تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وايي، افغان ټلیکام اداره چمتو ده چې د خپل انټرنیټ بیې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې یو وار بیا راښکته کړي.
ښاغلي فهیم هاشمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په هغه صورت کې که مخابراتي شبکې ولس ته د انټرنیټ بیې د پام وړ راښکته کړي، نو افغان ټلیکام اداره به پر مخابراتي شبکو د انټرنیټ د پلور بیې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې نورې هم راټیټې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې فهیم هاشمي تېره ورځ په یوه مرکه کې ویلي وو، دوی مخابراتي شبکو ته یو جي بي انټرنیټ په ۹ افغانۍ ورکوي خو هغوی یې په ۲۵۰ افغانیو پلوري.
په همدې حال کې د انټرنیټ د لوړو بیو په تړاو نه یوازې شکایتونه زیات شوي، بلکې ولسمشر غني هم ګواښ کړی که مخابراتي شبکې انټرنیټ ارزانه نه کړي، حکومت به یې جوازونه لغوه کړي.
کنترول په نرخ که هغه خوراکی توکی وی یا تکنالوژی توکی یا لباسی یا د درمل وی د دولت دنده ده چی نرخ له لوړیدای یی را وګرځوی
مګر زه چی ګورم تنها دولت شعار ورکوی او عمل په وړاندی داسی ښکاری لکه چاچی یی په لاسونو او پښو کی زولنی اچولی وی
نو بیا دا ډول مقامات او چارواکی چی دخدمت ناری وهی مګر اصل کی له همدی ناروا مافیا سره لاس او اړیکی لری
ولسمشر تیره ورخ وویل چی دولت به غاصبینو نومړ اعلان کړو او پدی اړه ښارجوړونی او څارنوالی او همدارنګه د کابل والی او کابل ښاروال او نورو ولایتونو مسؤلینو ته کراتو کراتو امر کړی ولی دولت شعار ورکوی مګر لدی سره سره دولت قوی نظامی او استخباراتی او ملکی او عدلیی اداری لیری چی دا ډول ګامونه پورته کړی
هر چارواکی چی غلا وکړی یا فساد وکړی ګوری به چی سبا په تښتی بریالی شی