تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: د پکتیا مدني فعال او د ناسمو ټولنیزو دودونو پر ضد راپورته شوي ځوان خان ولي عادل نن واده وکړ او په ټولو مراسمو یې ۵ زره افغانۍ مصرف کړې.
خان ولي عادل، چې د شرعیاتو پوهنځي له محصلې رازقه تسکین سره یې د ژوند تار نن وتاړه ، د واده ډوډۍ یې هم له نورو ودونو سره توپیر درلود او یوازې چای په کې ورکړل شو.
خان ولي له تاند سره په ټلیفوني خبرو کې وايي، په واده یې ۵ زره افغانۍ لګولي او شاوخوا سلو مېلمنو ته یې کیک او کلچې ورکړې دي چې د واده دغسې مراسمو ته یې مور په ډېره سختۍ راوسته مګر وروڼه یې ورسره د مخالفت له کبله واده ته رانغلل.
نوموړی وايي، د خپلې کورنۍ له خوا له دې کبله هم له نیوکو سره مخ و چې شاوخوا یو کال پخوا یې له رازقې تسکین سره کوژده وکړه، مګر نه یې ورته مراسم ونیول نه یې هم اختر او برات د ناوې کور ته یوړل.
هغه وايي، د خسر کورنۍ ترې هیڅ ډول ولور نه دی غوښتی، په داسې حال کې چې د خسرګنۍ د دود له مخې یې د ولور اندازه پنځه سوه زره افغانۍ ده.
خان ولي عادل څو کاله وړاندې په پکتیا کې د نجونو د جبري ودونو او په بدو کې د ورکړې په ضد راپورته شو او تر ننه پورې په دې برخه کې مبارزه کوي.
Excellent brother I am proud of you and wish you further success to beat our stupid traditions. Zhwand zhwand