بيارغونه به ترکومه قرارددي بڼه لري؟
که څه هم ډېرى افغانان د بيا رغونې په روان بهير ګڼې نيوکې لري او له کيفيت څخه يې نا راضه دي، خو افغان دولت بيا په تېره يوه لسيزه کې د هېواد د سړکونو د ګڼې برخې بيا رغونه له خپلو لاسته راوړنو څخه ګڼي او وايي چې په تېرو لسو کلونو کې يې د نړيوالې ټولنې په مالي مرسته په ټول هېواد کې نږدې ۷۸۰۰ کيلومتره سړکونه پاخه او جوړ کړي.
د چارواکو په وينا، چې په ورته وخت کې بيا نا امني او په ځينو سيمو کې د دولت کمزورى حاکميت ددې سبب شوى، چې د جوړو شوو سړکونو ډېرى برخه بېرته د ماينونو په چاودنو او يا هم نورو طبيعي پېښو له سره ويجاړه شي.
همدا اوس که چېرته د کابل- کندهار په لويه لاره، چې د کابل او سويلي ولايتونو ترمنځ ، همداسې دهرات په لور تر ټولو مهمه نښلوونکې لويه لاره ده، نو په سړک کې به په بېلابېلو ساحو کې ويجاړ شوي ځايونو، الوتي پلونه، پلګوټي او ځينې کندې وګورى، خو ددې تر څنګ به د ميدان وردګو او غزني ولايت په ساحو کې د سړک د دواړو غاړو ته د سړک د خرابۍ، ټکرونو او سړک غاړې ماينونو د چاودنو له امله د ويجاړو شوو موټرونو ټوټې او نښې هم وګورى.
دا پروژه دهېواد د رغونې له سترو پروژ څخه ګڼل کېده، چې له څو ولايتونو تېريږي، خو ښکاري چې پلې شوې پروژه د امنيتي وضعيت او نه مراقب په سبب له ننګو نو او ستونزو سره مخ ده. د ټولګو وزارت وايي، چې د دوى د معلوماتو پ بنسټ ددې لاري په اوږدو کي نږدې ۱۸۹ پلګوټي او ۱۲ پلونه د ماينونو په چاودنو کې ويجاړ شوي، په داسې حال کې چې د بيارغونې يې لپاره يې هم کومه ځانګړې بوديجه نه شته.
د سړکونو په برخه کې د هېواد تر ټولو ستره پروژه حلقوي سړک دى، چې کارونه يې په چټکۍ سره وړاندې ځي او د هېواد د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې ددې حلقوي سړک د جوړېدو ستره پروژه چي د افغانستان پلازمېنه له شمال، شمال ختيځ، لوېديځ او سويل سره نښلوي، تر اوسه پوري هم لا نه ده بشپړه شوې ، خو بنسټيز کارونه يې ٩٠ سلنه بشپړي شوي او تمه ده، چې پاتې لس سلنه يې هم ډېر ژر بشپړ شي.
د ياد وزارت د ساختماني چارو مرستيال وزير انجنير احمدشاه وحيد وايي چې د حلقوي سړک د جوړېدو چاري اوس په بغلان، بادغيس او هرات کې چې نسبتا نورو ولايتونو ته امن ولايتونه ګڼل کېږي روانې دي ، خو ددې سره سره يې خراب امنيتي وضعيت پر وړاندې خنډ دى.
هغه په دې وروستيو کې له ځينو رسنيو سره په څرګندونو کې له نا امنۍ شکايت کړى او وايي چې که چېرته امنيت خوندي وى، نو دا پروژه به هم تر اوس وړاندې بشپړه شوې وه. ښاغلى وحيد وايي چې : د دهېواد او بيا رغونې دښمنان هېڅ وخت نه غواړي، زموږ سړکونه دې پاخه او ترميم شي، د سړکونو کارونه مو په بيا بيا ځنډول شوي، علت يې هم څرګند دى او هغه دا چې د رغونې وسايل مو سوځول کېږي او د سړک کارګرو ته هر وخت مرګ ژوبله اوړي.
خو د ټولګټو وزارت دې مرستيال هيله څرګنده کړه، چې د حلقوي سړک لس سلنه پاتې برخه به هم په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړه شي، دده په وينا چې په افغانستان کې د اوسنيو جوړو شوو سړکونو تر څنګ لاهم د ۱۲۵ زره کيلومتره نور سړک جوړولو ته اړتيا ده.
يو شمېر انجنيران بيا وايي، چې د سړکونو د پروژو په پلي کولو کې پراخه فساد شوى او اړندو ادارو د سړکونو قرار دادونه داسې شرکتونه ته ورکړي، چې دوى ورسره اړيکې درلودې او ځانګړى امتياز يې ورته منلى و، چې په دې صورت کې لومړۍ درجه سړکونه هم په دويمه يا درېيمه درجه جوړ شوي او د تسليمۍ پر مهال يې هم تسليموونکو ته پيسې ورکړل شوې دي.
د يوه خصوصي ساختماني شرکت کارکوونکي انجنير محمد سليم وايي چې که چېرته دولت خپله ددې وړتيا او وسايل درلودى چې د سړکونو پروژې خپله پلي کړي، نو دا به تر يوې کچې د پروژو د کيفيت لپاره ښه خبره او له بلې خوا به د اداري فساد مخه تر يوې کچې نيول شوې وه. هغه په دې اړه له ملي باور سره په خبرو کې وويل:” زه فکر کوم چې په تېرو لسو کلونو کې به تر ټولو زيات مالي او اداري فساد د سړکونو په پروژو کې شوى وي، ما خپله په ګڼو شرکتونو کې د سړکونو د انجنير په توګه کار کړى، په بيا بيا راته د شرکت د مسوول له خوا ويل شوي، چې بايد د لوړ کيفيت مواد ونه کاروو، ځکه چې بيا دومره ګټه نه کوي، دوى هم ملامت نه دي، په دې چې قرار داد ورکوونکى ورڅخه يو څه هم سهم غواړى، داوطلبۍ ته د پروژو وړاندې کول، هسې هوايي خبره ده، په دې تر ټولو يو انجنير ښه پوهېږي.”
د سمسور افغانستان په نامه ساختماني شرکت يو کار کوونکى چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي چې په ولايتونو کې ګڼ واليان خپل ساختماني شرکتونه لري. ملي باور ته وويل:” ښاروال يا دولايتي شورا وکيلان هم ورسره هماهنګي لري، دوى دولايت پروژې ټولې خپلو شرکتونو ته ورکوي، چې د پلي کولو په برخه کې يې درغلي کېږي او د تسليمي پرمهال داسې څوک نه شته چې پروژه رد کړي، همدا علت دى چې سړکونه يوه مياشت وروسته بېرته په شاړه اوښتي وي.”
سرچينې وويل چې خپله په ساختماني شرکتونو کې هم فساد وجود لري، دوى کله کله پاکستاني انجنيران په لوړو تنخوا مقرروي، افغان اننجيران په کار نه ګوماري، نو پردي انجنيران به زموږ د وطن څه پروا ولري، هغوى خو يواځې د خپلې معاش په بدل کې کار کوي، د شرکتونو مواد بې کيفيته دي، خپله شخصي ګټې په نظر کې نيسي.
د ساختماني چارو يو شمېر شننونکي بيا په دې اند دي، چې د افغانستان ډېرى سړکونه تر جوړېدو وروسته په ځانګړي ډول د ژمي په موسوم کې پرې د ډېر وخت واورې پاتې کېدو له امله ويجاړېږي او دولت ورته د مراقبت او څارنې کوم منظم سيستم نه لري، چې شايد يو لامل يې د امکاناتو د نه شتوالي له امله نا امني هم وي.
د افغانستان د ټولګټو يا فوايد عامې وزارت چارواکي هم مني چې د هېواد د جوړو شوو سړکونو د مراقبت په برخه کې ستونزې لري، خو په وينا يې چې د مالي امکاناتو نه شتون ددې ستونزې پر وړاندې عمده خنډ دى.
د افغانستان د فوايد عامې وزارت مرستيال انجنير احمد شاه وحيد په وينا چې وايي د سړکونو او لويو لاريو د مراقبت له پاره په يوه کال کې ٥٠ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده، خو وزارت يې په اړونده برخه کې د اړتيا وړ پيسې نه لري.