جان مکین

تاند- امریکایانو یووار بیا د افغانستان د لانجې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړه.

د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر مخکښ سناتور جان مکین وویل، د پاکستان له لوري د تروریستي ډلو د ملاتړ د دوام په صورت کې باید په تدریجي ډول پر دغه هیواد راز راز فشارونه راوړل شي.

مکین په وروستیو کې پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ څو د سیمې د وضعیت په اړه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي.

ښاغلي مکین، چې د ولسمشر ټرمپ په شان د جمهوریپال ګوند غړی دی، د امریکا سنا جرګې ته د یوې طرحې د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل«که پاکستان د افغانستان پر خلاف د سختدریځو او تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، باید په تدریجي ډول پر پاکستان دیپلوماتیک، پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شي.»

ویل کېږي چې دا طرحه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د امریکا پر ضد د تروریستي ډلو د استعمال د مخنیوي لپاره د جان مکین د هلوځلو یوه برخه ده.

د ښاغلي مکین کابو ټول وړاندیزونه د کانګریس له لوري تایید شوي دي.

د جان مکین طرحه امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان د حکومت د پرزولو او ځپلو لپاره د طالبانو د هڅو مخه ونیسي او په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کمې کړي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره مکین د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د ترهګرو، په تېره بیا د حقاني شبکې د غړیو د ځپلو لپاره امریکايي پوځیانو ته د زیات واک سپارلو غوښتنه کړې ده.

د جان مکین په طرحه کې په افغانستان کې د پخلاینې لپاره له افغانستان، پاکستان، چین، هند ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ځینو نورو هیوادونو سره د خبرو لپاره د چوکاټونو د جوړېدو له لارې د امریکا د سیمه ییزو او دیپلوماتیکو هلوځلو د زیاتېدا غوښتنه شوې ده.

د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د رييس په طرحه کې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه او د افغانسان اقتصادي مرسته شامله ده.

تراوسه پورې د ښاغلي مکین طرحه د امریکا د سنا جرګې له لوري رایو ته وړاندې شوې نه ده.

له بلې خوا متقاعد جنرال توماس مک اینرني له فکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې پاکستان د افغانستان د ناامنۍ مسوول دی او ترڅو چې پر پاکستان فشار ډېر نه شي افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو هم د دغه هیواد ستونزه نه حل کېږي.

د ښاغلي مک اینرني د څرګندونو جزییات په یوه جلا راپور کې وروسته وړاندې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *