حبیب وقار

تا له ترکمنستانه تر افغانستان پورې د برېښنا د لېږد پروژه، يوه ملي پروژه ده نه بايد له مدني حرکتونو هم ملنډې جوړې کړو، دولت که د برېښنا د تګلوري له پاره کومه پرېکړه کوي نو د سروې، ارزونو، د سيمې د خلکو نظرونو او تخنيکي مسايلو سره په کتو سره يې مخته وړي او پيل کوي يې.

له څو ورځو راهيسې د (تا) پروژې د برېښنا د لېږد د تګلوري په اړه د قومونو، ولايتونو او چارواکو له لوري ناندرۍ روانې دي. د باميانو ولسونو چې په مشرتابه کې يې د دولت لوړ پوړي چارواکي وو لاريونونه وکړل او دا يې خپل حق وباله چې د (تا) برېښنا پروژه دې د سالنګ په ځای له باميانو ولایت تېره شي او باميانو ته دې برېښنا ورکړي.

لومړی بايد دې ته راشو چې د هېواد په کچه درېیم کس چې د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش دی، د دولت لوړ پوړی چارواکی محمد محقق چې د اجرايه رياست لومړی مرستيال دی، محمد کريم خلیلي چې د سولې شورا مرستيال دی، د پارلمان وکيلان او نور دولتي چارواکي ولې په داسې حرکتونو کې لارو او کوڅو ته راوزي. دوی بيانيې ورکوي چې دولت بايد داسې وکړي او هغسې ورکړي په داسې حال کې چې دولت خپله له همدې چارواکو جوړ دی، آیا دوی نه شي کولای دا ډول ستونزې په دولت کې د ننه حل کړي ماته خو داسې کار عاقلانه نه ښکاري. له بلې خو دا چارواکي د يوه ولايت او يوه قوم چارواکي نه دي دوی باید د ټول هېواد په کچه فکر او عمل وکړي.

خو يوه خبره شته چې دا ډول چارواکي غواړي خپلو قومونو ته ځانونه سپينې ملايکې وښيي او دوی ته ووايي چې تل يې تر څنګ دي. خپلو قومونو ته ووايي چې يوازې د خپلو دولتي چوکو غم ورسره نشته، تر ټولو ډېر د دوی غم اخستي خو په اصل کې دې ډول کسانو تل په خپلو قومونو سوداګري کړې، له دوی يې له سیند څخه د پورېوتو  پل جوړ کړی او بيا چې کله له سيند پورېوتلي، دوی يې بېرته په سیند لاهو کړي دي.

له بلې خوا ځينو نورو قومونو او ولايتونو په پکتيا، خوست او نورو ځايونو کې بیرغونه پورته کړي چې (تا) زموږ حق دی او بايد موږ ته راکړل شي. که چېرې موږ د دولت د هرې پروژې د پلي کېدو او عملي کار په مخ کې همدا ډول خنډ واقع شو او په هره خبره مدني حرکتونه را وباسو، دا به مو له ملي پروژو او د دولت د کار په مخ کې لوی خنډونه جوړ کړي وي.

يوه بله خبره هم ډېره د افسوس وړ ده چې په دې ډېرو کلونو کې يوه ګوند، قومي سوداګرو، مدني ټولنو او هېچا هم کوم مدني حرکت ونه کړ چې موږ له دولت او نړيوالې ټولنې غواړو چې د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان د برېښنا په ځای دې زموږ خپل نیم ويجاړ بندونه او فابريکې جوړې کړي.

زه د خپلو فابريکو يوه لنډه بېګله د چک برېښنا کوټ ورکوم، د ((وردګ چک برېښنا)) فابريکه د کابل په ۶۰ کيلومتري کې پرته ده، درې توربينه لري او کولای شي چې د وردګو ولایت تر څنګ نورو ولايتونو ته هم برېښنا ورکړي. دا فابريکه له کلونو نيمه ويجاړه پرته ده. په تېرو کلونو کې به چې کله د دې برېښنا د ولې نه جوړېدو خبره وشوه، دولتي چارواکو به ويل چې هلته امنیت نشته خو د تېر کال راهيسې هلته بشپړ امنيت دی، بيا يې هم د جوړېدو له پاره کوم هوډ نشته. دا ډول ډېرې نورې فابريکې هم نيمه ويجاړې پرتې دي.

نو له مدني حرکتونو، دولتي چارواکو، ګوندونو، قومي ټېکه دارانو او سوداګرو هيله ده چې خپل مدني حرکتونه يو څه له ملي ګټو سره سم وکړي نه دا چې په دې ډول حرکتونو سره نور هم ځان، خلکو او دولت ته زيان ورسوي.

د ښاغلي وقار نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *