په ستندرد جوړونه کې ډير اورګانونه او سازمانونه برخه لري. غواړم نوموړې سازمانونه له دوه اړخه تر څيړنې لاندي ونیسم. لومړی هغه سازمانونه يا افراد چې په يو ډول د مخابراتي سکتور په سوداګري کې شامل دي. او دوهم دولتې چارواکي چې په رسمي ډول ستندردونه تصويبوي.
مخابراتي ستندرد جوړونې څخه ګټه اخېستونکې ډلې:
په لومړي انځور کې هغه ډلې ښودل شوي دي چې په مخابراتې ستندرد جوړولو کې په یو نه یو ډول لېوالتیا يا لري، او په فعال ډول په ستندرد جوړونې کې برخه لري. اوس راځئ چې دا ډلې ليست کړو، او معلومې کړو چې د دوی ډيرې مهمې او غوښتل شوي علاقې کومې کومې دي. او ولې دوی په ستندرد جوړونې کې شاملې دي.
مخابراتې شرکتونه د لاندي دلایلو په اساس له ستندرد جوړونې څخه ملاتړ کوي:
- د مخابراتې الو يا سيستمونو ترمنځ د مناسبې همغږۍ رامنځ ته کول.
- تر څو وکولای شې چې په پراخ ډول مخابراتي خدمات وړاندي کړي. او يا هم په نړيواله کچه مخابراتي خدمات وړاندي کړي.
- ستندادردونه داسي جوړشي چې مخابراتي شرکتونه د مخابراتي جال دستګاووي د مختلفو توليدي کمپنيو (Vendors) څخه وپيرودلی شي.
مخابراتې جال د دستګاوو توليدي کمپنۍ (Vendors) په لاندي دلايلو په ستندرد جوړولو کې برخه لري.
- د خپلو توليداتو د پراختيا په موخه دوی اړين دي چې له راتلونکو ستندادردونو څخه مخکې له مخکې معلومات ولري.
- تر څو له هغه ستندردونو څخه ملاتړ وکړي چې دوی د شته تکنالوجۍ په اساس بنياد کيږي.
- او بالاخره د هغه ستندردونو جوړونې څخه مخنيوی وکړي چې د دوی توليداتو ته زيان رسولی شي.
د مخابراتې خدماتو ګټه اخېستونکې (پيرودونکې) په لاندي دلايلو په ستندرد جوړولو کې برخه لري.
- د نړيوالو مخابراتې خدماتو د پراختيا په موخه د ستندرد جوړونې څخه ملاتړ کوي.
- د مختلفو توليدې کمپنيو (Vendors) سېستمونو او خدماتو ته د لاسرسې په موخه له ستندرد جوړونې څخه ملاتړ کوي.
- د راتلونکو مخابراتې جالونو تر منځ د مناسبې همغږې رامنځ ته کولو په موخه له ستندرد جوړونې څخه ملاتړ کوي.
نوري ډلې په شمول د دولتې چارواکو چې د يو هيواد په کچه ټول ملي معلوماتو ته لاسرسې کولاي شې تر څو نړيوالو ستندردونه ترلاسه کړي. او همدارنګه علمې او تعليمې کارپوهان هم د مخابراتې ستندردونو په جوړولو علاقه لري ترڅو د نويو تکنالوجۍ مخترع اوسې. او د نوي تکنالوجې مخترع وي.
مخابراتې ستندرد جوړونې ملي ادارې(National Standardization Authorities)
ملې ستندرد جوړونې ادارې يا سازمانونه کولاې شې چې په ملې کچه رسمې ستندردونه ايجاد کړي. نړيوالو ستندردونو په ټوله کې ځينې ځانګړي اختيارات ملې ستندرد جوړونې ادارو ته ورکړي دي چې تر څو ملې اداري وکولاي شې د همدغې اختياراتو په رڼا کې ځينې هغه کړنې يا قوانين چې د يو هيواد لپاره مناسب او اړين دي تر سره کړي. چې په دغو اختياراتو کې ځينې هغه مسايل او قضيي چې په اړه چې نړيواله پيژنده شتون ونه لري او يا هم نړيوال د هغه په اړه کومې موفقې ته نه وي رسيدلې هم شامل دي. او ځينې وختونه ډيری موضوعات بايد ناڅيړلې پاتې شې، چې په ملي کچه ورته ستندردونه جوړيدل اړين دي. د بيلګې (مثال) په ډول، ملي ستندرد جوړونې ادارې کولاي شې چې د خپل هيواد په منځ کې خپل ملي تيليفونې شميرو پلان (National Telephone Numbering Plan NTNP) په جزيياتو سره په نښه او ترتيب کړي، مګر نړيوال ستندرد جوړونې ادارې يواځې او يواځې رهنمايي کولاي شې. يوه بله بيلګه، د فريکانسې اختصاصول دي. نړيوالو مخابراتې ستندردونه د فريکانسې بانډونو اختصاصول تعريف يا راپيژندلې دي. (دارنګه چې: کومه فريکانس محدوده (Rang) باندي د سټلايټې اړيکې لپاره وکارول شې او کو کومه فريکانسې رنج بايد د حجروي جالونو کې وکارول شې.) چې بيا مخابراتې ستندرد جوړونې ملې ادارې دي چې په خپل هيواد کې دننه د فريکانسې د استعمال جزييات راڅرګندوي. د بيلګې په ډول، د يو حجروې اړيکتيايي جال (Cellular Network Operator) لپاره د فريکانسې چينلونو اختصاصول او داسې نور. د مخابراتې ستندرد جوړونې ځېنې ملي ادارې په دوهم انځور کې هم ښودل شويدي. چې نوموړې ادارې د ستندرد جووړنې ټولې خواوې په غور څيړې، او د مخابراتې ستندرد جوړونې متخصصې ادراې او کارې ټيمونه رامنځ ته کوې تر څو د ستندرد جوړونې په هر مشخصه او ځانګړې برخه کې کار وکړي. لکه، مخابراتې تکنالوجۍ، معلوماتې تکنالوجۍ او ځينو نورو برخو کې. په دوهم انځور کې ښودل شوي د مخابراتې ستندرد جوړونې ادارې عبارت دي له: بريټانيې ستندرد جوړونې موسسه (British Standards Institute BSI)، آلماني ستندرد جوړونې موسسه (Deutsche Industrie Normen DIN)، امريکايي د ستندرد جوړونې ملي اداره (American National Standards Institute ANSI) او د فنلينډ ستندرد جوړونې موسسه (Finnish Standards Institute FSI)
مخابراتې ستندرد جوړونې اروپايي ادارې (European Organizations)
په دريم انځور کې د اروپا تر ټولو مهمې استندرد جوړونې ادارې ښودل شويدي. چې همدغه ادارې د ټولې اروپا په کچه د هيوادونو سرحدونو په نه نظر کې نيولو سره د مخابراتې خدماتو د ستندرد جوړونې مسوليت لري.
د اروپا مخابراتې ستندرد جوړونې موسسه (European Telecommunication Standards Institute ETSI) يوه خپلواکه اداره ده چې د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو لپاره د مخابراتې خدماتو ستندردونه جوړوي. چې د ستندرد جوړونې په پروسه کې يي تر ډيره مخابراتې شرکتونه او مخابراتې دستګاوو توليدې کمپنې ونډه لري. د يادولو وړ ده چې جې اېس ام (GSM) لومړنې ډيجيتلې حجروي مخابراتې جال هم د همدغې موسسې له لوري د لومړي ځل لپاره رامنځ ته شو، چې په ټوله نړۍ کې د دوهم نسل (2G) ډيجيتلې ګرځنده حجروې سيستمونو مخکښ سيستم ګڼل کيږي.
د الکتروميخانېکې ستندرد جوړونې اروپايي ټولنه / اروپايي ستندرد جوړونې ټولنه (European Committee for electromechanical Standardization/European Committee for Standardization ECES/ECS) دواړه په ګډه د اورپايي ټولنې غړيو هيوادنو ته د معلوماتې تکنالوجې (IT) استندردونه جوړوي. چې په نړيواله کچه د IEC/ISO په نوم ياديږي، او همدارنګه د مخابراتې خدمات او مخابراتې دستګاوو او آنتونو د کارونې پر وخت محيطې (environmental) او الکتروميخانېکې (electromechanical) موضوعات هم تر څيړنې لاندي نېسې.
د Conférence Européenne des Administrations des Postes et des Telecommunications او د پست او مخابراتو ادارې (Post & Telecommunications Administrations CEPT) اروپايي کنفرانس به د اروپا مخابراتې ستندرد جوړونې موسسه (European Telecommunication Standards Institute ETSI) د جوړيدلو څخه دمخه ددوې کارونه پرمخ وړل، چې بيا وروسته د ټولې اروپايي ټولنې مخابراتې مارکيټ کې سالم رقابتونه پيل کړل شول. چې د مخابراتې سکتور خصوصې کولو ټولې کوچني PTTs وهڅول، تر څو د نورو مخابراتې شرکتونو په ډول د نوی مخابراتې شرکت په ډول فعاليت وکړي او په يواځې ځان د ستندرد جوړونې حق نه لري.
مخابراتي ستندرد جوړونې امريکايي ادارې (American Organizations)
د امريکا متحده ايالاتو د ستندرد جوړونې ملي ادارې (American National Standards Institute ANSI) ځېنو ادارو ته د مخابراتې ستندرد جوړونې لپاره مخلتفو ادارو ته اجازه ليک (Accredit) وېشل (ځېنې يي په څلورم انځور کې ښودل شوې دي) تر څو په مخابراتې ستندرد جوړونه کې برخه ولرې. هماغه وو چې د امريکا په کچه مختلف مخابراتې سيستمونه رامنځ ته شول چې د نړۍ نورو برخو ته ددغه سيستمونو خپرول ډير ستونزمن وو.
د الکتريکي او الکترونيکي انجينرانو انېستيتوت (Institute of Electrical and Electronics Engineers IEEE) په نړۍ کې تر ټولو ستره مسلکې ټولنه ګڼل کيږي، چې د مخابراتې په برخه کې ځېنې مهم ستندردونه جوړوي. چې ځېنې ستندردونه يي پدې ډول دي: د محلي جالونو (LANs) ستندردونه، چې د نړيوالې ستندرد جوړونې سازمان (ISO) لخوا د نړيوال ستندرد په ډول قبول شو. دبېلګې په ډول، نړيوال ستندرد ISO 8802.x د اېدرنېټ محلې جال (Ethernet LAN) کورنۍ لپاره چې د IEEE لخوا د IEEE 802.x تر نامه لاندي جوړ کړل.
د الکترونيکي صنعت ټولنه (Electronic Industries Association EIA) چې الکترونيکې دستګاووې توليدووي يو امريکايي سازمان دي. چې ځينې ستندردونه يي لکه: د دوو کمپيوترونو نښلولو ستندرد، چې نړيوال ملاتړ يي ترلاسه کړ. د بيلګې په ډول، د اطلاعاتې رابط (Data interface) ستندرد چې د EIA RS-232 پنوم ياديږې هم جوړ کړه چې د ITU-T پواسطه له جوړ شوي ستندرد (V.24/28) سره ټينګه همغږي لري.
فدرالي يا ائتلافي مخابراتې کمېسيون (Federal Communication Commission FCC) معمولا د مخابراتې خدماتو په تنظيم بوخت دي نه دا چې د مخابراتې ستندردونو په رامنځ ته کولو کې، او بل دا چې نوموړی يو دولتې سازمان دي او د بېسيم (wireless) او سيم لرونکې (wire) مخابراتي خدمات تنظيموي. مګر دا هم وويلی شم، چې نوموړي کمېسيون نړۍ په کچه د مخابراتې دستګاوو فريکانسې خپرولو او د الکترومقناطيسي حساسيت تيوري د اړينو مشخصاتو سره جوړه او پر مخ يوړل شوه.
د مخابراتې صنعتې ټولنې (Telecommunications Industry Association TIA) په ګډه له اروپا څخه ETSI او له جاپان څخه Association of Radio Industries & Broadcasting ARIB سره په سلا مشوره د نړيوال دريم نسل حجروي سيستمونو (3G cellular Systems) تيوري جوړه کړه.
مخابراتې ستندرد جوړونې نړيوالې ادارې (Global Organizations)
د مخابراتو نړيواله اتحاديه (International Telecommunication Union ITU) د متحدو ملتونو (United Nations) د مخابراتې اړتياوو لپاره يو متخصصه او اختصاصې نمايندګي ګڼل کيږي. چې نږدي دوه سوه هيوادونه (200 countries) د نوموړي اتحاديي غړيتوب لري، چې د ستندرد جوړونې کارونه يي په دوو لويو برخو وېشل کيږي: ITU-T او ITU-R (پنځم انځور)
د يادولو وړ ده چې پخوانې Comité Consultatif International de Télégraphique et Téléphonique او نړيوال تېلګراف (International Telegraph) او Telephone Consultative Committee CCITT/ITU-T اوس مهال د ITU-T پنوم ياديږي، چې “T” له مخابراتو يا Telecommunication څخه اخيستل شويدي. او همدارنګه Comité Consultatif International des Radiocommunications يا International Radio Consultative Committee CCIR/ITU-R اوس مهال د ITU-R پنوم ياديږي، چې “R” له راديو (Radio) څخه اخېستل شويدی.
د نوموړي سازمان په جوړيدلو سره د نړۍ نورو ستندرد جوړونې ادارو ITU-T او ITU-R په رسمې ډول د مخابراتې جالونو لپاره د ستندرد جوړونې په برخه ترټول غښتلې او ستره اداره اعلان شوه. په ټوله کې ITU-T د عامو مخابراتې جالونو د ستندرد جوړونې لپاره کار کوي. (بيلګه: ISDN او نور…) او همدارنګه ITU-R د راديويي موضوعاتو لپاره کار کوي. لکه: په نړيواله کچه د راديويي فريکانسې استعمال او راديويي سيستمونو مشخصاتو ټاکل او نور. چې د نوموړو ادارو په کارونو کې ډيرې ډلې برخه لري، مګر يواځې د ملګرو ملتونو هيوادونو ملې اداري پکې د پام وړ ګڼل کيږي. دا هم د يادولو وړ ده چې پخوانې CCITT د عامو اړيکتيايي جالونو ډيری ستندردونه ايجاد کړيدي.
د ستندرد جوړونې نړيوال سازمان/الکتروتخنيک نړيوال کمېسيون (International Standards Organization/International Electrotechnical Commission ISO/IEC) دواړه په ګډه د معلوماتې تکنالوجۍ (IT) ستندرد جوړونې لپاره مسول دي، همدارنګه ISO هم د اطلاعاتې اړيکو (Data Communication) او پروتوکول جوړونې کې پام وړ کار وکړ، او IEC د الکترومقناطېسې علومو په برخه کې د پام وړ کړنې تر سره کړي دي، محيطي، او ساتنې موضوعاتو کې هم مختلفو ادارو د پام وړ استندردونه او پروتوکولونه رامنځ ته کړل.
په پنځم انځور کې ښودل شوې ادارې په ډيري کلکې همغږې سره کار کوي، تر څو په يوه برخه کې يا د يو هدف لپاره تکراري (Duplicated) ستندرد جوړ نه شې.چې په پايله کې، د ITU په وړانديز ځينې ستندردونه د ISO standards تر نامه لاندي د ټول سازمانو تر منځ په ګډه ومنل شول.
تبصره:
په ګران هيواد افغانستان کې د مخابراتې خدماتو ټول ستندردونه له نورو هيواد په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو څخه کاپې شويدي. خو په هر حال د وياړ او افتخار ځاي دي چې په هيواد کې د مخابراتې سکتور په پرمختګ لپاره نوموړي قوانين او دولتې چارواکو (اترا ATRA) د هلو ځلو او کوښښونو په پايله کې د هيواد په اقتصادي وړتيا کې بې له شکه مخابراتې سکتور په تيرو دولسو کالونو کې د پام وړ نقش يا رول درلودلې دې. خو يوه غوښتنه لرم چې د هيواد مخابراتې سکتور بايد د سياسې موخو قربانې نه شې، په خصوصې سکتور په مختلفو برخو کې د دولت له شته قدرت څخه په کار اخېستنې فشار واچول شې چې د ګران هيواد ماليات د مالياتو د قوانينو سره سم او په اعظمي ډول راټول شې او په عينې وخت کې د خصوصې سکتور پانګوال دي هم د افغانستان د مخابراتې خدمات ښه مارکيټ په درلودلو سره تشويق شې.
تر ټولو مهمه خصوصې سکتور بايد دې ته اړ شې چې له دولتې منابعو (نوري فيبر، او په 2005 ام 2006 ام ميلادي کالونو له مايکرويف لينګونو څخه په ګټه اخيستنې د دولتې عوايد زيات کړل شې.
او په اخر کې عام وګړي بايد د هر ډول تصميم نيولو څخه خبر کړل شې. تر څو شفافيت رامنځ ته شې. او ګران هيواد افغانستان د پرمختګ پر لور چټګ روان شې.
د آباد، سرلوړي او سوله ايز افغانستان په هيله
انجينر عمران خان هدايت
وری ۱۳۹۳