” ته د مدنيت لپاره استول شوى يې”
مدنیت د اسلام مقدس دین له نظره تر ټولو مخکې خپل ږغ پورته کړی دی.
چې ښه بېلګه یې د حضرت محمد ص ظهور دى، کله چې تر اسلام مخکې عربو خپلي لوڼې ژوندۍ ښخولې، خداى تعالى نړۍ ته پېغمبر ص راولېږه هغه مبارک ته دا پيغام ورکړل شو چې: ته مو د رحمت او مدنیت لپاره لېږلی یې، ځکه نو حضرت محمد ص خپل دروند رسالت ته په کتلو سره د یثرب ښار د مدینې په نوم و نومولو، مدینه او مدنیت هغه ستر بشري او انساني کلمات دي،چې د نړۍ هیڅ دین مخکې تر اسلام کړى نه وو.
په هر حال، په افغانستان کې د اوسنېو مدني فعاليتونه او ټولنو په وړاندې بېل تعبيرونه شتون لري، او يو تعريف نه ورکول کيږي:
ډېر د اپوزيسيون او مدني فعاليتونو توپير نشي کولى؛ او مدني ټولنې دولت ضد ادارې ګڼي څوک يې دولت پورې تړلې او د دولتي چوکاټ برخه ګڼي. د پروژې،د بهرنيو لخوا ملاتړ کېدونکو ادارو په نوم هم ياديږي داچې مدني فعاليت څه دى؟ څه ځانګړنې لري؟ او مدني فعال څوک دى؟ په خوست کې د چنار راډيو ريس ژورناليست ليکوال او شاعر سباوون ستوری مهیدي راته وويل:
« د مدني ټولنې یا مدني فعالیت په اړه د نورو ټولنیزو علومو په څېر یو ځانګړی او جامع تعریف نه دی وړاندې شوی، د مدني ټولنې او مدني فعال اصطلاح په هېواد کې د نوي نظام په راتلو سره په رسنیو کې راښکاره شوه چې تر ډېره یې په هېواد کې د سولې د تامین، د قومونو ترمنځ د یووالي په رامنځته کېدو، د هېواد په مختلفو سیمو کې له دولت څخه دخپلو حقونو د غوښتنې، د بشري حقونو د مراعت، د ښې حکومتوالۍ، د فساد پر ضد مبارزه او نورو ټولنیزو او ټولګټو چارو د غوښتنې په هکله یې د لوړپوړو چارواکو تر غوږونو خپل غږونه اوچت کړي دي.
اول به د مدني ټولنې په ماهیت او مفهوم باندې رڼا واچوو، مدني فعالیتونه او مدني ټولنې د تمدن، پرمختګ او مدنیت څخه اخېستل شوي چې تمدن د اقامت غوره کولو او په یو ځای کې مقېمېدلو او سکونت اختیارولو ته وایي چې په معنی د ښار او ښارونو یعنې هغه څه چې پرمختللی، متمدن او ښاري ژوند په خپله غېږه کې ولري، هغې تمدن ویل کیږي. هغه کړنه چې د یوه هېواد او یوې ټولنې د خیر ښېګڼې، پرمختګ او ترقۍ لپاره پیل شي او د ټولنې مادي او معنوي خدمتونه او ګټې پکې خوندي وي، مدني فعالیت ویل کیږي او مدني ټولنه بیا د هغو کسانو راټولیدو ته ویل کیږي چې د خپلې ټولنې د خیر ښېګڼې، پرمختګ او ترقۍ لپاره راټول شي او د خپلې ټولنې مادي او معنوي خدمت وکړي، هغې ته مدني ټولنه وايي.»
پوښتنه: هغه وګړي چې د خپلې ټولنې د پرمختګ ، سوکالۍ او ارمتیا لپاره په مدني حرکتونو باندې لاس پورې کړي او خپل حقوق له دولت او نړیوالو ټولنو څخه د یوه منظم حرکت په چوکاټ کې ترسره کوي، مدني فعالین ګڼل کیږي؟
ځواب:هر کار، ټولنه او فعالیتونه د خپل ځان د نظم او پېژندنې لپاره یو شمېر ځانګړتیاوې لري چې د هغې له رویه خلک کولای شي یو بل سره درک کړي.
مدني فعالیتونه او ټولنې هم یو شمېر ځانګړتیاوې لري چې باید مدني فعالین یې په نظر کې ونیسي.
۱: دا چې مدني فعالیتونه په سوله اییزه فضا کې ترسره کیږي، نو باید چې په منځ کې یې زور زیاتی او خشونت نه وي، ټول مشکلات او پرابلومونه به په سوله اییزه فضا کې حل کوي.
۲: مدني ټولنې د سیاسي ګوندونو خلاف غیر سیاسي ټولنې دي چې د ټولو مدني فعالینو د فکر او نظریو په نظر کې نیولو سره په ګډه کار کوي.
۳: په مدني فعالیتونو کې خلک یوازې د یوې سیمې او یو نژاد لپاره نه بلکې د ټولې ټولنې د ښه چاپیریال، غوره خدمتونو، پرمختللي ژوند او نورو اسانتیاوو لپاره سره یوځای کیږي او خپل غږ پورته کوي.
۴: هر ټولنه باید دخپلو فعالیتونو د روښانولو لپاره یوه ځانګړې اساسنامه او منظمه لایحه باید ولري چې مدني فعالین د هغې په آډانه کې مدني حرکتونه ترسره کړي.
۵: په مدني ټولنه کې د ټولنې ټول وګړي لکه ملا امامان، قومي مشران، ځوانان، ژورنالېستان، لیکوالان ، ملي تجاران او نور په ګډه سره په مختلفو کمیټو ویشل کیږي او د یوې ګډې رهبرۍ تر چتر لاندې فعالیت کوي.
۶: په مدني ټولنو کې باید صبر، حوصله، زغم، تحمل او متقابل احترام شتون ولري.
۷: تر ټولو ستره ځانګړنه یې داده چې په مدني ټولنه کې باید د هر چا نظر او خبرو ته په سړه سینه غوږ ونیول شي او د خپلو کارونو د پرمختګ له لار کې ترې استفاده وشي.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
مدني ټولنې د ښېګنې اوسمون په موخه دهېواد پالنې او انساندوستې داحساس له مخې دځينو كسانو له خوا په داو طلبانه توګه رامنځته كيږي او دټولنې دمعنيوي اومادي خدمت لپاره فعاليت كوي او په ټولنه كې دزور زياتي،تاوتريخوالي او ظلم دمخنيوي او دبېوزلو او غمځپلو لاس نيوې کوي.
همدارنګه،مدني ټولنه یوه مادي او د ګټو اداره نه ده، مدني ټولنه تر ډېره د انساني احساس له مخې د ټولنې د منفي او انساني ضد فعالیتونو په وړاندې مبارزه کوي او د ولس اواز تر حکومت او ځينو نورو ادارو رسوي.
د مدني فعاليتونو له مهمو ځانګړنو څخه يوه داده چې: هغه ستونزې چې حکومت، نظام او نړیوال بنسټونه یې د راسپړلو او روښانه کولو نه وېره او يا هم ناغيړي او بې پامي کوي ، د یوه بشري او انساني کرامت او عظمت په نظر کي نیولو سره را وسپړي د ولس د ګټو هېنداره او د ستونزو غږشي!
مدني ټولنې بايد ملي ارزښتونه،ملي كلتور او افغاني دوديزه ټولنه وپيژني اوپه رڼا كې يې كار وكړي.
ددې لپاره چې مدني فعالين او ولس دمدني ټولنې په ارزښت اومفهوم پوه شي په كار ده چې:
وركشاپونه،سمينارونه،غونډې اومركې تر سره کړي ترڅو خلك په دې پوه شي چې مدني ټولنه دخلكو دګټو لپاره په داو طلبانه توګه كار كوي، ولس او دولت ته دا په ګوته كړي چې مدني ټولنه دقانون،ټولنيز مسئوليت او ملي حاكميت پر بنسټ ولاړه ده، دځان لپاره كوم امتياز او دسياسي واک هڅه نلري ترڅو ولس او دولت په رښتني توګه دمدني ټولني تر شا ودريږي.
مدني ټولنې دولس او حکومت تر منځ ارتباطي پل جوړيږي خو له بده مرغه په افغانستان کي د مدني ټولنو ادارې نه یوازي چې مادي مسائل په پام کې نيسي، بلکې د نظام او حکومت پر ضد فعالیتونه هم مخته وړي.
په پر مختللو هېوادونو کې حکومت او مدني ټولنې په ګډه یوه پالیسي او تګلاره جوړوي تر څو خپل مهم اهداف لاس ته راوړي.
حکومتونه یې د مدني ټولنو د فعالیتونو تر څنګ د هغوئ د خونديتوب څارنه او پلټنه هم کوي، خو په افغانستان کې حکومت او مدني ټولنې همغږي نلري.
اړينه ده ، چې دافغانستان مدني ټولنې په کره توګه وڅېړل او وپېژندل شي؛ ترڅو د مدنيت تر نوم لاندې سياست، شومې موخې او پرديپالي ونکړي.