مدني فعالیت د یوې مدني ټولنې ایجاد ته، چېرې چې انساني حقوق، قانون، ازادي، ټولنیز عدالت او نور ډېر د عصري نړۍ انساني ژوند خوښونکي بنسټونه موجود وي یوه اساسي او روا لار ده.
او پۀ لنډ ډؤل یې داسې تعریفوای شو، مدني فعالیت د ټولنیزو سمونپالنو یو عصري او سولئیز هڅاند جریان دی.
خو دا چې دلته ترې ناسمه ګټه اخیستل کېږي، غلط اهداف پکې تعقیبېږي او ناسالم خپلمنځي تخریبي اعمال ترې منتج کېږي نو ضروري ده چې د سمون بحثونه پرې وشي او سمون ته یې نمونؤي خاص څوک ولرو، داسې یؤ څوک چې په ریښتوني مانا مدني فعال وي، تر څو نورو ته درس او عملي لارښود وه اوسي. زه نن په همدې او همداسې یو چا غږېږم. او د دې لپاره، چې دا بحثونه جریان پیدا کړي، اشتباهات ختم او ژمن انسانان وستایل شي، تر څو نور ځوانان هم زړور، ډاډمن او خدمت ته رامخکې شي.
نو خبر دا ده، چې که له یوې خوا څلوېښت کلنې جګړې وطن ته فقر او بې سوادي په میراث پريښې، له بلې خوا یې د زغم کلتور له منځه وړی او د ځوانانو تر منځ يې د بې باورۍ فضا حاکمه کړې.
که چیرې دا د نه زغم، تخریب او غلطې ګټې اخیستلو فرهنګ عام شي، فکر کوم حالت به د سمون پر ځای د لا ویجاړۍ طرف ته لاړ شي.
د دې مثبت تغیر راوړلو ته د ټولنې سترګې ځوانانو ته دي او له ځوانانو هیله لري تر څو یې له شته ستونزو څخه د خلاصون په پار یو موټی او لاس په کار شي.
خو زموږ ځوانان پۀ څۀ لګیا دي؟
دا چې ټولنه سمون ته اړتیا لري او د دې سمون لپاره پُر انرژي ځوانان په کار دي، داسې ځوانان چې پۀ ماډرن لارو بلد او مسؤولیت پذیره وه اوسي، خو متاسفانه چې په ډیرو ځوانانو کې ځینې داسې کړنې ښکاري چې د آبادۍ او رغونې پر ځای د ویجاړۍ باعث ګرځي، فرضاً دوی په دې منفیاتو بوخت دي:
ـــ د یو بل په راپرزَولو، بې ځایه رقابتونه او د مادیاتو تر لاسه کولو لپاره د قلم او مبارزې پلورل.
ـــ د ولسي او اجتماعي رغاونو پر ځای په دولتي ادارو تمام تمرکز ساتل او خپل اداري اهداف پالل.
ـــ ډیری یې شهرت یا موقف ته د رسېدلو لپاره په مبارزه بوخت دي، چې د مبارزې معنوي اساس(زړی) دا نه دی.
سمه ده چې ټول انسانان شهرت/موقف ته د رسېدلو طبیعي غریزه لري او دا د هر انسان مسلم حق دی چې له روا/مشروع لارو دغه غریزه اشباع کړي، خو دلته کیسه سرچپه ده. ټول غواړي مطرح شي او موقف ته ورسیږي، خو ډېرو یې موقف/شهرت ته د رسیدلو لار ورکه کړې؛ چا د وزیرانو او والیانو لمن نیولې، څوک د قوماندانانو ډولونو ته څڼې اچوي او بعضې تر هغې د یو فرد په تخریب لګیا وي تر څو یې یوه ګوله ډوډۍ نه وي ترې بود کړې.
.
زۀ هم غواړم مطرح شم او ښۀ موقف تر لاسه کړم، خو په کومه طریقه؟
-هغه طریقه چې د ولس لۀ غوښتنو او ضرورتونو سره اړخ لږوي.
–
ولس کومې غوښتنې لري؟
ـــ امنیت، تعلیم، اقتصاد، صحت، بشري حقوقو ته مساوي لاسرسی او نور.
دا ټول کارونه به په یوازې ځان څنګه کؤم؟
ـــ د مدنیت له لارې؛ زۀ غواړم مدني فعال شم تر څو له دې لارې لومړی د خپلې سیمې بیا د ټول افغانستان رسا غږ و اوسم او د دې کار لپاره زموږ د ولایت(پکتیا) با استعداده ځوان احسان احسان خپله الګو ټاکم، د هغه پر نقش و قدم وړاندې ځم؛ تر څو ولس ته خدمت وکړم. دا په عمر کم، نوی ځوان او عالي انسان ځکه ښایم، چې پورته یادې ستونزې/نیمګړتیاوي نلري او د ذکر شویو لارو په روا ډول تعقیبولو سره یو ښه نمونه کېدای شي.
احسان احسان څوک دی؟
احسان احسان زموږ د سیمې مدني فعال دی، څه باندې ۳ کاله کیږي چې مدني مبارزې ته یې ور دانګلي، په دې لاره کې یې هر ډول ستونزو/تهدیدونو ته سینه سپر کړې. مدني فعالیت یې یوازې د ټولنیزو، کلتوري، ذهنیتي او اجتماعي سمونپالنو مبارزه او د علمي، صحي او اقتصادي لارو په رضاکارو هڅو تعقیب کړې، چې دا د یوۀ ریښتوني مدني فعال ځانګړنې دي.
د دۀ د یو څو فعالیتونو بیلګې د نمونې لپاره یادوم تر څو وښایم چې مدني فعالیت څنګه او کومو کومو برخو کې اړین او مسؤولیتي بُعد دی.
دۀ محترم یوازې تېر (۱۳۹۸) کال کې دا فعالیتونه کړي:
ـــ یو کال وړاندې یې د پکتیا په ټولو(۱۳) ولسوالیو کې د همفکره مدني فعالانو په ملګرتیا د “ورور او خور د ښوونځي په لور” په نوم ښوونځیو ته د ماشومانو باالخصوص انجونو لېږلو لپاره کمپاین وکړ، د دې کمپاین په نتیجه کې پکتیاوالو د نورو کالونو په نسبت درې چنده زیات ماشومان ښوونځیو کې شامل کړل.
ـــ نهه میاشتې وړاندې یې د مطالعې د فرهنګ عامولو لپاره په پکتیا کې د (دایرويمطالعې) په نوم یوه طرحه عملي کړه، چې لۀ برکته یې نن دا لړۍ د لویې پکتیا ټول زون، غزني، کابل او ننګرهار ته هم رسېدلې ده.
ـــ د ناوړه دودونو پر خلاف یې تل د ټولنیزو رسنیو، سټیج، جماعت، حجرې او نورو لارو قلم/ژبه چلولې ده. او له پوهنتونه په فراغت کې خپله خوږه مور غونډې ته راوسته، تر څو د یوۀ پخواني بد دود غلطه تابلو ماته کړي، (داسې وي د فکرونو عملي ممثل)!
ـــ په پکتیا ولایت کې يې له لویو پلي کیدونکو پروژه نظارت کړی او د نیمګړتیاو د لیدلو په صورت کې یې اړونده ادارو څخه وضاحت غوښتی.
ـــ د ځوانانو د علمي کچې د لوړولو په خاطر یې بیلا بیل ورکشاپونه دایر کړي، چې یو له هغو یې شپیتو(۶۰) انجونو ته د رسامۍ د هنر ۱۵ ورځنی ورکشاپ و.
ـــ دا چې ژمی پکتیا کې ډېر سخت وي، نو د همفکره ملګرو په ملتیا یې په غریبانو ژمني لباسونه وویشل. (تقریباً ۵۰۰ کورنیو ته یې د ضرورت وړ لباسونه ور ورسول)
ـــ اوس چې نړۍ د کرونا ویروس څخه کړیږي، دی(احسان) بیا هم ارامه نه دی ناست، د ټولنیزو رسنیو او نورو لارو چارو پر مټ ولس ته د دې خطرناک ویروس څخه د ځان او کورنۍ ژغورلو لپاره تبلیغ کوي. یوازې په عامه پوهاوي بسنه نه کوي؛ کلي په کلي ګرځي، د بې وسو کورنیو لیستونه برابروي او د تجارانو او نورو سرمایه دارو وګړو په مرسته اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ويشي، تر څو د کرونا د خپراوي مخه ونیسي.
ـــ د یوۀ ګټور کرنتین تېرولو لپاره یې د دوستانو تر منځ د کتابونو امانتي تبادلې طرحه عملي کړه، د دې طرحې مطابق به پۀ پکتیا مرکز ګردېز، احمدابا او نورو ولسوالیو کې مرکزونه جوړوي، تر څو د کتاب مینوال په اسانه لاسرسی ورته ولري.
دا یې یوازې یو څو بیلګې وې او ځکه مې یادې کړې تر څو نور مدني فعالان، مدنیت، د مدني فعال مسؤلیتونه او لۀ مدنیت څخه د استفادې روا لارې وپيژني.
لۀ دولتي ادارو، رئیسانو او نورو لوړ پوړو مامورینو سره د موقف لپاره چنې وهل، د باج اخېستلو لپاره یې تخریبول، د ټوپکمارانو لپاره کمپاین کول، د مادیاتو لپاره د ولس غږ چپ کول، په پروژو کې وڼډه غوښتل او نور … لۀ مدنیت څخه ناوړه استفاده ده او په حقیقت کې دا هغه کړنې دي چې مدنیت یې ولس ته بد ورمعرفي کړی.
نو، که تاسې هم لیوالتیا لرئ تر څو په ريښتوني مانا مدني فعالان شئ، لومړی باید مدنیت، د مدني فعال مسؤلیتونه او د مدني مبارزې له لارې ولس ته د چوپړ روا لارې وپيژنئ او له هغۀ وروسته مدني مبارزې ته را وړاندې شئ!