ـ مهمه نده، چې عمر دې څومره دی، له مور سره د مینې په خاطر د سلام پر وخت هغه په غېږ کې ونیسه!

ـ په تلیفون د خبرو پرمهال که چا بلې اړیکي ته ځواب ورکاوه، خپله اړیکه پرې کړه!

ـ هېڅکله د یو لوی غم پر مهال چاته مه وایه :(پوهېږم چې په څه حال کې یې)، په حقیقت کې نه پوهېږې.

ـ د زړه له تله مینه وکړه، کېدای شي په پیل کې دا کار ستونزمن وي، خو د ژوند د دوام لپاره بله لار نشته!

ـ د هغه څه په اړه چې پوره متوجه شوی نه یې په اړه یې قضاوت مه کوه!

ـ کله چې غواړئ ځینو پوښتنو ته ځواب ورنکړئ، موسک شئ او پوښتونکي ته ووایئ :”د څه لپاره غواړې پدې موضوع وپوهېږې؟”

ـ هېڅکله بریالیتوب له ښکاره کېدو وړاندې مه څرګندوه!

ـ هېڅکله د فلم پای او ښه کتابونه چاته مه معرفي کوه!

ـ که کله له کاره ستړی کېږې، خو مجبور یې دوام ورکړې، مخ او لاسونه دې ووینځه او جورابې دې بدلې کړه، وبه وینې چې د کار لپاره تازه انرژي ترلاسه کړې.

ـ د ارامۍ او خوشبختۍ په اړه تېروتنه مه کوه!

ـ هېڅکله د دویم لاس توکو په پلورنځیو کې برقي وسایل مه پېرئ!

ـ داسې مسلک انتخاب کړئ، چې د بانک د اکاونټ په اندازه مو روح هم ورسره غني وي!

ـ کله مو هم چې وخت پیدا کړ د خپلو اولادونو لاسونه په لاسونو کې ونیسئ، ځکه کېدای شي د وخت په تېرېدو بیا هغوی ددې عمل اجازه درنکړي.

ـ د چتریو په منځ کې روښانه رنګ لرونکې انتخاب کړئ، ځکه هم یې پیدا کول اسان دي او هم به په باراني ورځو کې ستاسو د خوشالۍ او خوښۍ سبب وي.

ـ چې جامې دې خړې وي، خواږه مه خوره!

ـ کله هم د کار په ځای کې خپلې کورنۍ ستونزې مه یادوه!

ـ د سفر پرمهال که هوټل ته رسېږې هغه یو انتخابوه، چې د نورو په منځ کې وي!

ـ د غسل پرمهال په حمام کې زمزمه کوه!

ـ د پیدایښت د کلیزې په ورځ ونه وکره!

ـ پداسې ډول ژوند وکړه، چې کله دې هم زامن مهرباني او نیکي وویني، ته یې په یاد شې.

ـ بچیان له تنبیې وروسته په غېږ کې ونیسئ!

ـ یوازې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړئ، چې نشتون یې تاسو نا راحته نکړي.

ـ خپل لاسي ساعت پېنځه دقیقې مخکې برابر کړئ.

ـ له ماشومانو سره د لوبو پرمهال پرېږدئ، هغوی ګټونګي شي.

ـ چې وږي یاست د غذایي توکو خریدارۍ ته مه ورځئ، له اندازې به زیات و پېرئ.

ـ بښونکی او مهربانه اوسه، وړاندې تر دې چې ته دنیا ته راغلې ډېر کارونه ترسره شوي وو.

ـ د هغو  په اړه چې د بایللو لپاره څه نه لري، و ویرېږه!

ـ له یاده مه وباسه؛ خوښي یوازې د هغو په نصیب کېږي، چې په لټه کې یې وي.

3 thoughts on “مخکې له دې چې ومرئ، ویې لولئ!\ژباړن: حزب الله اتل”
  1. ډیر ښه توکی دی او باید د ژوند تر پایه، یانی تر هغه چی مرې، هیر دی نه وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *