ډاکتر فاروق وردک

د افغانستان د پوهنې وزیر (د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت) د پروګرامونو د ښه مدیر او د نړۍ په کچه ددې پروګرام لپاره د مرستو راټولو او د هغه د پایښت د استازي او مخکښ لقب ګټلی دی.

فاروق وردګ به د پوهنې د نړيوال مشارکت (GPE) د ۶۰ غړو هېوادونو له خوا په نړيواله کچه تعليم ته د مرستو د راجلبولو لپاره د نماينده په حيث هلې ځلې کوي، چې ددې شپېتو هېوادونو له ډلې څخه يو يې هم افغانستان دی.

د لندن په نړيوال کنفرانس کې له افغانستان سره د ګڼو مالي مرستو ژمنه شوې ده او ترڅنګ به يې ترکيه، د افغانستان په هر ولايت کې يو ښوونځی جوړوي.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ په دې ورستیو کې لندن، ترکیې او اسلام اباد ته د سفرونو په ترڅ کې د افغانستان د پوهنې له بهير سره د نړۍ د ۱۱۰ هېوادونو د پوهنې د وزيرانو د دوامداره مرستو ژمنې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي وردګ په لندن کې د ۱۱۰ هېوادونو د پوهنې د وزيرانو په غونډه کې د افغانستان د پوهنې د وروستيو پرمختګونو او لاسته راوړنو تر روښانولو وروسته د هېواد د پوهنې له بهير سره د مرستو د دوام ژمنې خپلې کړې دي.

‎د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل وايي، د پوهنې وزیر ته په دې کنفرانس کې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت (GPE) د ۶۰ غړو هېوادنو د مالي مرستو د را جذبولو او ددې پروګرام د پایښت د استازي او مخکښ لقب ورکړل شوی دی.

افغانستان چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت غړیتوب ترلاسه کړی، وتوانید چې د را تلونکو کلونو لپاره د دغه مشارکت د څه باندې ۵۵ میلیون ډالرو نورې مرستې ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي: ((پوهنې وزارت تردې وړاندې هم څه باندې ۵۵ میلیون ډالره له دې پروګرام څخه ترلاسه کړي، چې اوسمهال د هېواد په ۱۳ هغو ولایتونو کې چې د نجونو د زده کړې کچه په کې ټیټه ده، لګول کېږي.))

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس زیاتوي، ترکیې ته د پوهنې وزیر د خپل وروستي سفر په ترڅ کې پدې بریالی شوی، چې د هغه هېواد ژمنه ترلاسه کړي، چې د افغانستان په هر ولایت کې به د افغان ـ ترک یو ښوونځی جوړوي او افغان زده کوونکو ته به د باکیفیته زده کړو اسانیتاوې برابروي.

دا مهال د هېواد په شپږو ولایتونو کې د افغان ـ ترک ۱۷ ښوونځي فعال دي، چې نېږدې ۵۰۰۰ زده کوونکو ته پکې د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په ورته وخت کې د پوهنې وزیر د یونسکو له لوري (پوهنه د ټولو لپاره) EFA د یوولسم کلني راپور د خپرېدو په غونډه کې چې د پاکستان په اسلام آباد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ. ددې رپوټ موخه په نړیواله کچه د پوهنې د وضعیت څېړل او د پوهنې برخې ته د نړیوالو د پاملرنې او همکاریو راجلبول دي.

په دې پروګرام کې د پوهنې وزیر له نړیوالو غوښتي، چې په افغانستان کې د پوهنې له برخې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزارت مسوولين د مرکزي احصايې لخوا وروستۍ تر سره شوې سروې ته په اشارې سره وايي، چې پوهنې وزارت توانیدلی د تېرو څو کلونو منظمو هڅو پر بنسټ د افغانانو د سواد کچه ۳۸ سلنې ته ورسوي.

دوی زیاتوي، چې په راتلونکو څو کلونو کې به د لوستو افغانانو شمېره ۵۸ سلنې ته ورسېږي: ((د پوهنې وزارت په تېرو څو کلونو کې د هېواد د ۱۲ میلیونه نالوستو کسانو له ډلې څلور میلیونه کسان باسواده کړي دي. د سواد زده کړې په برخه کې یوازې سږ کال نېږدې یو میلیون له ښوونځي لرې پاتې او د لوړ عمر لرونکي کسان پر زده کړو بوخت دي، چې ۶۲ په سلو کې یې ښځې جوړوي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *