تاند – د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر فعالانو د وسله والو طالبانو له خوا په رڼا ورځ د منګلو لېسې په نامه یوه ښوونځي ورانول وغندل او دا یې له علم سره د یادې ډلې د دښمنۍ ثبوت وګاڼه.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو څخه ښکاري چې یاد ښوونځی د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې دی.
ښاغلي جنت آریوب ځاځي لیکلي، «د پنجاب ګوډاګیانو تل د پښتون پښې وهلي، له زده کړو یې پاتې کړی او د پنجاب محتاجۍ ته یې اړ کړی [د ازرې ولسوالۍ د منګل لیسې تازه پيښه]. مغزو کې مې یوه پوښتنه راڅرخي، چې دا ګوډاګیان به د خپلو میرمنو د بواسیرو درملنه پر کوم پنجابي نارینه ډاکټر کوي؟»
ښاغلي محمد رسول پردېس لیکلي، «دوی مطمئن دي چی یوه ورځ به د ګلبدین غوندی سوله وکړی او پښتانه مسلمانان به ورته غونډې جوړوی او د شعر په ژبه به ورته شه راغلاست وایی.»
ښاغلي طاهر ساپي لیکلي، «د خدای لپاره پښتنو ځانونه وپیژنۍ
ستاسو لپاره خو به ځانله پیغمبر نه راځي
زه یې په لیدلو لیونی کیږم خلک یې په کولو نه شرمیږي انسان څومره بدرنګه دی انسان څومره ښایسته دی .
ددې لپاره به کوم دلیل وي چې (طلب العلم فریضه علی کل مسلم و مسلمه : الحدیث)
تېره شپه د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ کې د زراعت لیسې لابراتوار هم سوځول شوی دی .
د ازرې لیسه یې په تبرونو دانه دانه کړه .
مړ هم زه او پړ هم زه»
ښاغلی نجیب ننګیال لیکي، «عباسي خلافت د مسلمانانو د شان او شوکت زمانه وه. طب، کیمیا، فزیک، هندسه، فلکیات، فلسفه،…… او ریسرچ کې د مسلمانانو نوم و. یواځینۍ سهوه یې دا وه چې د خلافت د پولو څخه دفاع هغسې چې لازمه وه، نه یې وه سنجولې. چنګېزیانو برید وکړ. په لکونو خلک یې ووژل. هر څه یې تالا کړل. ښارونه یې وسوځول. خو تاریخ پوهانو ته تر ټولو ډېر درد د بغداد او کوفې ریسرچ لایبریریانو ور وستی. ځکه هغه په لکونو کتابونه چې د دغو ښارونو په کتابتونو کې پراته و، د ټول انسانیت امانت و. شاید نړۍ د هغو په اساس ډېر ژر پرمختګ کړی وای. چنګېز تر ننه د خلکو په فکر کې یو نهایي وحشي او تاریک ذهنه سړی منعکس شوی. چې د ژوند، فرهنګ، علم او هوساینې دښمن و. په وینو روږدی و او زړه یې تر فولادو کلک و. د دې عکس په لیدو مې ذهن شاوخوا ۱۰۰۰ کاله شاته ولاړ. ته وا دا د لوګر ښوونځی نه دی. بغداد دی او د عباسي خلافت کتابتون. دا طالب نه دی، د هلاکوخان لښکر دی او په لوټ و تالان لګیا دی. رڼاوې وژني او ښارونه نړوي. طالبه! تاریخ که نور هیڅ در پسې ونه لیکي. یواځې همدا عکس دې په پوره امانت محفوظ کړي، نو کفایت کوي چې د دې وطن راتلونکي نسلونه لاړې در تف کړي. د اطلاعاتو و فرهنګ مسئولینو! دا انځور په ښه کیفیت چاپ کړئ. د هېواد ټولو میوزیمونو کې یې وساتئ. پرې ولیکئ: “د طالبي لښکر مجاهد د جهاد په مهال، لوګر، ابتدایه ښوونځی، د ۲۰۱۷ م د نومبر ۱۵ مه”»
ښاغلي جمعه خان لیکلي، «د تمدن، انسانیت او اسلامیت دښمنه،
مات یی کړه.
پښتنو ته د غیرت معنی همدا ده.»

ښاغلي علم ګل سحر د ښاغلي بهیج عثماني لیکنه را اخیستې او په خپل وال یې پست کړې ده چې لیکي، «څو کالونه وروسته به دا سړی خپلو بچيانو ته د خپلې مېړانې، اتلولۍ او جهادونو کیسې کوي. کټمټ لکه زموږ پلرونه او نيکونه یې چې کوي. دا جناب د لوګر په ازره کې د “منګل” په نوم د ښوونځی په نړولو بوخت دی.»
ښاغلي عنایت ساپي لیکلي، «دا یوه شیشه به یی په دا سترګو کې ونه لګیږي که نه…د ښوونځي د کړکۍ شیشې دا یوه ځواني خو وکړه چی دا سترګې یی ړندې کړه، کولنګ خپله غورځوي. هله شیشی ژر شه، ولس ته مه په تمه کیږه.»
ښاغلي محمد تنها لیکلي، «په لوګر کې یو څڼور ولاړ دی د ښوونځي کړکیو ته یې تبر نیولی او ماتوي یې، ټول کلی او ټوله سیمه له پینځه زره کلن تاریخ، هسکوشملو، پښتني غیرت او پوره ایماندرۍ سره ورته ولاړه ده او برګ برګ ورته ګوري. په یوه کې دومره مېړانه پیدا نسوه چې را پاڅېږي او دا د خنذیر اولاد تر مرۍ ونیسي چې ولي مو د نسلونو راتلونکي خرابوې ؟
هی! منئ یې کنه خو دا پښتون چې ډېر د دین، غیرت او شملو دعوه کوي، دغه تر ټولو بېدینه، بېغیرته او ناسیاله دی.
څه پښتون؟ څه یې غیرت؟ څه یې ننګونه؟
خو خپل غولي ته راوړي پردي جنګونه
د وطن د مور ټیکری یې دی بایللی
خو ګټي پردی چلتار، پردي لنګونه»
ښاغلي خوشال خلیل لیکلي، «زموږ د کلي مشران کیسه کوي وایي د جهاد په شروع کې چې مجاهدینو زموږ لیسه وسوځوله، نو هلته لرې د انګریزي یوه ډکشنري هم نیمایي اور اخیستی و، بس کوم مجاهد ورغی او اور یې مړ کړ او ډکشنري یې را پورته او ښکل کړه سینې پورې یې ونیوله، وې ویل، “ستا له دې میده میده ټکو جار سم ”
مطلب د قران شریف ګومان یې ورباندې کړی و، خو اوسني جهادیان یعنې طالبان قران ته نه ګوري له مخې یې سوځوي. هیګل وایي تاریخ تکراریږي خو دویم تکرار یې بیخي ډرامه وي.»
د ښوونځیو سوځول او ورانول یو نوی کار ندی. زمونږ په معاصر تاریخ کې لومړي سقاو « خادم دین ؟؟؟ » او ګوډ ملا د ښوونځیو د تړلو فتواوي او فرمانونه صادر کړل.
د جهاد په وخت کې هم د افغانستان ټولو ښوونځیو د تړلو ، ورانولو او سوځولو پرېکړي له پنجابه صادرې شوي چې په پایله کې زمونږ څو نسله ځوانان بېسواده او د معارف او علم له فیضه محرومه پاته شول.
د مجاهدینو اوټالیبانو د خپل « اسلامي دولت او امارت » په وخت کې د ټولو ښوونځیو دروازې تړلې پرېښودلې.
اوس چې د ولس ، وخت او نړیوالې ترقۍ او غوښتنو په اساس بیا د ښوونځیو دروازې زمونږ د ماشومانو پرمخ خلاصې شویدي ، د ترقۍ او پرمختګ دښمنان بیا را پورته شوي دي او لکه خفاشان شپه او ورځ لګیا دي دمعارف او علم شمعې وژني دا د غیرت او دین پتنګان د خپلوماشومانو د راتلونکې د بربادۍ لپاره کولنګ پراوږه او د پاک کلام د لومړي نازل شوي ایت شریف ( بسم الله الرحمن الرحيم اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ )
\د حکم خلاف د لوستلو او زده کړې ځای یعنې ښوونځی ورانوي.
تعدادې از فرامین جالب ملا خادم دین کلکاني:
چون بمرحمت حضرت الهی و تائیدات دین رسالت پناهی به خلع به امانالله مخرب دین که یگانه آرزوی ما و شما بود موفق شدم از بدو جلوس خود اجراآت نامشروع او را ممنوع نمودهام برای آگاهی شما غیرتداران دین حضرت سیدالانام ذیلاً مینگارم
مکاتب انگریزی و فرانسوی و جرمنی را موقوف کردم.
فرستادن دخترها را که در خارجه نموده بود چون بدناموسی ملت بود جایز ندانستم و آنها را خواسته دیگر فرستادن را قطعاً ممنوع نمودم.
حساب هندسه انگریزی را رواج داده بود موقوف کردم.
برآمدن زنان و دختران بالغه را بدون اجازه ولی شان و مکتب مستوراترا موقوف کردم.
آنچه کوشش برای ترقیات دنیای دو روزه بدون ملاحظات دینی داشت و از آنها ضرر دینی آنها بظهور میرسید ممنوع نمودم.
ملا عبدالله خان {مشهور به «ملای لنگ»} مرحوم سمت جنوبی را که در راه سربازی دین مقتول ساخته بود امر دادم که مرقدش درست و آباد کرده شود.
از نزد فقرات فوق شمایان را اطلاع دادم که مستحضر باشید و علاوتاً از فقرات فوقالذکر مراعات اهالی را بفقرات ذیل نیز نمودم:
۱- بخشش باقیات سالهای ماضی الی اخیر۱۳۴۷ که از قسم مالیاتی بر ذمه رعایا ملکان باقی مانده باشد.
۲- ملازمت نظام خوشی برضاء بمعاش ماهواره بیست روپیه و چهار سیر غله در سال و دو دست دریشی و یک جوره بوت.
۳- معافی اضافات مالیاتی از قبیل طرقی و سرک پلی و باقی وغیره.
این همه تکالیف خلاف شرع شریف را ممنوع کرده مالیه حقیه اسلامی را که شارع حکم داده منظور کردهام و در آسودهحالی احوال رعایا چنانچه باید و شاید کوشیده و میکوشم و تمام اجراآت مملکتی را بر طبق جواز شرع انور نموده و مینمایم