په تېره څه باندي یوه لسیزه کې هر څه په پرتلیزه توګه پرمختګ کړی، پرته له دې چې په هیواد کې مو جګړه روانه ده، د جګړې په برخه کې، یواځې د جګړې ډول، لوبغاړو او سرچینو بدلون کړی. د هیواد تعلیمي، لوړو زده کړو، مخابراتو او تکنالوژۍ او نورو برخو کې د پرمختګ کچه لوړه شوې، ځينو کې خو بیخي له صفره کار پیل شوی و، اوس یې اسانتیاوې د خلکو ضرورتونو ته نسبتي ځواب ویلی شي. دې ته ورته سیاسي حزبونه فعال شوي، ډېر شوي او تاوده شوي. ځیني یې سفارتونو جوړ کړي، ځينې یې زاړه بیرته په پښو درېدلي، ځینې یې مافیایې کړیو جوړ کړي، ډېر لږ به یې داسي وي چې ضرورت زېږولي وي.
په هیواد کې سیاسي ګوندونه چې شمیر یې له سلو اوړي، ځیني داسي ګوندونه به هم وي چې د غړو شمیر یې قانوني حد نشي پوره کولای، خو امکانات به ورته له یوې بهرنۍ کړکۍ په پراخه پیمانه ورکول کېږي. داسي ګوندونه هم شته چې د یوه فکر او اند ملګري خوابدي شوي وي، سره بیل شوي وي او بیا یې هر یوه یو ګوند جوړ کړی وي، چې اوس به یې عملاً موږ د درې واړو بیلګي په سترګو ګورو. ددې ډول ګوندونو مبلغین که لومړی له ما په اړوند ګوند کې د ګډون غوښتنه کوي، زما لومړی پوښته به ترې دا وي چې لومړی دې زموږ د ګوندونو شمیر کم شي، بیا دې ګوندونه ضرورت زیږولي ګوندونه شي، او بیا دې د خپلو سرچینو سم حساب وړاندي کړي چې د تمویل رېښې یې څرګندي شي.
دې ته ورته مرکز کابل او ولایاتو کې ډېرې رسنۍ جوړې شوي، دا رسنۍ که چاپي دي، که ږغیزي او یا انځوریزي، ډیرې یې د ځانګړو موخو لپاره جوړي شوي. د ګوندونو په څېر دا رسنۍ هم ضرورت نه دي زېږولي، خو د پردې تر شا ورته له پردۍ کړکۍ خواړه ورکول کېږي. د ګوندونو په څېر رسنیو کې به د ګوتو په شمار خپلواکې رسنۍ موجودي وي. ددې رسنیو ډېره برخه د پردي کلتور، سیاسي موخو، پردي پالنې او یا هم په ټوله کې د مادیاتو د لاسته راوړنې لپاره کار کوي. د ګوتو په شمار رسنۍ به ګورو چې د ټولنې له اړتیا سره سمې خپروني چمتو کوي او بیا یې وړاندي کوي، ډېرې داسي رسنۍ شته، که د بهرنیو پروژو ور روباندي بند شي، نو یوه میاشت هم خپرونې نشي وړاندي کولای.
موسسې او انجوګانې هم ورته زښتې ډېرې جوړي شوي، شمیر یې دومره لوړ شوی چې د اقتصاد او اړوند نور وزاتونه او ادارې یې د جوازونو په وېش ستړي شوی. خبره دلته دا نه ده چې ولي انجوګانې جوړي شوي، خبره داده چې دا انجوګانې ضرورت نه دي زېږولې، بلکي د ځانګړو موخو لپاره جوړي شوي، ددې پرځای چې دا سازمانانونه غیر انتفاعي دي، هغوی ډېر کارونه انتفاعي ترسره کوي. د ټولنې اړتیا ته نه ګوري، هغه کوي چې ډونر ورته وایې او یا خو یې زړه غواړي. داسي انجوګاني به هم ډېرې وي چې تېر دیارلس کاله یې ښه په پراخه پیمانه پر میرمنو او ماشومانو سوداګرۍ کړي وي. داسي انجوګانې به هم وګورئ، چې یو کس یې هم رییس وي، هم مرستیا، هم ادارې… د انجو ټاپه به یې په جېب کې وي، هر چیرې چې کومه پروژه ګوري، د مادیاتو په موخه به یې ترسره کوي.
د مدني سازمانونو او مدنې ټولنو په نومونو باندي هم لویه سوداګري روانه ده، ځیني ددې لپاره جوړي شوي چې سیاسي موخو او کریډيټونو ته درسېدو په موخه کار کوي، ځینې یې پردو جوړي کړي، ځینې یې د ځانګړې قوم لپاره جوړي شوي، ډېرې لږ به یې وګورئ، چې ضرورت زېږولي وي. داسي مدنې ټولنې هم شته چې چلونکي یې د سیاسي ګوند او مدنې ټولنې ترمنځ توپیر هم نشي کولای، ډېرې مدنې تولنې به کټ مټ د سیاسي احزابو په څېر کار کوي.
افغانستان اوس د سیاسي ګوندونو، رسنیو، انجوګانو او مدنې ټولنو د فعالیت تور بازار دی، هر څوک چې هر څه کوي، کولای یې شي، ځکه د هغو د کار او فعالیت لپاره کوم ځانګړی چوکاټ نشته، که وي خو پرې پلی شوی نه دی. حل لاره داده چې افغان دولت یوه ملي، بنسټيزه او اغیزمه ستراتېژي ولري چې له مخي یې هم پر سیاسي ګوندونو، رسنیو، انجوګانو، مدنې ټولنو او نورو باندي څار وشي، او له قوانینو څخه د سرغړوني په صورت کې له ورته غبرګون سره مخ شي. بیا به سیاسي احزاب، رسنۍ، انجوګانې او مدنې ټولنې ټول ضرورت زېږولي وي، هغه چې د ځانګړو موخو لپاره جوړي شوي، هغه به لیرې شي، او ټولنې د اړتیا، ملي او ټاکلو اهدافو لرونکي هغه به یې پر ځای پاته شي.