تاند- د انسانانو ږغ د ورځې څو ځلي راز راز شرایطو ته په پام بدلېږي. کله چې خوشاله یوو، په ږغ کې مو انرژۍ له ورایه ښکاري ځکه چې له ږغ سره مو مقابل لور ته خوښي او مثبت حالت انتقالېږي. خو که خوابدي یا بېرېدلي یوو، بیا هم خپل احساس په ږغ کې رسوو.

د انسان د ږغ میکانیزم خورا پېچلی دی او د هر چا د ږغ میکانیزم له بل سره توپیر لري.

د خپګان او خوشالۍ په وخت د انسان د ږغ بدلون د هغه پر څېرې هم اغېز لري.

اوس پوښتنه دا ده چې که انسان په مصنوعي ډول د چا په ږغ کې بدلون راوړي د هغه په څېره کې بدلون راوړلی شي؟

ساینسپوهانو د یوې جوړې کړې وسیلې په ذریعه د انسانانو پر ږغ تجربې کړي دي.

دوی د انسان د ږغ د بدلولو لپاره دیجټلي صوتي پلېټفارم جوړ کړی چې د خبرو په مهال د انسان د ږغ اهنګ بدلولی شي. دا پلېټفارم په داسي ډول جوړ شوی چې د انسان ږغ خوشاله، غمجن یا بېرېدلی وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *