ځينې کسان وايي چې ښکلا په پديدو کې نه بلکې زموږ په نظرونو او نفس کې ده چې افلاطون هم ددې نظريې پلوي دی . ددې نظريې منونکي وايې چې الله پاک چې هر څه خلق کړي واړه ښکلي دي . دغه راز دوی استدلال کوي چې که يو انسان بل انسان بدرنګ بولي نو دا تېروتنه ده ځکه چې د انسان په وس پوره نده چې بل انسان وپنځوي نو چې داسې ده حق هم نلري چې په هغه څه د بدرنګ فتوا وکړي چې دی نه بلکې الله يې خالق دی .
د ښکلاپوهنې په ځمکه دويمه نظريه د ارستو ده چې وايي : ښکلا په بهر کې ده . دغه شان ارستو د ښکلا پېژندنې لپاره يو اصل تناسب بللی ، له تناسب موخه داده چې که يو کس لس کلن وي خو پېښې يې د دوکلن ماشوم په څېر وړې پاتې وي نو بدرنګ يې بللی شو .
چې ښه واضح شي يو بل مثال به هم راوړو فرض کړی چې يوه پيغله ده خو په جبين يې لږ برېت او يا ږيره هم لیدل کيږي، يا يو ځوان دی چې ږېره يې نشته چې موږ ورته کوسه وايو . دغه دواړه ډوله خلک بدرنګ ځکه بلل کيږي چې په دوی کې دښکلا تناسب موجود ندی . معمولا د ښځينه وو مخ چې څومره صفا او له ويښتانو پاک وي ښکلی ښکاري خو د نارينه که بيا ږيره نه وي هم د دغسې کمي په سترګه ورته کتل کيږي . يانې څنګه چې زموږ په ذهن کې د ښکلا لپاره کوم معيار جوړ دی هغه ښکلاده که دغه معیار په چا کې وو ښکلی دی او کنه وو بدرنګ .
په هر صورت ښکلا پوهنه لوی بحث غواړي خو د انساني ښکلا لپاره ځينې معيارونه شتون لري چې دغه معيارونه هم داسې ندي چې په ټوله دنيا کې د يوشان عملي شي مثلا په افريقا کې تر ټولو ډبل شونډې او توره ښځه ښايسته بلل کيږي. خو په شرق کې بيا سپين يا غنم رنګی پوست ښکلی بولو .
راځئ د پښتو ژبې د دوه تکړه او نو مياليو شاعرانو په شعرونو کې چې يويې پيرمحمد کاروان او بل سيدشاه سعود دی هم ددغسې صحنې او اختلاف نظر تماشه وکړو، فلسفي سيدشاه سعود وايي :
دلته حسن خياطۍ ته رسيدلی
مينه تشه اندامونو کې اوسيږي
دلته تش د سوداګرو تجارت دی
محبت په دوکانونوکې خرڅيږي
سعود په پورته بيتونو کې دا ويل غواړي چې اوسنۍ نقلي او کاذبه ښکلا خرڅيږي بس چې ماديات درسره وي ، دوکانونه ترې ډک دی . سعود له حقيقي مينې او ښکلا منکر ندی بلکې دی وخت مجبوری کړی چې دغسې خبره وکړي او ښکلا انساني خلاقيت وبولي .
خو کاروان چې واقعي او ريښتنی مين دی او ظاهري او مادي ښکلا ورته بې ارزښته ده وايي
تاسره هر جامه ښه ښکاريږي
دا هنر کله د خياط منمه
ددغسې فکري يا موضوعي توپير بېلګې شايد د نورو شاعرانو په شعرو کې هم ومومو، مګر دې ته پام پکار دی چې، که سعود وايي چې حسن خياطۍ ته رسېدلی هم ښه وايي او يا که کاروان د سعود برعکس خبره کوي هم د نښې منځ ولي . ځکه چې زموږ ولسي شعر يا لنډۍ د دوی واړو نظر تايئدوي :
مخ د بې خاله ښايسته دی
که خال پرې کېږدې مابه ورک کړې له وطنه
۱۳۹۴-۲-۶
اروال صیب ، چې اپلا تون او ارستو ته ورڅې چې ښکلا در و پیژني نو بل نر به د وخته درنه تښتولې وي. هغه څه کوې، خپل را وا خله چې امکان یې شته
دا څو معیارونه و ګوره .
نه دې قد شته نه دې ونه خدای د مین ګړم په دې درې چارکه زنه؟
توره غنم رنګه جلفۍ خوند کوي
هلکه که تور وي څه پروا ده + جلۍ چې توره شي بنګړي دې خرڅوینه
یا : تور خو بوراوي چې ګلونه بو یوینه
توره بارامخا نه نوا به+ څڼې دې غوړې که چې بادیې ر پو ینه نوا به
مخ دې په سپین کې سرخي وايي+ لکه خا سه چې پر ګلاب و غوړوینه
په ملک د کندهار کې یو خوشرنګه شازا ده و
نا مه یې جمالخان و په ښلیست کې ازمو ده و
یتیم له پلاره پاتې ښایسته و ډیر بېشا نه
سرې سترګې نرۍ غاړه مخ یې سپین و له آفتا به
په دغو کې بیا هر صفت تشریح کړه: سرې سترګې څه ما نا؟
نرئ غاړه؟ نرئ غاړه؟
بیا له همدغو د بدني ښکلا یو معیار را و باسه
کشمالی صيب ته غلت شوی يې زما هدف د کاروان او سعود اختلاف نظر او بيا د لنډۍ کمال دی چې دواړه تاييدوي کنه زه پوهېږم چې ښکلي څه دي او بد رنګ څه دي، د اپلاتو او ارسطو خبرې په ښکلا پوهنه کې منل شوي معيارونه دي نو ځکه مې راوړي . زه له انتقاده نه وېرېږم …