د طالبانو له واکمني څخه وروسته د نړيوالې ټولنې په مرسته لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه، د ژوند په ډېرو چارو کې پرمختګونه وشول، د هيواد اردو جوړه شوه، په کتابونو پراته ګردونه لرې شول، د ښوونځيو ودانۍ، روغتونونه، سړکونه جوړ او عام المنفع پروژو په فعاليت پيل وکړ.
داسې ښکارېده، لکه بې سېکه وجود ته چې بیا روح را ننوځي، وجود په فعاليت پيل وکړ، ګران هيواد د همداسې خپلسريو زورواکيو او بدبختيو اوږدې لسیزې تر شا پرې ايښې دي.
بیان ازادي د خلکو غږ منعکس کړ، ولس او دولت له ډېرو ناويلو خبر شو، تلويزيونونو، راډيو ګانو، ورځپاڼو، مجلو نور هم د بیان ازادي ته ځواک وروباښه.
په لرې پرتو سیمو کې د خلکو شوراګانې جوړې شوې، مدني او فرهنګي ټولنو په فعاليت پيل وکړ، د بیان ازادي په وړاندې خلکو وېره لرې شوه، له ټوپکمار او ټوپک سالار څخه ونه وېرېدل او خپلې د زړه خبرې يې له خلکو او ولس سره شريکې کړې، ټوپکمارو هم خپل سوليدلي ټوپکونه د ډي، ډي، ار پروسې ته وسپارل او ډېرې پیسې يې لاس ته راوړلې، همدارنګه د هيواد په نظام کې يې خپل ځانونه شريک کړل، که پرون يې په کله ږيره او لوڅ سر د خلکو قتل روا بلل، خو نن يې فکري زاويې يو سل اويا په اندازه تغير کړی دی.
په تېرو څوارلسو کلونو کې مو که هر څومره ډېرې قربانۍ ورکړې، خو بیا هم د بیان ازادي تر ډېره حفظ شوې ده، تر ډېره په مطبوعاتو کې ولسمشر، اجرايه ریس او نورو لوړپوړو چارواکو په اړه خلک خپلې نيوکې کوي ا و ډېری وخت د غه نيوکې په ټولنه او دولت کې د سمون انګیزه ورکوي.
موضوع نوره هم راته دلچسپه شوه او داسې مې وانګېرله، چې د کليوال ملګري ټولنې غړي به نيول شوي وي، هغوی تحقیقاتو په پایله کې به د غزني امنيه قوماندان رسنۍ راغوښتې وي او د یادې مدني ټولنې په کړنو به يې کره شواهد لاس ته راوړي وي.
راپورمې ولووست، راپور په یوه برخه کې داسې هم راغلي و((کله چې د غزني پر محکمه برید وشو، د دې ټولنې یو غړی د وسله والو طالبانو په جسدونو پسې ګرځېده ما ورته زنګ و واهه او ورته ومې وويل چې ته طالب يې او هغو ته کار کوې))
نور هم حيران شوم، چې د غزني په محکمه بريد وشو، د کليوال ملګري ټولنې غړی د طالب ترهګرو په جسدونو پسې ګرځي او قوماندان صيب ورته يواځې د تيلفون په وسیله طالب وايي، کله چې يو کس د طالبانو غړی وي، د غزني په ښار کې اوسي او قوماندان صاحب ورته په تيلفون اخطار ورکوي، چې ته طالب يې، نو ماته دا د قوماندان صاحب د بېوسۍ وروستی حد ښکاري، قوماندان سره پوليس شته، زور لري، همدغه طالب يې باید په هغه ورځ نيولی وای او پوښتنه يې ترې کړې وای، چې ته ولې د طالب ترهګرو جسدونه لېږدوې، نو هغه مهال به موږ شک په یقين بدل شوی وای.
په راپور کې د کليوال ملګري ټولنې د مشر خبرې هم را اخيستل شوې دي، چې نوموړي دغه ټول تورونه رد کړي دي، هغوی د خلکو د حقه حقونو غږ پورته کول خپله دنده بللې ده، نوموړي په خبره د خلکو په منځ کې د ولس لپاره کار کوو او هيڅ داسې اسناد هم شتون نه لري، چې د کلیوال ملګري ټولنې غړي دې له طالبانو سره اړيکې ولري، د نوموړي په خبره ډېری ملګرو يې د طالب له وېرې خپل کور او کلی پرې ايښی دی.
همدارنګه په راپور کې د يوه مکتوب ذکر هم راغلی و، د طالبانو نفوذي قوماندان ملا اخترمحمد ساپي سره د دوی د ناستې لپاره چمتو شوی و، خو د مکتوب متن او عکس هم په راپور کې شتون نه لري، د غزني په ګډون جنوبي زون کې هيڅ ساپيان نشته، نو دا خبره هم له انصافه راته لرې ښکاره شوه.
ددغه راپور له خپرېدو وروسته مې فکر وکړ، چې پښتون تل د پښتون پلې وهلې دي، تل يې په کمين کې ورته لومې ايښې دي، جنرال امين الله امرخېل يو پښتون جنرال دی، د ټول هيواد او خلګو وياړ دی، نوموړی له مافياسره تړلی نه دی، تل له ولسونو سره نژدې پاتې شوی دی، خو کېدای شي، چې د ناسم پوهاوي له امله د قوماندان جنرال امين الله امرخېل له څرګندونو وروسته ځينو کړيو په يوه غشي دوه نښې ښکار کړې وي چې يو د جنرال امين الله امرخېل حثيت ته د صدمې روسول و،بل یه له قوماندان سر د کليوال ملګري ټولنې اړيکې خړې پړې کړي، په همدې کړنو به ځينو هغه مخکينو سولېدلو پرزو هم د ځوښۍ اتڼونه کړي وي.
همدارنګه کليوال ملګري ټولنه چې يه غزني کې يې د خپل محروم ولس ستونزې رابرسېره کړې دي، تل يې د ولسونو د عامه پوهاوي لپاره فکري مبارزه کړې ده، باید هغوی وياړل شوي وای، هغوی سره باید قوماندان صيب له نژدې خبرې کړې وای او که په خبره جرم يې ثابت وي، نو باید تر مطبوعاتي کنفرانس وړاندې زندان ته وړل شوي وای، خو تر کومه چې جنرال امين الله امرخېل پېژنم، د ټول هيواد لپاره يې وياړ بولم، نوموړي په غزني کې تر ډېره د سمون او پرمختګ هلې ځلې کړې دي، تل يې د خلکو ستونزو ته ځان رسولی دی، خو ددې توقع مې نه وه، چې له غزني نه به يوه ورځ داسې راپورونه هم ګورم چې ګواکې ټولنه به د مخالفينو په اشاره خپلې چارې پر مخ وړي.
کليوال ملګري ټولنې غړي زما د وجود برخه ده، قوماندان صيب مې وجود دی، زما وجود ناقراره دی، د وجود همدا برخه مې څړيکې کوي، چې ولې په يوه داسې ټولنه کې چې هلته يو څوک د خپل محروم اکثريت چيغو ته انعکاس ورکوي، ښايي دوی ځکه له طالبانو سره په اړيکو تورن وي، چې پښتانه دي، څومره زيان چې د کليوال ملګري ټولنې غړو ته رسېدلی دی، دوه برابره تاوان يې جنرال امين الله امرخېل ته هم ورسېدل، موږ په دې اند و، چې غزني ته به د جنرال امين الله امرځېل تګ پښتانه سره منسجم کړي، پښتانه به يې ملا وتړي او امرخېل صيب به يې ستونزو ته ځان ورسوي، خو بدبختانه چې څه ژرنده خرابه وه ا ولږ غنم لانده وختل.
جنرال صاحب په غزني کې د فحش او فساد مخه هم نيولې ده، په غزني کې د جنسی اړيکو د مافیا غړي او دلالان يې نيولي دي، قوماندان صيب کړنې د ارزښت وړ دي، پر دې هيله چې قوماندان صیب به د همدې فسق او فحشا خپروونکو ته قانوني جزا ورکړي.
زما د زړه درد دی، که کليوال ملګري سترګې ګڼم، نو جنرال امين الله امرخېل مې زړه ګڼم، دواړو بريا او خوشالي د ځان خوښي او بريا ګڼم.