عصمت تره کی

لیکوال: عصمت تره کی

دا چي د آمریکا تورپوستي او سپین پوستي یو بل زغملای شي،
په مالیزي کې ملایي، چیني او هندي قومونه یو په بل باور کولای شي،
د فرانسي فرانک، ژرمن، سلت او برنګوت قومونه د وروڼو په څیر ژوند کولای شي،
د هند دو اویا ملته او د زر ګونو عقایدو پیروان یو له بل سره بشپړه خواخوږي درلودلای شي او همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مختلفو دینونو او فرهنګونو درلودونکي قومونه او ملتونه یو بل ته احترام درلودلای شي.

نو په مونږ څه ټکه رالویدلي. چي څو د ګډې جغرافیې او عقیدې ، ګډ تاریخ او فرهنګ او ګډ ملي هویت درلودنکي قومونه په یو ټغر نشو راټولیدلای، یو بل نشو زغملای او یو بل ته درناوی نشو درلودلای.

همدې تعصباتو او خودخواهي د انسان نیکمرغه ژوند بدمرغه کړی وو. له ګڼو طبیعي سرچینو او الهي نعمتونه ډکه نړۍ یې په دوزخ بدله کړي وه.

انسانانو له پیدایښته د خپلي خودخواهۍ له امله یو د بل د محوه کولو هڅه کوله چي بنسټ یې قابل د هابیل په وژلو سره ایښی دی. چي د دې ناکامي هڅي یوازنۍ پایله د انسان د ژوند بدمرغه کول، په انساني ټولنو کې د وحشت خپرول او تضادونو زیاتوالی وو.

خو له هغې ورځي چي د اسلام سپیڅلي دین په راتګ سره د انسانانو تر منځ نابرابري، تعصبات، برتري او خودخواهي ته د پای ټکی کیښودل شو، د لمړي ځل لپاره انسانانو د سولي، ورورولي، عدالت او برابري په فضا کې له ژوند څخه خوند واخیست. چي هیڅ ملت، قوم او ډله محوه نشول بلکي وزغمل شول.
د لمړي ځل لپاره یې د مختلفو نژادونو، ژبو، تاریخ، جغرافیې، فرهنګ او هویت لرونکو انسانانو ورورولۍ او برابرۍ ته لار هواره کړه. او په کعبه شریفه کې یې د انسانانو ترټولو لویې تجمع بنسټ کیښودل. چي تر نن پورې دا تجمع بیسارې او مخ په ډیریدو ده.

چي په پیړیو وروسته غربي او غیر اسلامي ټولني چي له ټولنیز بحران سره مخ وي، په اسلامي تمدن کې له څیړنو او الهام اخیستلو وروسته، د محوه کولو په ځای یو بل وزغمل او خپل منځي تعصباتو او نابرابرۍ ته یې د پای ټکی کیښود.
او د دې اصل ټولي تطبیق کوونکي بشري ټولنې د هوسایني او بسیایني لوړو پوړیو ته ورسیدي.

خو له بده مرغه زمونږ  تش په نوم اسلامي او شعاري ټولنه لا هم له تعصباتو، نابرابرۍ او خودخواهۍ څخه ځوریږي. لا هم د دې ټولني جذباتي او احساساتي انسانان یو د بل د محوه کولو هڅې کوي.

دا هغه رنځونه دي، چي په سلګونه پیړۍ یې د انسانانو نیکمرغه ژوند بدمرغه کړی وو. او په انساني ټولنو کې یې وحشت او تضاد خپور کړی وو.

نو نن د حللارې په توګه

هغه څه ته د مراجعه کولو او عملي کولو ورځ ده. چي آیمان مو په راوړی. خو له منځپانګي یې خبر نه یو.
نن د خپل مخالف او حریف د زغملو ورځ ده. نن یو بل ته د درناوي کولو ورځ ده، نن یو بل سره د سولي کولو ورځ ده، نه د محوه کولو.

او نن احساساتي او جذباتي عمل کولو ته د پای ټکي د کیښودلو ورځ ده.
بلاخره نن متفکرانه د عمل میدان ته د ښکته کیدلو، تیرو اشتبهاتو او تاریخ څخه د عبرت اخیستلو ورځ ده.
تر څو انسانیت د وحشت، برابري د محرومیت، عدالت د ظلمت، جګړه د سولې او زغم د محوې ځایناستي کړو او د نوري نړۍ په څیر خپله ټولنه د هوسایني او بسیایني لوړو پوړیو ته ورسوو.
کنه نو خدای دي مل سي د سولي، ورورولۍ، برابرۍ او خپلواکۍ!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *