خبریال: سیف الرحمن شهاب/ ښرنه – په پکتیکا کې د یو شمیر ځایي رسنیو خبریالان، او مدني فعالان د دې ولایت د ریښتني انځور د وړاندې کولو په موخه په دې ولایت کې د ملي او او نړیوالو رسنیو د استازو د شتون غوښتنه کوي.

مدني فعال او د سیمییزې لېمه راډیو مشر عزیزالله امیري په دې ولایت کې د ملي او نړیوالو رسنیو د استازیو شتون د پکتیکا له مهمو اړتیاوو بولي او وایي چې یادو رسنیو په دې هکله خپل مسولیت په سم ډول نه دی ادا کړی او پر خبره یې چې په دې ولایت کې د یادو رسنیو د استازیو د نشتون په سبب ددې ولایت ډیرې مهمې پېښې پټې پاتې شوې او تر ډیره ددې سیمې د خلکو ستونزې هم پر خپل وخت له اړونده ادارو سره نه دې شریکې شوې.

مدني فعال جمال الدین الهام وایي،(( یو شمیر ملي او نړیوالې رسنۍ ډیری وختونه د پکتیا او پکتیکا د نومونو تفکیک هم نه کوي او د پکتیکا پېښه په پکتیا او د پکتیا اکثره پیښې په دې ولایت پورې تړي.)) د ده په وینا د دې ولایت د سم انځور د ښودلو په موخه نړیوالې او ملي رسنۍ باید خپل استازي او خبریالان په پکتیکا کې پر دندو وګوماري.

له بلې خوا خپلواک خبریال محمدالله همتیار وایي چې دوی به د دې ستونزې د حل په موخه په پکتیکا کې د مېشتو خبریالانو او مدني فعالانو په مرسته د ملي او نړیوالو رسنیو د جذب په موخه په یوه ګډه ستراتیژي او کړنلارې کار وکړي  څو د پکتیکا واقعي انځور تر هیواد او نړیوالو پورې په رښتیني ډول وړاندې شي. دده پر خبره چې یو شمیر رسنیو د زون په کچه خبریالان ټاکلي، او یاد خبریالان د تلیفون په واسطه د پکتیکا معلومات په ګوډ او مات ډول په خوست یا پکتیا ولایتونو کې تر لاسه کوي او وروسته یې له خپلو اړوندو رسنیو سره شریکوي.

په عین حال کې د پکتیکا د خپلواکو ژورنالیستانو مشر محمد یاسین یاسین مني چې په دې ولایت کې د نړیوالو او ملي رسنیو د استازو د نشتون ستونزه دوامداره پاتې شوې خو وایي چې یاده ستونزه یې په ځلونو د خلکو او دولتي چارواکو په مرسته له رسنیزو ادارو سره شریکه کړې او په وینا یې چې یادې رسنۍ په رښتیني ډول د خلکو ستونزو ته رسیدګي نه کوي او دخپلو پالیسیو او کړنلارو له مخې په ولایتونو کې استازي ټاکي.

د یاسین په خبره چې د یادو رسنیو ادارو ته یې په څو ځله په پکتیکا کې د میشتو خبریالانو اسناد لیږلي او د دوی د کاري تجربې په هکله یې ورته معلومات ورکړي خو تر اوسه هم کومې ادارې پرې غوږ نه دی ګرولی، او ان تردې چې د پکتیکا او د پکتیکا د ولسونو د ستونزو اوریدو په موخه یې بې له کوم بدیل او امتیازه له یادو رسنیو سره معلومات شریک کړي خو دې رسنیو ځان ګوښه نیولی او نه یې دي غوښتي چې په داسې سیمو کې استازي ولري.

یاده دې وي چې په پکتیکا کې یوازې دوه رسنۍ ، پژواک خبري اژانس او کلید ګروپ استازي لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *