مدهوشي
يوازې ناست وو ، لرې به يې په کوم څه نظر پرېوت، ورته دد به شو ، بيا به يې د لرګي يوه ټوټه راواخسته په ځمکه به يې څو کرښې له سره تازه کړې .
يو چا ورته وويل: پاڅه لمر وينې چې د غره تر شا پټيږي او تياره خپلې وزرې خوروي ته لا تر اوسه بې کاره ناست يې، د شپې خوبونه دې بس ندي چې په ورځ هم ويده يې؟
پښتون لږ په هوش راغی، سترګې يې وغړولې مخامخ ناست سړي ته يې وکتل، وګڼېده څنګه ښه مې وانه ورېدل ؟
هغه بيا ورته وويل نن دې څه وکړل؟
پښتون سره ښکته کړ هېڅ هم نه .
بيايې ترې وپوښتل پرون؟
د دې خبرې په اورېدو يې مدهوشي والوته ، سترګې يې په ځمکه وګنډلې ، له وړې چوپتيا وروسته ځان سره وبوږنېده، په زړه کې يې وويل : ما دا ټول عمر څه ندي کړي، دی لا راته وايي پرون .
د وري ۲۶