راپور: توريالی جلالزی –

په مزار شريف ښار کې د مدني ټولنو لسګونه غړو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د خلکو رایو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

د مدني ټولنو استازو د سې شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د افغانانو رايو ته درناوی، په هيواد کې د بحران د رامنځته کېدو مخنيوی کوي. دوی د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د خلکو ارادې ته احترام وکړي او له مغشوشونکو خبرو څخه ډډه وکړي.

دغه خبري ناسته د ويښ ځوانانو غورځنګ، هفته نامه هويدا، د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه، بلخ ادبي خوځښت، پسرلی مجله، افغان لمر او پرخه مجلې لخوا جوړ ه شوې وه، چې د دغو بنسټونو د مسوولينو تر څنګ پکې د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمسيون ريس او د شکايتونو د کميسيون ريس هم پکې برخه اخيستې وه.

د بلخ ادبي خوځښت د رهبري شورا غړي او د بلخ پوهنتون استاد، ضمير سار په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانان د خپل ژوند په لګښت له کورونو راووتل او د خپلو رايو په کارولو سره يې د يوه مشروع نظام د منځته راتلو لپاره ګام پورته کړ.

نوموړي د ټاکنو له دواړو کميسيونونو څخه په ټينګه وغوښتل، چې پاکې او ناپاکې رايې بېلې کړي او په شفاف ډول د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

استاد سار له دواړو نوماندانو او د هغوی له ټيمونو څخه هم غوښتنه وکړه، چې له بېځايه وړاندوينو څخه ډډه وکړي.

له مزار شريف څخه د خپرېدونکې اونيزې (هويدا) مسوول مدير مختار وفايي په خپلو خبرو کې وويل، چې د ټاکنو اصلي قهرمانان د افغانستان خلک دي او دواړه کميسيونونه بايد دغه اتلولي وساتي.

وفايي زياته کړه، چې ځيني کړۍ په خپلو څرګندونو سره غواړي، خلکو اندېښنې پيدا کړي او د ټاکنو مشروعيت تر سوال لاندې راولي.

نوموړي په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې وويل، چې د افغانستان اساسي قانون خلکو ته حق ورکړی تر څو له خپلو رايو څخه د خپلې خوښې نوماند په ګټه کار واخلي او ټاکنيز کمسيونونه مکلف دي، چې د خلکو دغه حق خوندي کړي.

هغه همدا راز له دواړو کانديدانو څخه غوښتنه وکړه، چې د هغو شهيدانو درناوی دې وکړي، چې د ټاکنو په ورځ يې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغې خبري ناستې ته د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عزت الله ارمان هم رابلل شوی وو.

هغه وويل، چې د تېر په پرتله په بلخ ولايت کې ټاکنې ښې ترسره شوې، خو بيا هم ځای ځای زورواکانو پکې لاسوهنې کړي، چې دوی يې شکايتونه د شکاياتو د اوريدو کميسيون ته سپارلي دي.

ارمان د مدني ټولنو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې رسنۍ او مدني ټولنې کولای شي چې له دوی سره د ټاکنو د لا روڼتيا په برخه کې مرسته وکړي.

د بلخ ولايت د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون مشر وحيدالله نيازي هم له مدني ټولنو څخه د مننې تر څنګ وويل، چې دوی هڅه کوي تر څو د خلکو پاکه رايه له ناپاکو څخه بېله کړي، چې په دې برخه کې د مدني ټولنو مرستې ته اړ دي.

يادو مدني ټولنو له امنيتي ځواکونو څخه هم مننه وکړه، چې د ټاکنو د پروسې امنيت يې په ښه ډول تامين کړی وو، خو د دې تر څنګ يې له مسوولو ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې يو شمېر هغه امنيتي چارواکي چې په درغلۍ کې لاس لري بايد قانوني چلند ورسره وشي.

پرون د هلمند او کندهار د مدني ټولنو استازو هم د انتخاباتو پر شفافیت تاکید وکړ او له کاندیدانو څخه یې وغوښتل چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

One thought on “مدني ټولنې: د افغانانو رايو ته درناوی، د بحران مخنيوی کوي”
  1. پوهیږو چه هیڅوک بی طرفه ندی حتمی یو طرف ته مایلان لری نو باید طرف حقیقی وی نه خیالی .یو تعدا خلک بی څایه او بی مورده درد سر جوړوی هرڅه چه دلاسه وشی دڅان سپکوی کوی څوک چه دڅان سپکوی کوی هغه دبل عزت ته نه ګوری حتمی هغه دغه وای ولی حقیقت روښانه لکه لمر غوندی ده هسی څانونه مه شرموی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *