انجينر عمران خان هدايت –
مخابراتي شرکتونه (Operators) له خپلو سوداګريزو موخو سره سره، نور څه څه ته اړتيا لري؟؟؟
دا هر څه مارکيټ او پيرودونکو ته په ښه خدماتو وړاندې کولو سره پېليږي. هغه په دې ډول چې په يوه جغرافيايي سيمه چې خلک پکې ژوند کوي. او په دې سيمه ګې خلک اړتيا لري چې خپلې ورځنې چارې په ښه او موثر ډول پرمخ يوسي، څو يي په کارونو کې چټکتيا رامنځ ته شي. د دې هر څه لپاره بې له شکه د يوه اړيکتيايي جال شتون اړين دی چې يادې موخې ترلاسه کړل شي. خو له بلې خوا د اړيکتيايي جال يا مخابراتي شرکتونه د خپلې سوداګرۍ د ښه والي او برياليتوب لپاره څه کولای شي.
- د لګښتونو کنترول
- د عوايدو لپاره نوی منابع پيداکول
- د پيرودونکو لپاره ښه چوپړ
ځواب يي بلې!
په حقيقت کې دا ټول دارنګه رامنځ ته کيداي شي، چې ټول په يوه پروسه او سيستم کې سره يو ځاي تنظيم او مديريت کړل شي. تر څو د مخابراتي شرکت (Operator) سوداګري بريالې او ويښه وساتي، چې ياده پروسه او سيستم د اوواېس اېس (Operation Support Systems OSS) او بې اېس اېس (Business Support Systems BSS) پنوم ياديږي.
يو څه چې د مخابراتې تکنالوجۍ له تيرو تجربو څخه را په ډاکه شوي، هغه دا چې مخابراتي تکنالوجي د تل لپاره د پرمختګ او تکامل په حالت کې ده. نو په همدې اساس د اوو اېس اېس (OSS) او بې اېس اېس (BSS) سيستم کارول د سمونې يا همغږي کيدنه (adapting)، تغيريدنه (changing)، دقيق برابری (fine-tuning)،پرمختګ (improving)، تازه کيدنه (updating) په معنی دی. دا ټول پدي معنی چې په دقيق او بشپړ ډول پدي پوهيدل دي، چې زمونږ په اړيکتيايي جال کې له يوې لورې تر بل لورې په ټولو دستګاوو کې څه روان دي. او څه کيږي. دا نه يواځې په تيليفونې جالونو کې بلکې په مختلف ډوله اړيکتيايي جالونو کې چې په يو نښلول شوي ټولنه (Network Society) کې شته.
يو اړيکتيايي جال بايد لومړی پلان او ډيزاين شي، او دارنګه ترڅو په اعظمي ډول غوره او موثره فعاليت وکړاي شي. يا په بل عبارت يو اړيکتيايي جال بايد دارنګه ډيزاين کړل شي تر څو چې غرونه، ځنګلونه، جهيلونه، سيندونه، ښارګوټي، ستر ښارونه او ياهم هر يو پيرودونکي ته په ځانګړي ډول خدمات وشي رسولی. نو داسي اړيکتيايي جال جوړيدل اړين دي. او کله چې جوړ شي: اړيکتيايي جال په خپل فعاليت وکړي: او بيا د پوښښ ساحې لاندي په ښار کې يو څوک پريکړه وکړي، چې يو څو آسمانې څکې ودانې آبادي کړي. او يا ممکن له ګڼې ګوڼې ډک سوداګريز ښارګوټي جوړ شي، د کرکټ يا فوټبال يو ستر لوبغاړی جوړ شي. نو پدي حالتونو کې چې اړيکتيايي جال له پخوا جوړ شويدی، نو د بيا جوړونې (optimization) څخه ګټه اخيستل کيږي. او دا پروسه هيڅ وخت پاې نه لري. تر څو يوه نښلول شوي ټولنه ټول وګړي د تل لپاره په هر ځاې کې سره په اړيکه کې اوسي، زنګ وهې، ليکلي پيغامونه واستوي، خبرونه وګوري، فيسبوک وکاروي، او داسي نور… او همدارنګه ټول مخابراتي سيستمونه: کارډلېس، سټلايتې تيليفونونه، فيکس لاين تيليفونونه، ګرځنده مبايل، په هر وخت او هر ځاې کې وکارولی شي. چې همدغه پروسه ته د خدماتو بشپړيدنه (fulfillment) او د پيرودونکوخوښي وايي. چې پدې ستره پروسه کې د جال ټولی برخه ونډه لري، او ټول مختلف ډوله خدمات چې د يو له بل سره په خپلو منځو کې اړيکه لري، د بيلا بيلو پلورونکو (Vendors) کمپنيو لخوا برابريږي. او ځينې وخت داسي هم کيداې شي چې يوه ځانګړي جغرافيي موقيعت کې په تصادفې ډول، د يو غيرمنتظره دليل، يو انتن (Base station) له کاره لويږي. نو په ډيره چټګتيا سره د جال عملياتي مرکز (Network Operation Center NOC) کې مسلکي انجينران کولاي شي چې په جال کې کوچنی اختلال يا ګډوډي په عينې وخت کې په فوري ډول وګوري. چې په عملياتي (Operation) علم کې دي پروسي ته اطمينان (Assurance) پروسه وايي. او په ټوله کې دا ټول په اوو اېس اېس (OSS) پوري تړلي دي.
خو له بلي خوا يو مخابراتي شرکت (Operator) هم اړتيا لري چې عوايد ولري. ځکه دا سوداګري (Business) ده. او ددې ټولو پروسو وروسته د عوايد مديريت (Revenue Management) هم اړين دی. ځينې پيرودونکی د بيل له مخې خپل د تيليفون لګښت (Post-Paid) ورکوي. او ځېنې بيا د خپلې هرې مکالمې سره سم لګښت (Pre-Paid) ورکوي. نو د پيرودونکو لپاره د مکالمو، انټرنيت او خدمات د لګښتونو (Charging)، بيل جوړونې (Billing) او په ځانګړې ډول د نرخونو (Rating) د کنترول لپاره يو اساسي او منظم ميکانيزم جوړولو ته اړتيا ليدل کيږي. تر څو پيرودونکی مطمين کړل شي چې په مختلفو ځايونو کې د مختلفو وختو لپاره په دقيق اوشفاف ډول د استعمال شوي خدماتو په بدل کي يي لګښت ورکړی دی. د بيلګې په ډول: که چيرې پېرودونکی خپله ټوله پېرل شوي ډيټا(Data) په بشپړه توګه وکاروي. نو پيرودونکي په اتومات ډول خبرتيا (Notification) د نويو وړانديزونو سره ترلاسه کوي. تر څو نوره ډيره ډيټا (Data) د لوړ سرعت سره ترلاسه کړي. او کله چې پېرودونکي خپل اړونده مخابراتي شرکت ته اړيکه نيسي، ممکن کوم وړانديز ولري، د کومو خدماتو څخه خوښ نه وي، په مختلفو موقيعتونو کې د خدماتو غوښتنونکې وي او داسي نورې اړيکې د يو ميکانيزم په مرسته تنظيم کيدلاي شي چې د پېرودونکو اړيکو مديريت (Customer Relationship Management CRM) پنوم ياديږي. په ټوله کې ټول هغه سيستمونه چې په مخابراتي شرکت کې سوداګريزي موخې پرمخ وړي د بي اېس اېس (BSS) پنوم ياديږي.
مګر د نننې عصر په مولټې وينډر (Multi-Vendor) شبکو (جالونو) کې پيچيلتيا او مخلق کيدل دادي: چې په لويه کچه او عجيبه او حيرانونکی خدمات وړاندي کوي. ډير زيات ستره پيمانه اطلاعات (Data) بايد پروسس شي، اناليز (Analyzed) شي، او هغه لورو ته وليږدول شي چې د پيرودونکو ته په فوري ډول د لاسرسي وړ وي. د شمېرو له مخې ممکن په 2020 ز کال کې پنځوس ميليارده (50 billon) اطلاعات ليږدونکې دستګاووي يو له بل سره ونښلول شي. راځې چې وايو دا هر څه اسانه نه دي! يواخې پنځلس کاله مخکې به د جال پلان جوړونې لپاه څو متخصص انجينران د نقشو او جدولوڅخه په ډکه خونه کې کار کولو تر څو يو کوچنې مخابراتي جال ډيزاين کړي. مګر نن دا هر څه اتومات او ډيجيتلي شوي دي، داسي سيستمونه او پروګرامونه رامنځ ته شوي چې په دايمې ډول د تل لپاره په مخابراتي شبکه (جال) کې رامنځ ته کيدونکی ستونزو ته رسيدنه وکړي. د جال عملياتي مرکز (Network Operation Center NOC) اساسي تمرکز پدې وي چې څرنګه وکولاي شي په مخابراتي جال کې ټول شته مخابراتي ټاورې (Base Stations) روښانه او په فعاليت کې وساتي، مګر نن سبا دوي په نورو حقيقې خدماتو باندی فکر کوي چې څرنګه او څه وخت بايد پېرودونکو ته وړاندي شي. چې نن سبا دوي د خدمات عملياتي مرکز (Service Operation Center) پنوم ياديږي. چې په مستقيم ډول پېرودونکې به ورته زنګ وهې، غېر له کوم ځنډ څخه به په مخامخ ډول د تخنيکې برخې سره په اړيکه کې وي، پېرودونکې به د اړيکې لپاره منتظر نه پاتې کيږي، مستقيم به پوښتي چې ولي؟؟ فلان فلان خدمات کار نه کوي، څومره اطلاعات (Data) کولاي شي چې راکښته (Download) کړي. او همدارنګه څرنګه خپل صورت حساب (invoices) څرنګه او چيرته ترلاسه کړي. مخابراتي شرکت اړين دي چې ټول خدمات په عينې وخت کې خپلو پيرودونکو ته وړاندې کړي، سرتاسري صورت حال او په فوري ډول په معلومات په کنترول لرل. مخکې لدې چې پيرودونکی زنګ ووهې مخابراتي شرکت بايد هر څه چمتو کړي وي.
اوو اېس اېس (OSS) مونږ ته د مخابراتي شبکې پرمخ وړلو لپاره تر ټولو غوره او موثرې لاري راښايي. او بي اېس اېس (BSS) په موثر او غوره ډول د سوداګرې پرمخ وړلو لپاره
غوره او موثره لار چې شبکه پر مخ يوسو! غوره او موثره لار چې سوداګري پرمخ يوسو!