تاند- د مراکش (المغرب) د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په مراکش میناره نړیوال (Marrakech Menara) هوايي ډګر کې یې درې افغانان له داسي لیکونو سره نیولي چې «جهادي» مطالب پکې لیکل شوي دي.
دغه وزارت وايي چې د دغو درو افغانانو نیونې د مهاجرو یوه نړیواله شبکه چې د جهادیانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده، افشا کړه.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا درې افغانان، چې یو یې په اصل کې پاکستانی دی، په داسي حال کې ونیول شول چې دوی هڅه کوله په جعلي پاکستاني پاسپورټونو له مراکشه ډنمارک ته لاړ شي.
له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او ژر به په پلازمېنه رباط کې د نورو پوښتنو – ګروېږنو لپاره لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي.
د جون په وروستیو کې د مراکش د کورنیو چارو وزیر محمد حساد له فرانسوي ژبې مجلې ژون افریک (Jeune Afrique) سره په مرکه کې وویل چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پوري مراکش ۲۷ ترهګر نیولي دي.