فرهاد داوري

بدلون اوونيزه \لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳

د مدنې سرغړونې په اړه نامتو امريکايې فيلسوف ((جان رالز)) داسي تعريف وړاندي کړی دی (( هغه ظاهري، سوله ييزه او وجداني کړنې، چې موخه يې د قوانينو او يا د حکومت د سياستونو بدلون وي )). دی زياتوي چې مدني سرغړونې بايد د دولت د بې عدالتۍ څخه سرچېنه واخلي، ټول هغه امکانات چې برياليتوب ته څوک رسوي هغه بايد په کار واچول سي او داسي صحنه بايد جوړه نسي، چې داساسي قانون سره په ټکر کې وي او يا هغه په خطر کې واچوي.

د پورته تعريف او د مدنې سرغړونې د مانا څخه داسي جوتيږي، چې عدم تشدد يا نه تاوتريخوالی د مدنې سرغړونې بنسټيزعنصر ګڼل کيږي، په مدنې سرغړونې کې بايد د سوله ييزو لارو څخه څوک خپلو موخو ته ورسيږي او هغه لارې چې تشدد او تاوتريخوالی منځته راوړي، مخه يې ونيول سي. نو ويلای سو، چې مدنې سرغړونې اصلاح غوښتونکی، سوله ييز، تمدني، مسؤلانه او غيري انقلابي اقدام او حرکت دی.

هر ډيموکراټيک حکومت د قانون پر بنسټ چلن کوي او خپلي ټولي کړنې د قانون سره سمي پر مخ بيايې، نو لکه څرنګه چې په ټولنه کې د قوانينو پلي کول او ټولنيز نظم ساتل د خطا سره مل دی او په زياتو برخو کې خطاګانې او اشتباهات منځته راځې نوځکه ډيموکراټيک حکومت بايد مدنې سرغړونې اقدام په قانوني بڼه ومني، د مدنې سرغړونې حرکت هڅه کوي، چې په ټولنه کې د حکومت لخوا خطاګانې په ګوته کړې او ټولي هغه کړنې چې فردي حقوق او ازادۍ تر پښو لاندي کوي منعه کړي. نو د مدنې سرغړونې اقدام يوازي په قانوني حکومت او قانوني ټولنه کې شونۍ دی. هغه ټولنه چې قانون پکښي واکمني نلري په هغې ټولني کې د مدنې سرغړونې حرکت هيڅ اغيز نسي درلودلای.

په ډيموکراټيک نظام کې حکومت مصلحتي بڼه لري، حکومت پر خلکو بابايې نه کوي، بلکي د خلکو د چوپړ لپاره شپه او ورځ کار کوي. د ډيموکراټيک حکومت قوانين خلک د بيري او ترس په خاطر نه مني، بلکي د عامه ګټو او حقوقو د ساتلو په موخه د هغو درناوۍ کوي. که چيري حکومت ځېني داسي قوانين جوړ کړي چې يوازي د سياسي واکمنۍ د ټينګښت لپاره وي او د خلکو د ګټو او حقوقو لپاره ځانګړې پاملرنه نه وي سوي، نو خلک حق لری چې د هغه قانون څخه سرغړونه وکړي او پر ځای يې د اصلاحاتو لپاره مبارزه وکړي. نو مدنې سرغړونه هم همدا ده چې د حکومت د سياستونو او قوانينو پر وړاندي په سوله ييز او نه تاوتريخوالي سره مبارزه او را پورته کيدل دي. بيا هم وايو چې پدي ډول حرکت کې د تشدد او تاوتريخوالي څخه کار نه اخيستل کيږي، بلکي هره کړنه او ګام بايد د عدم تشدد د اصولو پر بنسټ وي.

ډيموکراټيک حکومت هم بايد د مدنې سرغړونې اقدام د زور زياتې او قهر پواسطه ونه ځپي بلکي د هغو سره د قانون او ډيموکراټيکو ارزښتونو پر بنسټ عمل وکړي، په ډيموکراسۍ کې سياسي واکمني د خلکو د ارادو زيږنده ده خلک د سياسي قدرت بنسټيزه سرچېنه ده، خلک د خپلو رايو پر بنسټ سياسي قدرت د دولت مشر ته سپاري او بيرته کولای سي چې همدا امانت د هغه څخه واخلي. خلک د لنډمهال لپاره ولسمشر ټاکې تر څو ددوی خدمت وکړي نه پر دوی باندي حکومت.

مدنې سرغړونه د عدم تشدد د زياتو مخکښانو لخوا منل سويده، ګاندي پدي آند و، چې مدنې سرغړونه د هر فرد حق دی، هر فرد کولای سي، چې د حکومت کړنې او قوانين ومني او يا يې رد کړي، خو کله چې د مدنې سرغړونې اقدام کيږي، بايد قانوني ثبوت د ځان سره ولري، يانې د قانون يا سياست هغه نيمګړتياوي چې دی يې را پارېدني ته هڅولی دی، د ځان سره د ثبوت په بڼه وړاندي کړي او د غوره دلا يلو او ځواکمنو ثبوتونو پر بنسټ مدنې سرغړونه کولای سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *