فرهاد داوري

مدنيت ( Civilization) د بشر د ژوند د زياتو ارزښتونو ساتونکی دی، کله چې وګړې د طبيعي حالت څخه راووتل او ټولنيز او سياسي ژوند يې پيل کړ، له همغه وخته د مدنيت غوړيدنه هم پيل سوه. همدارنګه کله چې وګړو د طبيعي قوانينو پر ځای ځانونه وضعي قوانينو او د لا قانونه واکمنۍ پر ځای ځانونه دولت او سياسي ټولني ته وسپارل له همغه وخته مدني ټولنه هم راپيل سول. نو ځکه روسو وايې : د هغي ټولني وګړې چې د طبيعي حالت پر ځای يې ځانونه قانون او دولت ته سپارلي وي، هغې ټولني ته مدني ټولنه ويل کيږي. نو مدني ټولنه د انسانانو هغي ټولني ته ويل کيږي، چې وضعي قوانين ور باندي واکمن وي او دولت او حکومت يې مشرتوب پر غاړه لري. که چيري وګړې په طبيعي حالت کې وي او د طبيعت د قوانينو پر لاره روان وي، هغو ته بيا مدني وګړې نسو ويلای، ځکه چې د مدنيت شرط پر ټولنه د وضعي قوانينو پلي کيدل دي.

همدارنګه ارسطو هم انسان ټولنيز حيوان بللی دی او په ټولنه کې يې نغښتی ګڼلی دی، دده په آند هغه څوک چې په ټولنه کې ژوند نه کوي، هغه يا تر انسان لوړ وي او يا کښته، نو ځکه انسان لکه څرنګه چې ټولنيز پيدا سوی دی بايد په ټولنه کې ژوند وکړي او د ټولنيزو قواعدو تابع وه اوسي.

انساني ژوند د ټولني روح دی، انسان د ټولني بنسټګر دی او د انساني ژوند بنسټ د ټولني پر پيدايښت ولاړ دی. نو مدني ټولنه هم د انساني ژوند د پرمختګ او پياوړتيا په ترڅ کې منځته راغله. کله چې انسان د غارمېشتي حالت څخه ټولنيز حالت ته را واوښتۍ او ټولنيزو قواعدو ته يې سر ټيټ کړ، د هغه څخه وروسته د مدنې ټولني لومړنۍ بڼي رامنځته سوي. مدنې ټولنه اوس پر دوه ډوله پېژندل کيدای سي:

(۱)- هغه ټولنه چې د طبيعي قوانينو پر ځای دولت او وضعي قوانينو ته تسليم سوي وي هغه ټولنه چې قانون پکښي واکمن وي او سياسي بنسټونه او د وګړو حقوق يې ټاکلي وي.

(۲)- په ټولنه کې درې پوړه يا ساحي ليدل کيږي، لومړی ساحه واکمنان دي، چې دولت او سياسي ټولنه ورته ويل کيږي او په ټوليز ډول ((عمومي ساحه)) ورته ويلای سو، دوهم پوړ يا ساحه کورنۍ دي، چې د خلکو ځانې يا خصوصي ژوند دی او ((خصوصي ساحه)) ورته ويلای سو، درېيمه ساحه د عمومي ساحي او خصوصي ساحي ترمنځ ساحه ده، چې سياسي ګوندونه، ډلي، شوراګانې، او نور بنسټونه پکښي شامل دي، چې همدي ساحي ته ((مدنې ټولنه)) ويلای سو. نو پدي مفهوم سره مدنې ټولنه د دولت او کورنۍ ترمنځ منځګړې ده، چې موخه يې د دولتي قدرت مهارول او د خصوصي افرادو د ګټو ساتل دي.

په اوسنې وخت کې مدنې ټولنه زياتره وخت په دوهم مفهوم سره کارول کيږي، يانې د دولت او کورنۍ ترمنځ منځګړو بنسټونو ته ويل کيږي.

لکه څرنګه چې دولت د ټولنيز تړون د آند پر بنسټ پر خلکو باندي واکمني د خلکو لخوا تر لاسه کړيده او خلکو هم ددي لپاره دولت ته خپل سياسي واکونه ورکړل، چې په ټولنه کې نظم راولي او فردي حقوق وساتي. دولت او سياسي واکمنان هغه وخت بريالي ګڼل کيږي، چې کم حکومت او زيات چوپړ وکړي. د حکومت او سياسي واکمنانو لپاره اړينه ده، چې د اوامرو د صادرولو پر ځای را ولاړ سي، د خلکو په منځ کې ددوی په بڼه، ددوی لپاره د خدمت ټټر وټکوي. هغه حکومت بريالی دی، چې چارواکې يې د زياتو امرونو پر ځای زيات کار وکړي.

کله چې حکومت او سياسي واکمنان خپلي دندي په سمه توګه ونه رسوي او يا د ولس ګټو ته يې د ځانې ګټو لپاره پلانونه جوړ کړي وي، يا هم داسي قوانين پلي کوي، چې د ملي ګټو پر ځای د واکمن پوړ او يا بلي ډلي ګټې وساتي ديته مدنې سرغړونې ويل کيږي. نو مدنې سرغړونې په حقيقت کې هغه شعار او تلنلاره ده، چې په ټولنه او حکومت کې اصلاحات راوستل غواړي، مدنې سرغړونې انقلاب او اوښتون ته زمينه نه مساعدوي، بلکي هغه روانې نيمګړتياوي او نا همږغۍ چې د حکومت او وګړو ترمنځ شتون لري، د هغو د اصلاحاتو لپاره ګامونه پورته کوي. بيا هم په لاندي ډول د مدنې سرغړونې ځېني تعريفونه کولای سو: نور بيا…

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *