره لرې د اوبو د يوې شبکې د فعالولو چارې روانې دي. په ايبک ښار کې په ۶۰۰ مترو کې اوبه موندل کېږي، چې اوس له ښار ۴۰ کيلومتر وتلې ورته يوه شبکه فعاليږي.  په اندخوی کې اوبه نشته، خو له ښار ۹۰ کيلومتره وتلې په يوه شبکه کار روان دی، چې ښار ته اوبه راولېږدول شي.))

د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت د نشراتو مشر ښاغلی نعيمي وايي، په تېره يوه لسيزه کې ۳۰ سلنه خلکو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی. دی زياتوي، لاهم ډېرې داسې سيمې او ښارونه شته، چې اوسېدونکي يې د پاکو اوبو د نشتوالي له بحران سره مخ دي او دا ستونزه ورځ تر بلې جدي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *