په نړۍ کې هر وګړې ددې حق لري چې د خپلې عقیدې سره سم ژوند وکړي او له هیڅ لوري پرې د هغې (عقیدې) د بدلون لپاره فشار رانه وړل شی. کله چې د عقیدې خبره کوو، ګڼ دینونه او مذهبونه مو سم د واره ذهن ته راځي او له مخکې تلو څخه به غوره دا وي چې د پورتنیو کلیمو (تجارت، مذهب او دین)  په اصلي مفهوم ځان وپوهوو.

تجارت: د دوو لورو تر منځ د کالیو (شی) او خدمتونو راکړې ورکړې ته وایې.

مذهب: په لغت کې لاره او طریقه ته وایې او په اصطلاح کې د دین یا موضوع په اړه فکري څرنګوالي ته مذهب ویل کیږي، د لا وضاحت لپاره دا هم ویلی شو چې په یو دین کې د مختلفو فکري مکتبونو شتون ته مذهب وایې، خو دین بیا تر مذهب توپیر لري ځکه دین الهی قانون دی او مذهب انساني طریقه یا عقیده. دین عام وي خو مذهب بیا خاص. لکه اسلام چې  یو عام دین دی او د اسلام تر سیوري لاندې بیا ګڼ مذهبونه (حنیفی، شافعی، حنبلی…) شتون لري. که وغواړو د مذهب اثر په افغانستان کې وګورو بهتره به دا وي چې تېر ته یوه لنډه کتنه وکړو.

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې لوړ غورنه او وچه هوا یې د هېواد وګړي سخت، مغروره او سرکشه را لوی کړي دي او تېر تاریخ ته په کتو چرته چې د نړۍ ستر قدرتونه د افغانانو په تابع کولو کې پاتې راغلي د دې خبرې پوره تصدیق راکوي. افغانستان ته اسلام د دوهمې هـ پیړې په نیمایې که راغلې چې تر دې دمه افغانستان یوه داسې متدینه ټولنه چرته چې  دینې عالمانو د حکومتونو په جوړولو او ړنګولو کې ستر رول لوبولی، پاتې شوې. د مثال په ډول د تیرو حکومتونو؛ د ګرګین، شاع شجاع اوامیر امان الله خان پادشاهي نسکوریدل، د پخوانی شوروي پر وړاندې جهاد یا هم د طالبانو قدرت ته رسیدلو روسته ویلی شو چې تر ډيره حده هره یوه یې دینې جنبه لرله.

کله چې په ۱۹۹۴ ز کال کې د طالبانو تحریک رامنځ ته شو هغوې پدې پوهیدل چې یواځې مخ ته تلل ګرانه ده او د داسې یو دلیل په وړاندې کولو چې شته احزاب د شرعي اصولو خلاف عمل کوي، د عامه خلکو ملاتړ یې تر لاسه کړ چې تر یو حده دا دلیل هم حقیقت درلود ځکه له خپل سري حکومتونو، د قانون نه پلي کیدل، په لویو لارو پاټکونه اوله زور زیاتې  خلک تر پوزې راغلي ول. همدا وو چې په ۱۹۹۶ز کې طالبان وتوانیدل کابل سقوط او په ارګ خپل بیرغ راوځړوي چې پدې کار (د طالبانو بریا) کې د مذهب تر څنګ پاکستان هم یو له سترو لاملونو څخه وو، ځکه د پاکستان د روحي او مالي مرستو پرته د طالبانو دومره پراخ او چټک پرمختګ ناشونې وه او د هغې (پاکستان) ملاتړ د خدای ج رضا یا هم افغانستان له ناورین څخه ایستل نه بلکې خپلې شخصې ګټې وې ځکه پدې کار پاکستان خپل تولیداتو ته پراخ او بی پوښتنې بازار وموند، د افغانستان له داخلي منابعو یې په خلاص زړه ګټه پورته ګړه، او افغانستان یې داسې یو حالت سره مخه کړه چې ډیورڼډ موضوع له اقغانانو هیره شوه او د دې تصدیق په اسلام آباد کې په ۱۹۹۶ ز کال د اکټوبر په ۱۸ د پاکستان د استخباراتو پخوانې مشرجنرال حمید ګل لخوا  مونږ ته راکړل شو چې ویې ویل، زما هېواد په افغانستان کې هغه پالسی پلي کوي کومه چې د امریکا د استخباراتو لخوا دوی ته ورکول کیږي او د طالبانو تحریک هم د همدوی په ملاتړ رامنځ ته شوی.

لدې څرګندونو وروسته دوه خبرې سم د واره ذهن ته راځي، یوه دا چې پاکستان خپل د پورتنیو موخو لپاره د داسې یوې ډلې (طالبان) د کر لامل شو کومه ډله چې نړۍ یې د ترهګر په نامه پیژنې او د نړیوالو په تور لست کې شامله ده، دوهمه دا که د حمید ګل په خبرو بارو وشي او امریکا د طالبانو ملاتړکوونکی وبولو نو دلته دا پوښتنه راپورته کیږي چې امریکا ولی طالبان حمایت کړي، هغه طالبان چې په خپل پنځه کلنه دوره کې تر هر څه بل یې په اسلامي نظام او جهاد ډیر ټینګار کړی او امریکا خو په جهاد او اسلام هیڅ عقیده نلري نو بیا ولې؟

همدارنګه که په افغانستان کې د جهاد دوره ۱۹۷۹ز  تر دې دمه ۲۰۱۸ را واخلو او ویې څیړو نو باور سره ویلې شو چې په مختلفو دورو کې که هغه د پخوانې شوروي پر وړاندې جهاد، د طالبانو پر وړاندې جهاد یا هم د طالبانو جهاد د مجاهیدینو پر وړاندې د ټولو ملاتړګر غیر مسلمان هیوادونه پاتې شوي، هغه هېوادونه چې اصلاً پر جهاد عقیده نلري او که دوي د عقیدې او مذهب لپاره دا کار نوي کړی نو بیا خو به هرومرو د ګټې خبره وه د کوم لپاره چې مونږ خپل ژوندونه خپل هېواد او خپلې هیلۍ ورته قربان کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *