نقيب احمد عزيزي

هندویزم ـ یهودیزم او ځينې نورې هغه ډلې دي چې خپلو اديانو ته یې له هره اړخه په خپل سر شيان ور زيات كړي، يهودانو د وخت په اوږدو کې د خپل اسماني دین اصلیت وربدل كړ.

اوسنی نسل د مخکېنيو پیروانو په نسبت په عقیده، د نفس په تزکیه، پر خپل دین استحكام، له نورو سره دخواخوږۍ په لحاظ ډېر توپیر لري. له لويه سره دین انسان ته له پیدايښت سره سم ورکړل شوی دی، که څه هم انسان په هغه وخت کې په مناسب چاپېریال کې نه اوسېده، معنا دا چې هومره متمدن نه و.

موږ ویلای شو چې د انسانانو د ټيټېدو، بدلون او په کار د بوختیا له امله څه نا څه گډوډ شول. یوازې د خپلو شخصي گټو په خاطر يې دین ته بدلون وركړ، يا يې د شک په سترگه ورته وکتل،ان دا چې اكثرو خو د نورو دینونو او کلتورونو برخې هم په دين ورگډې کړې.

هندويزم ستونزمن دين دی، يو داسې شريعت لري چې د ډېرو سختو شرایطو  له امله ډېری پيروان پرې ھمېش نه‌شي پاتېدای. عبادات یې سخت،احکام یې دومره ستړي‌كوونكيدي چې انسان ناجوړه کوي، تر دې بريده له لاس‌وهنو ډک دی چې ډېری کسان په وېرو او شکونو کې غورځوي.

په هندویزم کې د مهاويرا او بودا لرغوني دينونه/ مشربونه يا دعقايدو او يا د ځينو احكامو له وجې سره گډ شوي، مثلاً مهاویرا د ښځې پر اهميت او وجود قايل دی، خو په بودیزم کې بيا د فساد لوی عامل بلل کېږي.

دا يو لوى ټکر او شک دی چې په هندي ټولنه كې يې د مخكېنيو او وروستنيو نسلونو ذهنونه  مشوش كړي دي.

د دوی عقايد ھم مشکوک دي، یعنې انسان له عذابه د خلاصون په وجه سوځوي؛ خو د دې کار د توجيه لپاره دوی له پخوانیو هوايي فکرونو سیوا بل هيڅ دلیل او کتاب نه لري.

دا خبره بې‌ځايه نه ده چې ډېری کسان له دينه په دې بېزاره كېږي چې تحريف هغه اصلي مفهوم ترې ورک كړی وي.

يهودان بيا هغه څوک دي چې زوړ او نوی دین سرہ گډوي، ددې تر څنگ د خپلې سليقې او ځينو ځانګړيو هدفونو په اساس ليكنې هم ورداخلوي، بېلگه یې پر واده بندیز دی چې د كليسا يو كشيش به دا كار نه كوي،ځکه چې بيا يې سپېڅلتیا ته زيان رسېږي. دوی انګېري چې عمرونه عمرونه باید په كونج كې پرله‌پسې فکري عبادت وكړي او د الوهيت خاصيت ومومي.

دغه شيان ددوی له ناسم پوهاوي او خپلو شخصي غوښتنو را ولاړېږي.

هغه كسان چې زاړہ وي هغوی كليسا خوښوي او ځوانان يې بيا ځان مکلف نه بولي چې دا كار وكړي. اکثره بدلونونه په دین کې د خلكو له سن و سال سره ممكن اړيکه ولري او يا يې ور داخل کړي وي. مثلاً سپین‌ږیري فكري عبادات خوښوي او نور بيا ممكن د ځوانانو په طعبه بدلون پکې راولي، يعنې له كار كولو او له فكره تېښته.

دا خبره جوته ده چې انسان ډېر کله له حقيقته تښتي، جدل كوي، د خپل تضاد له مخې دينونه یو دبل پرضد کاروي او وخت پر وخت اصول هم د ځان په ګټه اړوي را اړوي.

زیاتره بیا داسې كسان را پورته کېږي چې گواکې دين دوی ته راغلى دی او داعیان یې له دوی پرته نور څوک نه دي. دغه کار بيا سم سالم دين ته هم خطر پیښولای شي، ځكه موږ خلک د دین په وجه ښه یا بد بولو.

د ديني انحراف يو بل شکل دا دی چې فرديت ته ارزښت ورکوي، ټولنیز کېدل ناروا بولي، د نسل راوړل ناسم ګڼي؛ نو په دې اساس خپل پيروان جسمي او ذهني فشارونو ته هڅوي.

اكثره برخې يې داسې بدلې کړې چې دمادي مخلوق طبيعي غوښتنې په نورو اړخونو ورپورہ کوي، خو دا رنگ کار د ډېری کسانو د لېونتوب سبب وگرځي.

په دا رنگ دینونو چې هر پلو یې ټيټ شوی وي،انسان د ګټې پر ځای تاوان ته بيايي،ځكه يو لړ شرایط یې د انسان د فطرت تنده نه‌شي ماتولاى او بې‌معنا ستړي‌كوونكي كارونه ورباندې كوي.

هغه شیان چې له هوا او هوسه پر دین ورگډېږي، دا هم يو منفي اړخ دی چې شخصيت او د دين اصل ته د تغيير زيان رسوي.

عمومي فهم دا دى چېډېری په دې هڅه كې دي چې اسلامي شريعت، حتا دین ته خپل ذوقي شیان ورگډ کړي، مگر په هر پېر کې هغوی ناکام شوي او دين ته كومه صدمه نه ده رسېدلې.

اكثره ډلې چې دين ته شخصي كارېدونكې ايډیالوژي وايي، غواړي ټولنې ته گواښ پېښ کړي، يا ددین په یوه اړخ پسې كلک ونښلي، له شرایطو سیوا او ور ها خوا يې عملي كولو ته ملا تړي، مثلاً  لمونځ بې‌وخته كوي يا جهاد له خپل وخت او شرايطو سره سم نه کوي.

دا هم خطر پېښوي، مګر دا خطر د دین تيوري ته نه رسوي، بلكې نور انسانان پر دغه شي شكمن كوي.

د دې تر څنگ نورو ته هم واک نه ورکوي او خپل پلویان هم نه پرېږدي چې نور حكمونه عملي كړي، په دې شكل افغانستان، پاکستان او سوریه د دې ډلو ښکاره ډګرونه دي،يوازې يې د خپلو ايډيالوژيکو تعبيرونو او محروميتونو په نتېجو بسنه کړې، خو ځينې بيا پر تبلیغ، تجارت، ژوندکولو بسنه كوي او د اسلام برخې یې بولي.

دا نهضتونه كه څه هم مسلمانان دي او د اسلام داعيان ځان بولي، خو په خپل منځ کې يو بل نه مني او تضاد سره لري. اكثره غواړي ځان تر نورو هغو سپین وبرېښوي. دوی هغه كارونه وکړل او لا يې هم کوي چې په ټول شریعت کې طریقه او اصل نه لري. مثلاً د قاضي له حكمه پرته په عقدوي شكل وهل او وژل…

منظور دا دی چې که په هره وجه موږ په خپل دین کې يوه داسې كړنه ځایوو، په لوی لاس به هلاکت غواړو.

مختلط دینونه يا د اختلاط ځينې برخې څه نا څه بیان شوې، اوس دې ته راځو  چې د اسلام دين ته هم نورشيان او احكام منسوبولاى شو؟

نه هيڅكله نه، د دغه شريعت اودين د سکې اصليت داسې دی چې د شا و مخ له طرفه د هيڅ شي اجازه او خلا پکې نه‌شته، كه چېرته دین د عقدو او خواهشاتو ښکار نه کړو، نه بربادېږو، بلکې دين د خپل تعریف له مخې هيڅکله تغيير او بدلون نه مني، كه هر څومره زمانه هم ووځي. اسماني دينونه په ټوله کې د انسانانو د نجات نه هېردونکي تاريخي څرکونه لري.

ډېری ھغه ھېوادونه چې بېوزلي زياته او پوهه پکې کمه ده، د دين د ناسم تعبير په وسيله انسانان له حلالو خلاصېږي، هلته کابو ټولې چارې د تاويز او پیسو د تبادلې په شکل روانې وي.

انسان طبعاً دين ته سخت ضرورت لري، مسلمان ملت او علماوو تر هر څه او هر چا ډېره په کار ده چې په فرعي مسايلو کې هم اتفاق ته ورسېږي او د دین له سم فهمه ځان او ټولنه اګاه كړي. په دنيايي ـ تشريعي مسايلو کې سم فهم هغه دى چې له وخت او شرايطو سره اړوند حکم وړاندې كړي، كه د سولې وخت و سوله او كه دجهاد وخت و، مكلف دي چې پرېکنده احکام صادر کړي. تذبذب د دين لار نه ده، هلته قاطعيت د ډېرو چارو حل دی.

نړیوال دین يوازې اسلام کېدای شي او دا ځکه چې د انسانانو فطرت مهاروي او اکتسابي لارښوونې يې قاطع او رڼې بيان کړې، د بل دين د نه راتګ حکم يې کړی او نور نو هيڅوک نه‌شي کولای چې خلک د دين په نامه په ځان پسې روان کړي، اختلال او اختلاط نه مني.

د ټول بشریت لپارہ که دا رڼا سمه او صحيح ورسېږي، انسانان به عملاً هم دغه حقيقت ته ستانه شي، بيا ممكن د ځمکې پر مخ د تګلارې او ژوند د اساس لپاره بل دين و نه ټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *