د میدان وردګو والي د دغه ولایت استناف محکمې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغه محکمې له ټولو مسؤلینو وغوشتل چې د ټولو دوسیو د څېړنې او پرېکړو پر مهال د بې طرفۍ په ترڅ کې له پوره عدل او انصاف څخه کار واخلي .

د دغه ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات نن ( چهارشنبه) د استناف محکمې په مقام کې د عدلیې،قضایي او نظامي ارګانونو د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې،چې د ولایتي شورا غړو سره بېره د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو هم په کې ګډون کړی وو،په دغه ولایت کې د ټولو ارګانونو ترمنځ په هغمږۍ ټینګار وکړ.

نوموړی وویل ټولو ادارو ته د کاري وسایلو او مناسب ځای د برابرولو ترڅنګ د دوی د امنیت په خوندیتوب کې به چې ولایت مقام پخپله برخه کې پوره هڅې وکړي،خو دغه ټولې چارې  په دغه ولایت کې د ټولو ارګانونو ترمنځ د پوره همغږۍ په ترڅ کې ترسره کیږي .

ده همدا راز ټینګار وکړ،چې ټولو علنیو محکمو کې دې د ولایت مقام سربیره ټولې ادارې راوبلل شي او د محکمې ټولې پرېکړې دې په پوره عادلانه توګه ترسره شي .

د میدان وردګو ولایت د استناف محکمې سرپرست قضاوت پوه عبدالصبور مهمند د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې له کلونو وروسته په لومړي ځل د دغه ولایت والي له محکمې څخه لیدنه کوي .

ده ژمنه وکړه،چې ټولې قانوني کړنې به د ولایت مقام سربېره په دغه ولایت کې له اړونده ادارو سره په پوره همغږۍ ترسره کوو.

د یادې محکمې سرپرست د میدان وردګو والي ته ډاډ ورکړ،چې ټولې ترسره کړې پرېکړې د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي او له دې وروسته به هم د قانون په رڼا کې د ټولو پرېکړو پر مهال له پوره عدل او انصاف څخه کار اخلو.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *