مدیر صاحب سترګې ماته نیولې وې، خو پوهېدم چې په غوږ یې څنګ ته ناست ځوان همکار واهه:

’’په وطن کې چې سلسه مراتب ختمه شوې، بیا هیچا ښه ورځ نه ده لیدلې، د پیسو او واسطو په زور به له پوهنتونه مستقیم دفترونو ته ورسېږي، نه به د وطن او خلکو په مزاج پوهېږي، نه به یې دفتري نزاکتونه او اداري علوم زده وي، هر څه به ګډوډ کړي‘’!

تقریباً ۱۲ کاله وروسته مې پر هماغې څوکۍ بیا ناست ولید، په کنایه کې یې د خپل دفتر د مشرانو شکایت کاوه:

‘’په دې وطن کې د لیاقت او تجربې قدر چېرې؟ خېلي او خېښي ده، تعصب دی، سمت بازي ده، سره خوله هلکان به د تعلیم په نامه خارج کې چکرونه ووهي، دوه ټکي انګریزي به زده کړي، د کمپیوټر کړچ کړوچ به وروښيي او بله ورځ به یې که دا نښه رښتیا وي، د رئیسانو په څوکۍ درته کېنوي، سرچپه امرونه به چلوي! ‘’

لندن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *