مدني ټولنه د يوې ښېرازې انساني ټولنې تصور دی. او دا تصور په يو لړ ارزښتونو، جوړښتونو، او مفاهيمو څخه بشپړېږي. دغه مفاهيم  او ارزښتونه او د دوی تأسيسات تر هغه پورې ټولنې ته ناآشنا وي، تر څو د ټولنې پخپله ژبه د ټولنې د پوهې او درک په دايره کې رانه شي.

د مدني ټولنې له ارزښتونو، مفاهيمو او تأسيساتو سره د اشنايۍ له پاره بايد د بشپړ معرفت هڅه وشي او دغه مفاهيم دې ټولنې ته ورولېږدول شي.او مدني ټولنه داسې تعریفوي.هغه وګړي (نارینه او ښځینه)، چې د خپلې ټولنې د وګړو د هوساینې په موخه راغونډ شي او د ټولنې خدمت ته که هغه معنوي وي او که مادي ورته ملا وتړي.

هغوی ته Civil society مدني ټولنه او Civil Activist  مدني فعالان وایی. دوی د ټولنې د اجتماعي خدماتو په لړ کې د هغه کسانو لاس نیوی کوي، چې هغه مرسته او کمک ته ضرورت لري.

د غربت او فقر د له مینځه وړلو پر لارو چارو غور کوي، په ټولنه کې د شته ستونزو که هغه په صحي، تعلیمي. تربیوي…. برخو کې وي همکاري کوي د هغه ستونزې د حل لپاره یو مناسب حل لاره پیدا کوي. د شرعي قوانینو په رڼا کې په تولنه کې د شته عنعناتو او دودونو ساتنه او د پردیو د ناوړه دودونو مخه نیسي. د دې لپاره ښه بیلګه زموږ د ټولنې درانه سپین ږیري، د هغوی جرګې او دیني علماء دي . چې له پیړیو پیړیو دا همدردي او خواخوږې زموږ په خلکو کې ، د یو دود او عنعني حیثیت خپل کړی دی، او  حِلف الفضول، هم د مدني ټولني یوه ښه نمونه ده.

د جاهلیت په زمانه کې د مکې د ښار اوسیدونکي سره را غونډ شول، او مشوره یې وکړه چې وروسته به  زموږ په ښار کې د  هر مظلوم دفاع کوو که څه هم دا دفاع زموږ په وينو او مرګ سره وي. دا اتحادیه له دې راپیدا شوه چې د یمن یو سوداګر مکې ته سودا راوړه، عاص بن وائل له هغه نه څه شی وپیره خو خپل حق (پیسي) یې ورنکړې.

هغه سوداګر لوړې غونډۍ ته وختو، په لوړ آواز یې د مکي خلکو ته فریاد وکړ. د مکې خلکو د خپلې همدردۍ له مخې د هغه سړي ننګه وکړه، خپل حق یې ورځیني ترلاسه کړ، د آینده لپاره یې پخپل منځ کې سره عهد وکړ، چې د مظلومانو او غریبانو مرسته به کوي دي ټولني او میثاق ته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم بلل شوی وو،  چې هغه مهال یې عمر پنځلس کاله وو ، محمد صلی الله علیه وسلم ورسره ملګرتیا وکړه. تر بعثت وروسته یې هم ژوندی  وساته  او هغه وفرمایل زه د اهل مکې یوه داسې حِلف ته بلل شوی وم، که چیرې له اسلامه وروسته هم بلل شوی وای؛ قبول کړی به مې وای.  مطلب داچې دا حِلف او عهد که څه هم د مکې د مشرکو او جاهلو وګړو له لوري جوړ شوی وو، خو چونکه آساس او بنسټ یې د خیر ښیګڼې لپاره او د عامه خلکو د بهبود او د ظلم د مخنیوي لپاره و؛ نو دا یو نیک او د خیر کار و، که چېرې همغه خلکو په همغه حالت کې ماته له نبوت وروسته هم بلنه راکړې وای؛ ما به پکې ګډون کړی وای. ځکه چې دا یوه مدني او بشري ټولنه وه او د بشریت د خیر لپاره یې هڅي کولي. نو د محمدصلی الله علیه وسلم له دې قول او فعل نه د مدني ټولني تعریف او ارزښت څرګند شو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *