په کابل کې دریو خونړیو چاودنو، چې لسګونه بې ګناه افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ووژل شول، وښوده چې طالبان سره له دې چې د افغانستان د حکومت له قهر او غبرګون څخه وېره نلري بلکې د افغانستان د مظلوم ملت له راتلونکې محاکمې څخه هم وېره نه لري.

 په هر هېواد کې سیاسي ډلې ټپلې د خپلې سیاسي بقا او راتلونکي اقتدار لپاره له داسې کړنو ډډه کوي، چې په راتلونکي کې ولس له دوی څخه کرکه وکړي او یا د دوی د اقتدار پر وړاندې خنډ واقع شي، خو د طالبانو څو کلونو کړنو وښوده،  چې د راتلونکې لپاره د هیڅ راز کړنو پر وړاندي ځان مسؤل نه ګڼي او یا هم داسې نه انګیري،  چې په را تلونکي کې به د دې کړنو پوښتنه ورڅخه کیږي،  چې دا فکر یې پر ځای او موجه دی، هغه ځکه چې په افغانستان کې جهادي ډلو ټپلو د قدرت د تر لاسه کولو لپاره له هیڅ راز جنایتونو څخه ډډه ونه کړه خلک یې ووژل، کورونه یې لوټ کړل، د خلکو په ناموس یې تجاوز وکړ، ځمکې یې غصب کړې، د قوم، مذهب، سمت.. .. په نوم یې بې ګناه افغانان ووژل، خو نن هغه خلک تر بل هر چا دعزت او قدرت خاوندان دي، څومره چې يې ستر جنایت کړی وي هغومره به د لوړ مقام خاوند وې، هغه چا چې د مظلومو افغانانو په وینو د کابل سړکونه رنګ کړل نن ورته بېلابېل القاب کارول کيږي، لاتر اوسه هم مفتیان، قهرمانان، زعیمان، د مرګ او ژوند ملکې دي،  نو له دې امله د حکومت مخالفین هم فکر کوي،  چې د افغانستان خلک د دې توان نه لري،  چې موږ د محاکمې ډګر ته راولي او د دې ناروا، ظلمونو او بې رحمانه کړنو پوښتنه به را څخه وکړي.

One thought on “مخالفین مه ګرموئ!/ سمیع الله صدیق”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *