هسې خو د رغښتوالې(سټرکچرليزم) له مخې ژبنۍ نښې، چې پر محض اړيکه ولاړې وي، له يو بل سره د تضاد، ورته والي او تناسب اړيکه لري او د همدې اړيکو پر بنسټ ژبنۍ نښې(کلمې) مانا اخلي. تر څو چې ستا مخاطب کړکۍ، کوټه، چت او تاخچه ونه پېژنې، ور نه شي پېژندلاى.

دا تناسب د تشابه غوندې پر واقعيت ولاړ دى او عيني دى. له بل پلوه د انسان، په تېره د هنرمن تخييل هم لګيا وي، چې د بېلابېلو شيانو ترمنځ د خيالي مشابهت، تضاد او تناسب اړيکه کشف کړي. په واقعيت کې د شپې او د مور غېږې ترمنځ تشابه نشته؛ خو شاعر يې ترمنځ د مشابهت پر بنسټ شاعرانه اړيکه ويني او وايي، چې شپه د مور د غېږې غوندې سړى ارام کړي. همداسې د تضاد مجازي ماناوې هم درواخلئ.

خو زموږ بديع د مراعات النظير يا تناسب د تعريف لپاره له عيني تناسب نه استفاده کړې او ويلي يې دي، چې، مراعات النظير يا تناسب هغه صنعت دى، چې يو شاعر داسې کلمې وکاروي، چې له يو بل سره متناسبې، يعنې په واقعي ژوند کې له يو بل سره نېژدې وي.

يو خو د شيانو او حالت پرځاى د کلمو يادونه همغه عيب لري، چې په تضاد کي و. بل دوى د تناسب يو مهم اړخ هېر کړى او هغه د شيانو ترمنځ شاعرانه/خيالي تناسب دى او د تناسب موخه همدا ده. مثلا: که په يوه شعر کې د مجنون او لېونتوب کلمې غبرګې راغلې وي، موږ ته پته لګي، چې مجنون پخپله هم لېوني ته وايي؛ خو دلته د قيس نوم دى؛ نو د مجنون هېرې شوې مانا دلته له لېونتوب سره تناسب جوړ کړى. اباسين يوسفزى وايي:

چې دې کله د ځوانۍ تنده راواخلي

اباسين به درته هله دريادېږي

په دې بيت کې د اباسين او تندې ترمنځ عيني/علمي تناسب وينو؛ خو د ځوانۍ او د ځوانۍ د تندې ترمنځ خيالي تناسب وينو. د ځوانۍ له تندې نه مراد ظاهري تنده نه ده. د ځوانۍ تنده موږ ته هغه حالت تداعي کوي.

دويم ډول مراعات النظير د شيانو له عيني تناسبه هم پيدا کېداى شي؛ خو په دي شرط چې هغه حالت راتداعي کړي او محسوس وي. لنډۍ ده:

له بېلتانه سره مې جنګ دى

د صبر توپ د زړګي برج ته خېژومه

په دې بيت کې د بېلتانه او حالت جنګ راتداعي کېږي. جنګ، توپ او برج خوندور تناسب جوړ کړى. خوندور په دې دى، چې د واقعيت پر خلاف له بېلتانه، صبر او زړګي سره د جنګ، توپ او برج نااشنا کلمې کارېدلې دي، چې په لنډۍ کې يې خوند پيدا کړى او موږ يې محسوسوو.

د خوشال په لاندې بيت کې هم دا خبرې کېداى شي:

ورځ ورباندې شپه ده، په تورتم کې يې مېشته دى

کله به ليده شې د خوشال د زړه څراغه

له دې خبرو دا پايله اخيستاى شو، چې که متناسبې کلمي داسې وکارېږي، چې له تناسب او خپلمنځي متناسبې اړيکې نه يې شعر يا نثر د هنري ارزښت خاوند شي او لوستونکي ته خوند ورکړي، دا به تناسب وي، ځکه چې له صنعته که په پنځونه کې خوند وانخيستل شي، هغه صنعت نه دى؛ نو له دې تعريف پرته هېڅ بې هېڅه د متناسبو کلمو کارونه په شعر يا نثر کې هنري ارزښت نه پيدا کوي او تناسب ګاڼه نه شي.

د تناسب اړوند زموږ د بديع زياتره بېلګې سمې نه دي او لوستونکى د تناسب پر صنعتوالي شکمنوي.

لف و نشر: د لف و نشر په اړه زموږ بديع هم ځينې تېروتنې کړې دي. وايي، چې په يوه مسره، بيت يا په جمله کې که ځينې مطالب د اجمال په صورت راوړي او بله مسره، بيت يا جمله کې يې وسپړي، د لف و نشر صنعت ورته وايي.

په دې نيمګړي تعريف د لف و نشر هنري ارزښت ته زيان اوښتى. لوستونکى داسې انګېري، چې ګنې د لف و نشر هنري ارزښت نشته؛ خو که سړى ځير شي، لف ونشر هنري ارزښت لري.

لف و نشر عموما د تشبيه په لوښي کې رامنځته کېږي. لف و نشر هغه صنعت دى، چې د بېلابېلو شيانو او پېښو يا حالتونو هنري/خيالي تفسير يا تعبير راته کوي. دا تفسير يا تعبير به علمي نه وي، ګنې بيا به لف ونشر نه وي. که په يوه مسره کې ماشوم، ځوان او بوډا راغلى وي او په بله مسره کې ورته خام فکر، احساساتي او بې انرژۍ راغلى وي؛ نو د دې مطلب دا نه شو، چې دا هم په لف و نشر کې راغى.

د لف و نشر يوه خوندوره بېلګه د حميد بابا دا بيت دى:

ما ته د تمې د وصال، ويرې د هجر

په يوه غولي کړه پېښ سندرې، وير

په دې بيت کې له وصاله شاعر د سندرو او له هجره د ويرې شاعرانه تعبير اخيستى.

نو که لف و نشر له خپلمنځي اړيکې نه په شعر کې خوند پيدا نه شي، لف و نشر ورته نه وايي.

لف و نشر په دوه ډوله دى: يو مرتب او بل نامرتب. نامرتب تر مرتب په دې ارزښتمن دى، چې لوستونکى لټې ته لمسوي، چې کوم توک د کوم توک لپاره نشر دى او داسې لوستونکى له دې تجسسه خوند اخلي.

لف و نشر او داسې ټول صنعتونه که مصنوعي وکارېږي او تر شا يې يو شاعرانه کيفيت نه وي، لف و نشر ورته نه وايي.

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،     معلومات که فکر،     و او (وو) ، پېریان ماماګان       ونکی ،    رغښتواله،    د شاعرۍ لوری،     ګنې،        استعاري عددونه او قیدونه         د کلمو شاعري،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *